اَعمال دَ رسُولانو

دوه ويشتم باب

۱”اَئے وروُڼو اَؤ مشرانو! واؤرئ چه زَۀ درته خپله صفائى بيان کړم!“ ۲هر کله چه هغوئ په عبرانئ ژبه کښے په خبرو واؤريدلو نو هغوئ ورته ښه په خاموشئ غوږ ونيولو. هغۀ ووئيل : 

۳”زَۀ سُوچه يهُودى يم، دکلکيه په ښار ترسوس کښے پيدا شولم، زَۀ په دغه ښار کښے وپائيدلم اَؤ دَ ګملى ايل په شاګردئ کښے مے دَ خپلو پلارُونو نيکُونو دَ شريعت ټول تعليم تر سره کړو، اَؤ زَۀ هميشه دَ خُدائے په خدمت کښے سرګرم وم لکه څنګه چه نن تاسو ټول يئ. ۴اَؤ دغه شان ما دَ دے لارے خلق تر مرګه پورے ربړول اَؤ ګرفتارول اَؤ په ځولنو کښے به مے قيدخانو ته وراچول. ۵اَؤ په دے باب کښے زَۀ مشر کاهن اَؤ ټول اولسى مشران ګواهان لرم. هغوئ ما ته په دمشق کښے دَ يهُودى ورُوڼو دَ پاره خطُونه راکړى وُو اَؤ زَۀ دمشق ته په دے سفر وتلے وم چه هغه خلق په زنځيرُونو کښے تړلى دَ سزا دَ پاره بيتُ المُقدس ته راولم.

دَ پولوس په عيسىٰ دَ ايمان راوړلو بيان

۶اَؤ داسے وشول چه زَۀ دَ دمشق په لاره تلم اَؤ دَ غرمے وخت وو چه ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګير چاپيره وځليده ۷اَؤ زَۀ په مزکه راپريوتلم. بيا ما يو آواز واؤريدو چه ما ته ئے وئيل چه ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے عذابوے؟ ۸ما جواب ورکړو چه مالِکه! دا راته ووايه چه تۀ ئے څوک؟ هغۀ جواب راکړو چه زَۀ عيسىٰ ناصرى يم چه تۀ ئے عذابوے. ۹زما ملګرو هغه رڼا خو وليده ولے آواز ئے وانۀ وريدو چه ما سره ئے خبرے کولے. ۱۰نو ما ورته ووئيل چه مالِکه! زَۀ څۀ وکړم؟ اَؤ مالِک جواب راکړو چه پاڅه! اَؤ دمشق ته خپل سفر جارى وساته اَؤ هلته به تا ته ټول کارُونه ښکاره کړے شى، کُوم چه تا دَ پاره مُقرر شوى دى. ۱۱هر کله چه زَۀ دَ رڼا شُغلے ړُوند کړلم نو زما ملګرو زَۀ دَ لاسه ونيولم اَؤ راروان ئے کړم اَؤ دغه شان دمشق ته راورسيدلم.

۱۲هلته حننياه نومے يو سړے وو چه په شريعت ټينګ ولاړ وو اَؤ دَ هغه ځائے په ټولو يهُوديانو کښے ښۀ نيک نام وو. ۱۳هغه راغے، ما سره ودريدلو اَؤ راته ئے ووئيل چه ساؤله! زما وروره! سترګے وغړوه! اَؤ زَۀ سمدستى بينا شولم اَؤ هغه مے وليدلو. ۱۴هغۀ بيا ووئيل چه زمُونږ دَ پلارُونو خُدائے تۀ په دے مُقرر کړے يئے چه دَ هغۀ مرضى وپيژنے اَؤ هغه صادِق خادم ووينے اَؤ دَ هغۀ آواز واؤرے. ۱۵ځکه چه په دُنيا کښے به تۀ دَ هغۀ شاهدى کوے چه څۀ دے ليدلى اَؤ آؤريدلى دى. ۱۶نو اوس تۀ ډيل ولے کوے؟ سمدستى بپتسمه واخله اَؤ دَ هغۀ دَ نُوم په يادولو له ګُناهُونو نه پاک شه.

