اَعمال دَ رسُولانو

اَتم باب

۱اَؤ ساؤل هم په هغه کسانو کښے وو چه دَ هغۀ په مرګ راضى وُو.

دَ ساؤل جماعت ربړَول

اَؤ هم هغه ورځ دَ بيتُ المُقدس په جماعت سخت ربړول شروع شول اَؤ دَ رسُولانو نه بغير نور ټول عيسىٰ منُونکى دَ يهُوديه اَؤ سامريه په ملکُونو کښے خوارۀ وارۀ شوى وُو. ۲ستِفانوس عيسىٰ منُونکو ښخ کړو اَؤ هغوئ ډيره ژړا پرے وکړه.

۳په دے دوارن کښے ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ننوتو اَؤ عيسىٰ منُونکى سړى اَؤ ښځے ئے نيول اَؤ قيد خانے ته ئے بوتلل.

په سامريه کښے دَ زيرى وعظ کول

۴اَؤ هغه دَ عيسىٰ منُونکى چه په ملک کښے خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ په هر ځائے کښے دَ کلام زيرے آؤرولو. ۵نو فيليپوس دَ سامريه يو ښار له راغے اَؤ هغوئ ته ئے دَ مسيح په باب کښے وعظ وکړو. ۶اَؤ هغه ګڼو خلقو چه دَ فيليپوس خبرے په غور واؤريدلے اَؤ دَ هغۀ مُعجزے ئے وليدلے نو دَ هغۀ وعظ ته ئے غوږ کيښودلو ۷چه دَ ډيرو پيريانو نيولو نه پيريان په اُوچتو چغو راووتل اَؤ ډير شل اَؤ ګوډ خلق روغ شول. ۸اَؤ په هغه ښار کښے لويه خوشحالى وه.

۹اَؤ په هغه ښار کښے شمعُون نومے يو سړے وو چه دَ څۀ مُودے نه دَ جادُو په زور ئے سامريان خپل ځان ته را اړولى وُو اَؤ ځان ئے لوئے ګڼلو. ۱۰اَؤ هغوئ ټولو لويو اَؤ وړو دَ هغۀ خبرے په غور آؤريدلے وے. هغوئ وئيل چه ”دا سړے دَ خُدائے هغه قُدرت دے چه ورته لوئے وائى.“ ۱۱هغوئ دَ هغۀ خبرے ځکه آؤريدلے چه تر ډيرے مُودے ئے دَ خپل جادُو په زور حيران کړى وُو. ۱۲خو چه هغوئ دَ فيليپوس په هغه زيرى ايمان راؤړو چه دَ خُدائے په بادشاهئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح دَ نُوم په باب کښے ئے آؤرولو نو هغه سړو اَؤ ښځو بپتسمه واخستله. ۱۳تر دے چه شمعُون په خپله ايمان راوړو اَؤ بپتسمه ئے واخستله اَؤ دَ دے نه پس فيليپوس سره پاتے شو اَؤ هغه دَ دے زورَورو نخښو اَؤ عجيبه کارُونو په وجه حيران پاتے شو.

۱۴بيا په بيتُ المُقدس کښے رسُولانو واؤريدل چه سامريانو دَ خُدائے کلام قبُول کړو نو هغوئ پطروس اَؤ يوحنا ورواستول. ۱۵هغوئ هلته لاړل اَؤ دَ عيسىٰ منُونکو دَ پاره ئے دُعا وکړله چه په دوئ دِ رُوحُ القُدس نازل شى. ۱۶ځکه چه تر دے وخته په هيچا رُوحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ بس دَ مالِک عيسىٰ په نُوم بپتسمه اخستے وه. ۱۷نو پطروس اَؤ يوحنا په هغوئ لاسُونه کيښودل اَؤ هغوئ له رُوحُ القُدس نه معمُور شول.

۱۸کله چه شمعُون وليدل چه دَ رسُولانو دَ لاس په کيښودو رُوحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پيسے وړاندے کړے، ۱۹اَؤ وئے وئيل چه ”ما ته هم دغه طاقت راکړئ چه زَۀ په چا لاس کيږدم نو چه هغه په رُوحُ القُدس معمُور شى.“

۲۰نو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پيسے دِ تا سره غرقے شى ځکه چه ستا دا خيال وو چه دَ خُدائے بخښنه په بيعه خرڅيږى! ۲۱په دے خبره کښے ستا نۀ برخه شته نۀ حِصه ځکه چه تۀ خُدائے ته بد نيته يئے. ۲۲دَ دے بدئ نه توبه وکړه اَؤ دَ خُدائے نه دُعا وغواړه چه دَ داسے خيال کولو درته معافى وکړى. ۲۳زَۀ وينم چه تۀ ډير لالچى يئے اَؤ دَ ګُناه غُلام شوے يئے.“

۲۴نو شمعُون جواب ورکړو چه ”تاسو دَ مالک نه زما په حق کښے دُعا وغواړئ چه دا څۀ چه تا ووئيل، دا په ما رانۀ شى.“

۲۵نو هغوئ دَ شهادت اَؤ دَ مالک دَ کلام دَ آؤرولو نه پس بيرته بيتُ المُقدس ته لاړل اَؤ په لاره کښے ئے دَ سامريانو ډيرو کلو ته دَ زيرى وعظ آؤرولو.

