|
|
||
دَ کولوسيانو په نُوم دَ پولوس رسول خطڅلورم باب١ اَئے مالِکانو! دَ خپلو غُلامانو سره عدل اَؤ اِنصاف کوئ ځکه چه تاسو په دے پوهه يئ چه په آسمان کښے ستاسو هم يو مالِک شته. نصيحتُونه٢ په دُعا کښے مشغُول اَؤ بيدار اوسئ اَؤ شُکر ګُزارى کوئ. ٣ اَؤ ورسره زمُونږ دَ پاره هم دُعا کوئ چه خُدائے مُونږ له موقعه راکړى چه دَ هغۀ پيغام واؤروُو چه مُونږ دَ مسيح هغه راز بيانولے شُو چه دَ هغۀ په سبب هم زَۀ قيد کړے شوے يم، ٤ اَؤ چه هغه داسے څرګند کړم څنګه چه ما له کول په کار دى. ٥ وخت قيمتى وګڼئ،اَؤ دَ بے ايمانانو سره دَ هوښيارئ سلُوک کوئ. ٦ ستاسو کلام دِ هميشه داسے دَ فضل نه ډک اَؤ خوندناک وى چه تاسو هر چا له مُناسب جواب ورکولے شئ. آخرى سلام٧ تاسو به زما په حقله زمُونږ دَ خوږ ورور اَؤ وفادار خدمت ګار تخيکوس نه واؤرئ چه دَ مالِک په کار کښے زمُونږ ملګرے دے. ٨ ما هغه دَ دے دَ پاره دروليږلو چه تاسو زمُونږ په حال خبر کړى اَؤ تسلى درکړى. ٩ اَؤ دَ هغۀ زمُونږ اِتبارى اَؤ خوږ ورور اونيسيموس هم درځى اَؤ هغه ستاسو نه يو دے. هغوئ به تاسو ته دَ دے ځائے په باب کښے ټولے خبرے وکړى. ١٠ اريسترخوس چه ما سره قيدى دے،سلام درليږى،اَؤ دغه شان دَ برنبا تربُور مرقوس هم،دَ چا په حقله چه تاسو ته حُکم درکړے شوے وُو چه که هغه راغے نو ښۀ هر کلے ئے وکړئ، ١١ اَؤ يسوع چه ورته يُوستوس وائى هم سلام وائى. دوئ له يهُوديانو نه درے کسان دى چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ په کار کښے زما ملګرى دى اَؤ په هغوئ زما لويه تسلى ده . ١٢ دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم اِپفراس چه ستاسو نه يو دے،دَ هغۀ هم سلام قبُول کړئ. هغه تل ستاسو دَ پاره لاس په دُعا دے چه تاسو دِ کاملان اَؤ دَ مضبُوطے عقيدے خاوندان شئ اَؤ دَ خُدائے په مرضئ چليدُونکى پاکان شئ. ١٣ زَۀ دَ هغۀ ګواه يم چه هغه ستاسو دَ پاره اَؤ دَ لوديکيه اَؤ دَ هيراپولس دَ خلقو دَ پاره ډيره خوارى کوى. ١٤ اَؤ خوږ طبيب لُوقا اَؤ ديماس درته سلام وائى. ١٥ دَ لوديکيه ورُوڼو اَؤ نمفاس اَؤ دَ هغے دَ کور جماعت ته سلام ووايئ. ١٦ اَؤ هر کله چه دا خط ولولئ نو بيا ئے دَ لوديکيه په جماعت کښے هم واؤروئ،اَؤ هغه خط چه دَ لوديکيه نه راشى نو هغه تاسو هم ولولئ. ١٧ اَؤ ارخيپوس ته ووايئ چه”کُوم خدمت چه په مالِک کښے تا ته سپارلے شوے دے،هغه پُوره کړه.“ ١٨ زَۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما زنځيرُونه په ياد ساتئ! په تاسو دِ دَ خُدائے فضل وى. |
||