اَعمال دَ رسُولانو

اُووم باب

دَ ستِفانوس وعظ

۱نو بيا مشر کاهن دَ ستِفانوس نه تپوس وکړو چه ”دا داسے ده څۀ؟“

۲نو ستِفانوس جواب ورکړو، ”اَئے زما ورُوڼو اَؤ دَ قوم پلارُونو! زما خبره واؤرئ! دَ جلال خاوند خُدائے زمُونږ بابا اِبراهيم ته هغه وخت ښکاره شو چه هغه لا دَ حاران په ښار کښے نۀ اوسيدو بلکه دَ ميسوپوتاميه په ملک کښے اوسيدو. ۳نو خُدائے ورته ووئيل :  ”خپل ملک اَؤ خپل خپلوان پريږده اَؤ هغه ملک ته لاړ شه چه زَۀ ئے درته ښيم.“ ۴په دے هغه دَ کلدانيانو دَ ملک نه ووتو اَؤ په حاران کښے ديره شو. دَ اِبراهيم دَ پلار دَ مرګ نه پس خُدائے هغه دے ځائے ته راوستو چرته چه اوس تاسو اوسيږئ. ۵خو خُدائے ورته يو ګز قدرے ځائے هم داسے ورنۀ کړو چه هغه ئے خپل وبولى، خو دا وعده ئے ورسره وکړه چه دا به دَ دۀ اَؤ دَ دۀ نه پس دَ دۀ دَ اَؤلاد په قبضه کښے ورکړى، سره دَ دے چه هغه وخت ئے اَؤلاد لا نۀ وو. ۶خُدائے ورته داسے ووئيل چه :  ”دَ اِبراهيم اَؤلاد به په پردى ملک کښے دَ مُسافرو په شان اوسيږى اَؤ تر څلورو سوو کالو پورے به ورسره زياتے کيږى اَؤ غُلامان به وى.“ ۷اَؤ خُدائے ووئيل چه :  ”زَۀ به هغه قوم ته چه دوئ ئے غُلامان وى حُکم وکړم اَؤ دَ هغے نه پس به هغوئ آزاد شى اَؤ په دے ځائے کښے به زما عبادت کوى.“ ۸نو بيا خُدائے دَ اِبراهيم سره دَ سُنت وعده وکړله. اَؤ چه له اِبراهيم نه اِسحاق پيدا شو نو هغۀ په اتمه ورځ سُنت کړو اَؤ هغه شان اِسحاق دَ خپل زوئے يعقُوب، اَؤ يعقُوب دَ خپلو زامنو چه وروستو دَ دولسو قبيلو مشران شول.

۹خو دَ يُوسف ورُوڼو دَ حسد په وجه يُوسف خرڅ کړو اَؤ دغه شان هغه مصر ته ورسيدو. خو خُدائے دَ هغۀ مل وو، ۱۰اَؤ هغه ئے دَ خپلو ټولو تکليفونو نه خلاص کړو. اَؤ خُدائے هغۀ ته داسے فضل اَؤ حِکمت ورکړو چه دَ مِصر دَ فرعون په وړاندے مقبُول شو اَؤ فرعون دَئے دَ ټول مصر اَؤ خپلے شاهى کورنئ واکدار کړو. ۱۱خو په ټول مِصر اَؤ دَ کنعان په ملک قحط راغے اَؤ سخته تنګسيا راغله اَؤ زمُونږ دَ پلارُونو سره دَ خوراک هيڅ شے نۀ وو. ۱۲خو کله چه يعقُوب واؤريدل چه هلته په مِصر کښے غله شته نو هغۀ زمُونږ پلارُونه په اول ځل هلته واستول. ۱۳په دويم ځل يُوسف خپلو ورُوڼو ته خپل ځان څرګند کړو اَؤ فرعون ته دَ هغۀ دَ خاندان په حقله پته ولګيده. ۱۴نو يُوسف خپل پلار يعقُوب اَؤ خپلو ټولو رشته دارانو ته چه شمار کښے ټول ټال پينځۀ اؤيا کسان وُو، بلنه ورکړه. ۱۵اَؤ بيا يعقُوب مِصر ته لاړو اَؤ هلته هغه اَؤ زمُونږ پلارُونه نيکُونه مړۀ شول. ۱۶اَؤ دَ هغوئ لاشُونه بيا شِکم ښار ته يووړے شول اَؤ هلته په قبرونو کښے ښخ کړے شول، کُوم چه اِبراهيم دَ بنى همور نه په شِکِم ښار کښے په بيعه اخستے وو.