دَ پولوس غير قومُونو ته استول

۱۷کله چه زَۀ بيتُ المُقدس ته واپس راغلم اَؤ ما دَ خُدائے په کور کښے دُعا کوله چه زَۀ بے خوده شولم. ۱۸اَؤ مالِک مے وليدو چه ما ته وائى چه تادى کوه اَؤ سمدستى له بيتُ المُقدس نه وزه، ځکه چه دوئ به زما په حق کښے ستا شاهدى قبُوله نۀ کړى. ۱۹ما ورته ووئيل چه مالِکه! هغوئ ته دا معلُومه ده چه ما به هغه خلق قيدول اَؤ په هره عبادت خانے کښے به مے په کروړو وهل دَ چا به چه په تا ايمان وو. ۲۰اَؤ کله چه ستا په نُوم دَ شهيد ستِفانوس وينه توئے شوله نو زَۀ هلته موجُود وم اَؤ پرے راضى وم اَؤ دَ هغۀ دَ قاتلانو دَ جامو څوکئ مے کوله. ۲۱خو هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چه زَۀ تا لرے لرے غير يهُودى قومُونو ته استوم.“

پولوس اَؤ رُومى کمان افسر

۲۲تر دے خو هغوئ دَ پولوس واؤريدل، خو بيا هغوئ چغے شروع کړلے، ”برباد دِ شى داسے سړے! دَ دَۀ خو مرګ روا دے!“ ۲۳اَؤ چه هغوئ لا چغے ويستلے، خپلے چُوغے ئے خوځولے اَؤ دُوړه ئے الوزوله، ۲۴نو کمان افسر حُکم وکړو چه ”پولوس قلعه ته بوزئ اَؤ هدايت ئے وکړو چه په کروړو وهلو ئے بيان واخلئ اَؤ دا ترے معلومه کړئ چه دَ هغۀ خلاف دا دومره هنګامه ولے پورته شوى ده.“ ۲۵خو کله چه هغوئ پولوس په کروړو دَ وهلو دَ پاره وتړلو نو هغۀ هلته ولاړ صوبه دار ته ووئيل چه ”آيا تۀ داسے سړے په کروړو وهلے شے څوک چه رُومى وى؟ اَؤ بله دا چه په هغۀ باندے هيڅ جُرم هم نۀ وى ثابت شوے؟“

۲۶کله چه صوبه دار دا واؤريدل نو هغه لاړو اَؤ کمان افسر ته ئے دا خبره وکړه. هغۀ ووئيل چه ”تۀ څۀ کول غواړے؟ دا سړے خو رُومى دے!“

۲۷کمان افسر پولوس ته راغے اَؤ تپوس ئے ترے وکړو، ”ووايه چه تۀ رښتيا رُومى يئے څۀ؟“ هغۀ ووئيل چه ”هو!“

۲۸کمان افسر ورته ووئيل چه ”ما خو په لوئے قيمت دا حق آخستے دے.“ پولوس ورته ووئيل چه ”زما خو دا پيدائشى حق دے.“

۲۹نو هغه څوک چه په تفشيش مُقرر وُو، هغه ترے سمدستى لرے شول اَؤ کمان افسر په خپله هم چه دا واؤريدل چه هغه رُومى دے اَؤ ما تړلے دے نو هغه ويريدلو.

پولوس دَ جرګے په وړاندے

۳۰په بله ورځ دَ دے معلُومولو دَ پاره چه يهُوديان په پولوس څۀ اِلزام لګوى، کمان افسر دَئے آزاد کړو اَؤ مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے اولسى جرګے ته ئے حُکم ورکړو چه ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته بوتلو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرولو.