اَعمال دَ رسُولانو

نهم باب

دَ ساؤل په عيسىٰ ايمان راؤړل

۱په دے دوران کښے ساؤل لا اوس هم دَ مالِک عيسىٰ منُونکو ته دَ قتل دړکے کولے. هغه مشر کاهن ته لاړو. ۲اَؤ درخواست ئے ورته وکړو اَؤ دَ دمشق دَ عبادت خانو په نُوم ئے دَ دے مضمُون اَؤ اِختيار خطونه وغُوښتل چه که څوک دَ دے دين په لاره ووينم که سړے وى اَؤ که ښځه، ټول به ګرفتار کړم اَؤ بيتُ المُقدس ته به ئے راولم.

۳هغه لا په لاره وو اَؤ دمشق ته ورنزدے کيدو چه ناڅاپى له آسمان نه يوه رڼا دَ هغۀ ګير چاپيره وځليدله. ۴هغه په مزکه راپريوتو اؤ داسے يو آواز ئے واؤريدو چه ”ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے ربړوے؟“

۵هغۀ تپوس وکړو، ”مالِکه! تۀ څوک يئے؟“

جواب راغے چه ”زَۀ عيسىٰ يم چه تۀ ئے ربړوے. ۶خو پاڅه اَؤ ښار ته لاړ شه اَؤ تا ته به وښايلے شى چه تا ته څۀ کول په کار دى.“

۷په دے دوران کښے کُوم سړى چه دَ هغۀ ملګرى وُو، هغوئ غلى ولاړ وُو. هغوئ آواز خو واؤريدو خو هيڅوک ئے ونۀ ليدو. ۸نو ساؤل له مزکے نه راپورته شو خو څۀ ئے ليدے نۀ شُو، نو هغوئ هغه دَ لاسه ونيولو اَؤ دمشق ښار ته ئے راوستو. ۹اَؤ هغۀ تر دريو ورځو پورے څۀ نۀ ليدل اَؤ نۀ ئے څۀ خوراک څښاک کولو.

۱۰په دمشق کښے يو دَ عيسىٰ منُونکے سړے وو چه نُوم ئے حننياه وو. هغۀ رويا وليده اَؤ دَ مالِک دا آواز ئے واؤريدو چه وئيل ئے، ”اَئے حننياه!“

هغۀ جواب ورکړو چه ”مالِکه! زَۀ حاضر يم.“

۱۱مالِک هغۀ ته ووئيل چه ”سمدستى هغه کُوڅے ته لاړ شه چه ورته نيغه وئيلے شى اَؤ دَ يهُوداه کره ورشه اَؤ دَ ترسوس نه يو سړے راغلے چه ساؤل ئے نُوم دے، تپوس ئے وکړه. تۀ به هغه په دُعا ووينے. ۱۲هغۀ رويا وليده چه دَ حننياه نُوم سړے دَ ننه راځى اَؤ په هغۀ خپل لاس کيږدى اَؤ نظر ئے وشى.“

۱۳خو حننياه جواب ورکړو چه ”مالِکه! ما ډير ځله دَ دے سړى په حقله آؤريدلى دى اَؤ کُومے بدئ چه دَۀ ستا دَ منُونکو سره په بيتُ المُقدس کښے کړى دى، دَ هغے نه هم خبر يم. ۱۴اَؤ هغه له مشر کاهن نه دَ دے اِختيار سره دلته راغلے دے چه هغه ټول خلق ګرفتار کړى څوک چه ستا نُوم يادوى.“

۱۵خو مالِک هغۀ ته ووئيل چه ”تۀ ضرور لاړ شه ځکه چه دا سړے مے دَ خپل خدمت دَ پاره غوره کړے دے څوک چه به غيرو قومُونو اَؤ دَ هغو بادشاهانو اَؤ اِسرائيليانو ته زما نُوم څرګندوى. ۱۶زَۀ به په خپله هغۀ ته هغه څۀ وښايم چه هغۀ ته به زما دَ خاطره څومره زغمل وى.“

۱۷نو په دے حننياه روان شو اَؤ هغه کور ته ورغلو اَؤ په ساؤل ئے خپل لاسُونه کيښول اَؤ وئے وئيل چه ”زما وروره ساؤله! مالِک عيسىٰ چه په تا په لارے پيښ شوے وو، هغۀ زَۀ تا ته په دے عرض را استولے يم چه ستا نظر بيا وشى اَؤ تۀ په رُوحُ القُدس معمُور شے“ ۱۸اَؤ سمدستى هغۀ ته داسے معلُوميده لکه چه دَ هغۀ دَ سترګو نه پوټکى لرے شول اَؤ هغۀ بيا نظر ومُوندلو. هغه بيا پاڅيدو اَؤ بپتسمه ئے واخسته. ۱۹اَؤ دَ هغے نه پس هغۀ ډوډئ وخوړه اَؤ په وجُود کښے ئے طاقت پيدا شو.

په دمشق کښے دَ ساؤل وعظ

۲۰ساؤل يو څو ورځے په دمشق کښے دَ عيسىٰ منُونکو سره پاتے شو اَؤ سمدستى ئے په عبادت خانو کښے دَ عيسىٰ په حق کښے وعظ کاوو چه دا دَ خُدائے زوئے دے.

۲۱چا چه دا واؤريدل نو حق حيران شول اَؤ وئے وئيل چه ”دا هغه سړے نۀ دے څۀ چا چه په بيتُ المُقدس کښے هغه خلق وژل چه دَ عيسىٰ نُوم به ئے يادولو؟ اَؤ آيا دَئے خاص په دے غرض دلته نۀ وو راغلے چه دغه خلق ګرفتار کړى اَؤ مشر کاهن له ئے بوزى؟“

۲۲خو دَ ساؤل وعظ ورځ په ورځ نور هم اثرناک کيدو اَؤ دَ دمشق يهُوديان ئے په خپلو مضبوطو دلائيلو خاموش کول چه عيسىٰ هم مسيح دے.

۲۳کله چه ډيرے ورځے تيرے شوے نو يهُوديان راغونډ شول اَؤ دَ ساؤل دَ مرګ سازش ئے وکړو. ۲۴خو دَ هغوئ سازش هغۀ ته معلُوم شو. هغوئ دَ ورځے اَؤ دَ شپے دَ ښار دَ دروازو څوکئ شروع کړه، دَ دے دَ پاره چه هغه قتل کړى. ۲۵خو دَ هغۀ ملګرو هغه دَ شپے مال دَ ښار په ديوال په يوه ټوکرئ کښے ښکته کُوز کړو.

ساؤل په بيتُ المُقدس کښے

۲۶کله چه ساؤل بيتُ المُقدس ته ورسيدو نو هغۀ کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ منُونکو سره يو ځائے شى اَؤ په ډله کښے ئے شامل شى خو هغوئ ټول دَ هغۀ نه ويريدل ځکه چه دَ هغوئ په دے يقين نۀ راتلو چه ګنى هغۀ ايمان راؤړے دے. ۲۷خو برنبا هغه دَ لاسه ونيولو، رسُولانو له ئے بوتلو اَؤ دَ هغوئ سره ئے پيژندګلى وکړه اَؤ هغوئ ته ئے هغه قِصه تيره کړه چه ساؤل دَ سفر په دوران کښے مالِک څنګه ليدلے اَؤ دَ هغۀ آواز ئے آؤريدلے وو اَؤ دا چه هغۀ په دمشق کښے څرنګ په زړه ورتيا سره دَ عيسىٰ په باب کښے وعظ کاوو. ۲۸بيا ساؤل دَ هغوئ سره پاتے شو اَؤ په بيتُ المُقدس کښے دَ هغوئ سره آزاد ګرزيدو، اَؤ هغۀ ښۀ په زړه ورتيا اَؤ په ډاګه دَ مالِک په باب کښے وعظ کاوو. ۲۹اَؤ دَ يُونانى ژبه ويُونکو يهُوديانو سره ئے خبرے اَؤ مُناظرے کولے، خو هغوئ بيا دَ هغۀ دَ قتل کوشش وکړو. ۳۰اَؤ کله چه دَ عيسىٰ منُونکى دَ دے نه خبر شول نو هغوئ ورسره تر قيصريه پورے جلب وکړو اَؤ ترسوس ته ئے رُخصت کړو.

۳۱په دے دوران کښے په يهُوديه، ګليل اَؤ سامريه کښے هر چرته جماعت په قلاره وو اَؤ مضبوطيا ئے ومُونده اَؤ دَ مالِک په ويره کښے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په ملګرتيا کښے ئے ترقى مُونده اَؤ شمير ئے زياتيدو.

دَ اينياس روغول

۳۲اَؤ پطروس په هر ځائے ګرزيدو. يو ځل هغه لُده نومے ځائے ته دَ عيسىٰ منُونکو ليدو له راغے. ۳۳هلته هغۀ اينياس نُومے سړے وليدو چه دَ اتو کالو راسے دَ فالج دَ لاسه په کټ کښے پروت وو. ۳۴پطروس هغۀ ته ووئيل چه ”اينياسه! عيسىٰ مسيح دِ جوړوى! پاڅه اَؤ بستره دِ ونغاړه.“ اَؤ هغه سمدستى پاڅيدو. ۳۵څوک چه په لُده اَؤ شارون کښے اوسيدل، هغوئ دَئے وليدو اَؤ مالِک ته ئے رجُوع وکړه.

دَ ډور کاس بيا ژوندے کول

۳۶په يافا کښے تبيتا نومے يوه عيسىٰ منُونکى وه چه په يُونانى کښے ورته ډورکاس يعنے هوسئ وائى، چه خپلے ورځے ئے په نيکئ اَؤ سخاوت کښے تيرولے. ۳۷په دغه ورځو کښے هغه ناجوړه شوه اَؤ مړه شوه اَؤ هغوئ هغے له غُسل ورکړو اَؤ پاس په بالاخانه کښے ئے کيښودله. ۳۸اَؤ لُده اَؤ يافا دواړه يو بل ته نزدے وُو، نو عيسىٰ منُونکو ته چه دا پته لګيدلے وه چه پطروس هلته نزدے راغلے دے، هغوئ ورپسے دوه سړى واستول اَؤ دا تاکيد ئے ورته وکړو چه ”مهربانى وکړه اَؤ بے ډيله دلته راشه.“ ۳۹اَؤ پطروس ورسره سمدستى راروان شو. کله چه هغه راغے نو هغوئ پاس بالاخانے ته بوتلو اَؤ واړه کونډے ښځے ورته راټولے شوے اَؤ په سرو سترګو ئے ورته ژړل اَؤ هغه جامے ئے ورته وښولے کُومے چه تبيتا جوړے کړے وے، کله چه دَ هغوئ سره وه. ۴۰خو پطروس هغوئ ټولے بهر کړے اَؤ په زنګنُونو شو اَؤ دُعا ئے وغوښتله، بيا ئے مړى ته مخ راوګرزولو اَؤ وئے وئيل چه ”تبيتا! پورته شه!“ هغے خپلے سترګے وغړولے اَؤ چه پطروس ئے وليدلو نو کښيناستله. ۴۱پطروس هغے له لاس ورکړو اَؤ هغه ئے په پښو ودروله، بيا هغۀ ټول خُدائے منُونکى اَؤ هغه کونډے ښځے هم راوغوښتلے اَؤ هغوئ ته ئے ژوندئ وښودله. ۴۲دا خبره په ټوله يافا کښے خوره شوه اَؤ ډيرو خلقو په مالِک ايمان راوړو. ۴۳اَؤ پطروس څۀ مُوده په يافا کښے دَ شمعُون نومے څميار سره پاتے شو.