۱۷کله چه دَ اِبراهيم سره دَ خُدائے هغه کړے وعده دَ پُوره کيدو وخت رانزدے شو نو زمُونږ قوم په مصر کښے په شمير زيات شو. ۱۸آخر دا چه په مصر کښے يو بل بادشاه په تخت کښيناستو چا چه يُوسف نۀ پيژندو. ۱۹هغۀ زمُونږ دَ قوم سره ټګى وکړله اَؤ زمُونږ مشران ئے په ظُلم دے ته مجبور کړل چه خپل بچى بهر وغورزوى چه ژوندى پاتے نۀ شى. ۲۰هم په دغه وخت مُوسىٰ پيدا شو. هغه يو ښکلے ماشوم وو اَؤ دَ خُدائے خوښ وو اَؤ تر دريو مياشتو پورے هغه دَ خپل پلار په کور کښے وساتلے شو. ۲۱اَؤ هر کله چه هغه وغورزولے شو نو دَ فرعون لُور په خپله هغه واخستو اَؤ دَ خپل زوئے په شان ئے وساتلو. ۲۲نو مُوسىٰ دَ مصريانو دَ ټول حکمت اَؤ پوهے تعليم ومُوندو اَؤ هغه په کارُونو اَؤ کلام کښے ښۀ قابل شو.

۲۳مګر چه هغه دَ څلويښتو کالو شو، نو دَ هغۀ په زړۀ کښے دا خيال پيدا شو چه هغه دَ خپلو وطنيانو اِسرائيليانو سره ليدۀ کاتۀ وکړى. ۲۴هغۀ وکتل چه په هغوئ کښے دَ يو سره بد سلُوکى وشوه نو هغه دَ هغۀ دَ مدد دَ پاره ورغلو اَؤ دَ مظلُوم بدل ئے دَ مِصرى نه واخستو اَؤ مړ ئے کړو. ۲۵اَؤ دَ هغۀ خيال وو چه دَ دَۀ وطنيان به په دے پوهه شى چه دَ دَۀ په وسيله خُدائے ورته خلاصُون ورکوى، خو هغوئ پوهه نۀ شول. ۲۶بله ورځ هغۀ دوه داسے کسان وليدل چه سره جنګيدل، اَؤ دَ هغوئ دَ جګړے دَ ختمولو کوشش ئے وکړو. مُوسىٰ ورته ووئيل چه :  ”اَئے زلمو! تاسو خو ورُوڼه يئ، نو ولے تاسو دَ يو بل سره بد سلُوکى کوئ؟“ ۲۷خو کُوم يو زلمى چه دَ خپل ګاونډى سره ظلم کولو نو دَئے ئے ديکه کړو اَؤ وئے وئيل چه ”دا تۀ لا چا په مُونږ حاکم اَؤ مُنصف جوړ کړے؟ ۲۸آيا تۀ ما هم دَ پرونى مِصرى په شان مړ کول غواړے څۀ؟“ ۲۹مُوسىٰ دَ دے خبرے په آؤريدو دَ ملک نه وتښتيدو اَؤ دَ ميديانو په ملک کښے ديره شو. هلته دَ هغۀ دوه زامن پيدا شول.