فيليپوس اَؤ حبشى خواجه

۲۶بيا دَ رب فرښتے فيليپوس ته ووئيل، ”روان شه! اَؤ دَ بيتُ المُقدس نه غزه ته دَ سهيل په اړخ چه کُوم سړک تلے دے په هغے روان شه، دا دَ صحرا سړک دے.“ ۲۷نو هغه روان شو اَؤ په لاره کښے يو حبشى خواجه په راتلو وليدلو. دا سړے خسى وو اَؤ دَ حبش دَ کنداکى مَلِکے لوئے عهده دار اَؤ دَ هغے دَ ټولے خزانے واکمن وو. هغه بيتُ المُقدس ته عبادت له راغلے وو. ۲۸اَؤ اوس هغه کورته واپس روان وو. هغه په خپل ګاډى کښے ناست وو اَؤ دَ يشعياه نبى صحيفه ئے په زوره لوستله. ۲۹اَؤ رُوحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چه ”لاړ شه اَؤ هغه ګاډى ته نزدے شه.“ ۳۰نو فيليپوس ورمنډے کړے، نو وائے وريدل چه هغۀ دَ يشعياه نبى صحيفه په زوره لوستله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تۀ چه څۀ لولے په دے پوهيږے هم څۀ؟“

۳۱هغۀ ووئيل، ”زَۀ پرے څنګه پوهيدے شم تر څو ئے چه څوک راته تشريح ونۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ خواست وکړو چه ”ګاډى ته راوخيژه اَؤ ما سره کښينه.“ ۳۲هغۀ چه کُومه صحيفه لوستله هغه دا وه : 

”هغه دَ ګډے په شان حلالولو له بوتلے شو

اَؤ دَ هغه ګډُورى په شان چه سکښتُونکى ته چُپ وى

اَؤ خپله خُلۀ نۀ پرانزى.

۳۳هغه سپک کړے شو اَؤ ورسره انِصاف ونۀ شو.

اَؤ څوک به دَ هغۀ دَ نسل بيان وکړى؟

ځکه چه دَ هغۀ ژوند له مزکے نه ختم کړے شو.“

۳۴اَؤ خواجه فيليپوس ته ووئيل، ”مهربانى وکړه، دا راته وښايه چه دلته نبى دَ چا په باب کښے خبرے کوى؟ دَ خپل ځان په حقله يا دَ بل چا په حقله؟“ ۳۵فيليپوس دَ صحيفے دَ دے حصے نه خبرے شروع کړے اَؤ دَ عيسىٰ په حق کښے ئے زيرے آؤرولو. ۳۶اَؤ چه دوئ په سړک روان وُو نو يو داسے ځائے ته ورسيدل چرته چه اوبۀ وے نو خواجه ووئيل چه ”ګوره! دلته اوبۀ هم شته، نو ما اوس دَ بپتسمه آخستلو نه څۀ شے منع کولے شى؟“ ۳۷فيليپوس ووئيل ”که تۀ دَ زړۀ ايمان لرے نو بيا ئے آخستے شے.“ هغۀ ځواب ورکړو چه ”زَۀ ايمان لرم چه عيسىٰ مسيح دَ خُدائے زوئے دے.“

۳۸اَؤ هغۀ دَ ګاډى دَ ودرولو حُکم ورکړو، بيا فيليپوس اَؤ خواجه دواړه لاندے اوبو ته کُوز شول اَؤ هغۀ ته ئے بپتسمه ورکړه. ۳۹کله چه هغوئ له اوبو نه راووتل نو دَ رب رُوح فيليپوس بوتلو اَؤ بيا خواجه هغه ونۀ ليدو خو په خپله لار په خوشحالئ لاړو. ۴۰بيا فيليپوس په اشدود کښے وليدلے شو اَؤ قيصريه ته دَ رسيدو نه وړاندے ئے په ټول ملک کښے سفر وکړو اَؤ په ټولو ښارُونو کښے ئے زيرے آؤرولو.