۳۰کله چه څلويښت کاله پُوره شول نو دَ سينا دَ غر په صحرا کښے يو دَ اور لمبے وهُونکى بوټى دَ شُغلو نه يوه فرښته ورته ښکاره شوه. ۳۱مُوسىٰ دَ هغے په ليدو حيران شو خو چه هغه دَ ښۀ ليدو دَ پاره ورنزدے شو نو دَ رب آواز ئے واؤريدو چه :  ۳۲”زَۀ ستا دَ پلارُونو نيکُونو خُدائے يم، دَ اِبراهيم اَؤ دَ اِسحاق اَؤ دَ يعقُوب خُدائے يم.“ اَؤ مُوسىٰ دَ ويرے نه رپيدو اَؤ ورته ئے کتلے نۀ شول. ۳۳بيا رب هغۀ ته ووئيل :  ”خپل پيزار وباسه، په کُوم ځائے چه تۀ ولاړ يئے، دا پاکه مزکه ده. ۳۴ما بے شکه ليدلى دى چه زما خلق په مِصر کښے څومره په تکليف کښے دى. دَ هغوئ اسويلى مے آؤريدلى دى اَؤ زَۀ دَ هغوئ دَ خلاصُون دَ پاره راکُوز شوے يم. نو اوس پاڅه چه زَۀ تا مصر ته وليږم.“

۳۵دا مُوسىٰ چه اِسرائيليانو په دے ټکو رد کړے وو چه تۀ چا زمُونږ حاکم اَؤ مُنصف جوړ کړے يئے؟ هم دغه سړے خُدائے په خپله حاکم اَؤ خلاصوُونکے مُقرر کړو. دَ هغه فرښتے په وسيله ئے وليږلو چه ورته په بوټى کښے ښکاره شوے وه. ۳۶هم دغه مُوسىٰ وو چه هغوئ ئے دَ مصر نه بهر وويستل اَؤ په مصر اَؤ په بحرِ قُلزم کښے اَؤ تر څلويښتو کالو پورے ئے په صحرا کښے عجيبه کارُونه اَؤ نخښے ښکاره کولے. ۳۷دا هم هغه مُوسىٰ دے چه اِسرائيليانو ته ئے ووئيل :  ”خُدائے به تاسو ته دَ خپل قوم نه ستاسو دَ پاره زما په شان يو نبى پيدا کړى.“ ۳۸کله چه دوئ په صحرا کښے راغونډ شوى وُو نو دغه مُوسىٰ دَ سينا په غرۀ دَ فرښتے سره اَؤ زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو سره ئے خبرے وکړے، اَؤ دَ خُدائے هغه ژوندے کلام ئے ومُوندو چه مُونږ ته ئے راورسوى.

۳۹خو زمُونږ پلارُونو نيکُونو دَ هغۀ مشرى ونۀ منله. هغوئ هغه رد کړو اَؤ هغوئ دا غوښتل چه مصر ته بيرته لاړ شى. ۴۰اَؤ هارُون ته ئے ووئيل چه :  ”مُونږ له داسے خدايان جوړ کړه چه زمُونږ نه وړاندے ځى. هغه مُوسىٰ چه مُونږ ئے دَ مِصر نه راويستلو، خبر نۀ يو چه په هغۀ څۀ وشول.“ ۴۱نو هغه وخت هغوئ دَ سخى په شکل يو بُت جوړ کړو اَؤ هغه بُت ته ئے قُربانى وکړه اَؤ دَ خپلو لاسُونو جوړ شوى څيز دَ پاره ئے خُوشحالى وکړله. ۴۲خو خُدائے دَ هغوئ نه مخ واړولو اَؤ هغوئ ئے پريښودل چه دَ آسمان دَ لښکر عبادت وکړى لکه چه دَ نبيانو په کتاب کښے ليکلى دى : 

”اَئے اِسرائيليانو! آيا تاسو ما ته په صحرا کښے

دَ هغه څلويښتو کالو قُربانئ پيش کړے؟

۴۳نه! تاسو خو دَ مولک خيمه اَؤ دَ رفان خُدائے ستورے ځان ته واخستلو،

هغه بُتان چه تاسو دَ سجدو دَ پاره جوړ کړى وُو.

نو زَۀ به تاسو دَ بابل نه هغه خوا بوزم.“

۴۴زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو سره په صحرا کښے دَ شهادت خيمه وه، لکه چه مُوسىٰ ته خُدائے حُکم کړے وو چه په هغه رنګ ئے جوړه کړه په کوُمه نمُونه چه هغۀ ليدلے وه. ۴۵اَؤ پلارُونو نيکُونو دَ يشوع سره هغه خيمه راؤړه، کله چه هغوئ دَ هغه قومُونو په ملک قبضه وکړه کُوم چه دَ دوئ په وړاندے خُدائے وويستل. دا خيمه دَ داؤد تر ورځو پورے وه. ۴۶په داؤد دَ خُدائے فضل وو چه دا سوال ئے وکړو چه دَ يعقُوب دَ خُدائے دَ پاره دَ ديرے جوړولو اِجازت راکړه. ۴۷خو سليمان دَ هغۀ دَ پاره کور جوړ کړو.

۴۸سره دَ دے چه الاعلىٰ دَ سړو په جوړ کړو کُورُونو کښے نۀ اوسى، لکه چه نبى وائى : 

۴۹”آسمان زما تخت دے اَؤ مزکه زما دَ پښو تکيه ده

تاسو به زما دَ پاره څۀ قِسم کور جوړ کړئ؟

رب وائى چه زما دَ آرام ځائے چرته دے؟

۵۰آيا دا ټول څيزُونه ما نۀ دى جوړ کړى؟“

۵۱تاسو څومره سرکښ يئ! په زړُونو کښے لا تر اوسه کافر اَؤ رښتياؤ ته کاڼۀ يئ! تاسو هميشه دَ رُوحُ القُدس سره جنګيږئ لکه چه ستاسو پلارُونو نيکُونو کول! ۵۲داسے يو نبى هم شته چه ستاسو پلارُونو نۀ وى عذابولے؟ هغوئ هغه نبيان ووژل چه دَ صادِق دَ راتلو پيشن ګوئى ئے کړے وه. اَؤ اوس تاسو په هغه صادِق مُخبرى وکړه اَؤ مړ مو کړو. ۵۳تاسو ته دَ خُدائے دَ فرښتے په وسيله شريعت درکړے شو خو تاسو امانت ونۀ ساتلو!“

دَ ستِفانوس سنګسار کيدل

۵۴دَ جرګے دَ خلقو په دے خبره زړُونه سُورى شول اَؤ په غُصه کښے ئے غاښُونه چيچل. ۵۵اَؤ ستِفانوس چه په رُوحُ القُدس معمُور وو اَؤ آسمان ته ئے ځير وکتل نو هغۀ دَ خُدائے جلال وليدو اَؤ عيسىٰ دَ خُدائے ښى لاس ته ولاړ وو. ۵۶هغۀ ووئيل چه ”ګورئ! آسمان پرانستے دے اَؤ زَۀ اِبن آدم دَ خُدائے په ښى لاس ولاړ وينم!“

۵۷په دے هغوئ په زوره چغے کړے اَؤ خپل غوږُونه ئے بند کړل. بيا هغوئ په هغۀ ورمنډے کړے، ۵۸اَؤ هغه ئے دَ ښار نه بهر وويستو اَؤ سنګسار ئے کړو. اَؤ ګواهانو خپلے جامے دَ ساؤل نُومے يو ځوان سړى په پښو کښے کيښولے. ۵۹نو هغوئ ستِفانوس سنګسار کړو اَؤ چه هغوئ داسے وکړل نو هغۀ چغے کړے چه ”اَئے مالِکه عيسىٰ! زما رُوح قبُول کړه!“ ۶۰بيا هغه په زنګُنونو شو اَؤ په زوره ئے چغے کړے، ”مالِکه! دوئ په دے ګُناه مه نيسه!“ اَؤ دا وئيلو سره ئے ساه ورکړه.