اَعمال دَ رسُولانو

شپاړسم باب

دَ پولوس اَؤ سيلاس سره دَ تيموتيوس ملګرتيا

۱پولوس دِربے اَؤ لستره ته ورسيدو. هلته تيموتيوس نُومے ايماندار سړے وو چه مور ئے يهُودى وه اَؤ دَ عيسىٰ منُونکے وه خو پلار ئے يُونانى وو. ۲هغه دَ لستره اَؤ اِکونيوم په عيسىٰ منُونکو کښے ډير نيک نام وو. ۳اَؤ پولوس چه دَ هغه ځائے نه روانيدو نو دَ تيموتيوس بوتلل ئے دَ ځان سره خوښ کړل. نو هغه ئے دَ ځان سره کړو اَؤ په هغه علاقه کښے چه کُوم يهُوديان اوسيدل، دَ هغوئ په وجه ئے سنُت کړو ځکه چه هغوئ ته معلُومه وه چه دَ هغۀ پلار يُونانى وو. ۴اَؤ چه هغوئ دَ يوے ښارئے نه بلے ښارئے ته تلل نو هغه فرمانُونه چه رسُولانو اَؤ مشرانو پرے په بيتُ المُقدس کښے فيصله کړے وه، خلقو ته حواله کول چه عمل پرے وکړى. ۵اَؤ دغه شان ورځ تر ورځ جُماعتُونه په ايمان مضبوطيدل اَؤ په شمار کښے زياتيدل.

دَ مِکدونى سړى په حقله دَ پولوس رويا

۶اَؤ هغوئ دَ فروګيه اَؤ ګلتيه په علاقو تير شول ځکه چه رُوحُ القُدس هغوئ دَ ايشيا په صوبه کښے دَ کلام آؤرولو نه منع کړى وُو. ۷اَؤ کله چه هغوئ دَ موسيه بريد ته ورسيدل نو هغوئ کوشش وکړو چه بتونيه ته ننوزى خو دَ عيسىٰ رُوح پرے نۀ ښودل. ۸نو هغوئ په موسيه تير شول اَؤ ترواس ته ورسيدل. ۹اَؤ دَ شپے پولوس رويا وليده چه يو مِکدونى سړے ولاړ دے اَؤ دا خواست ورته کوى چه ”مِکدونيه ته راپورے وزه اَؤ زمُونږ مدد وکړه!“ ۱۰اَؤ چه دا رويا ئے وليده نو مُونږ سمدستى کوشش وکړو چه مِکدونيه ته لاړ شُو. مُونږ ته داسے ښکاريدله لکه چه خُدائے راته وئيلى وى چه هغوئ ته زيرے واؤروو.

دَ لديه په مسيح ايمان راوړل

۱۱نو مُونږ له ترواس نه دَ اوبو په جهاز کښے سوارۀ شوو اَؤ نيغ ساموتراکے ته لاړلُو اَؤ په بله ورځ نياپوليس ته، ۱۲اَؤ دَ هغه ځائے نه فيليپى ته چه دَ مِکدونيه په ضلع کښے لوئے ښار دے اَؤ درُوميانو چاؤڼئ هم ده. دلته مُونږ څو ورځے تيرے کړے. ۱۳اَؤ دَ سبت په ورځ مُونږ دَ ښار دَ دروازے نه بهر دَ سيند غاړے ته لاړُو چرته چه زمُونږ خيال وو چه دَ عبادت ځائے به وى، اَؤ کښيناستلُو اَؤ هلته راجمع شوؤ ښځو سره مو خبرے وکړے. ۱۴په هغوئ کښے دَ يوے نُوم لديه وو چه دَ قيمتى اُودى رنګ جامو سوداګره وه اَؤ دَ تواتيره دَ ښار اوسيدُونکے وه چه دَ خُدائے عبادت به ئے کاوو. مالِک دَ هغے زړۀ پرانستو اَؤ هغے دَ پولوس کلام قبُول کړو. ۱۵اَؤ هغے ته سره دَ هغے دَ خاندان بپتسمه ورکړے شوه. نو بيا هغے مُونږ ته ووئيل چه ”که تاسو ما دَ مالِک ايمانداره ګڼئ نو زَۀ درته خواست کوم چه راشئ اَؤ زما په کور کښے ديره شئ.“ اَؤ هغے مُونږ ته تاکيد وکړو.

دَ فيليپى په قيد خانه کښے

۱۶يوه ورځ چه مُونږ دَ عبادت ځائے ته په لاره تلُو نو مُونږ يوه وينځه وليده چه پرے دَ غيبو وئيلو رُوح ناست وو اَؤ خپلو مالِکانو له به ئے په غيب وئيلو ډيرے پيسے ګټلے. ۱۷هغه په پولوس اَؤ مُونږ پسے راتله اَؤ چغے به ئے وهلے، ”دا دَ رب الاعلىٰ غُلامان دى اَؤ تاسو ته دَ خلاصُون لار ښيئ!“ ۱۸هغے دغه شان هره ورځ کول تر دے چه دَ پولوس نه نور زغم ونۀ شو. هغۀ رُوح ته مخ ورواړولو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ تا ته حُکم درکوم چه دَ عيسىٰ مسيح په نُوم دَ دے نه بهر راوزه!“ اَؤ هغه په هغه ساعت هم هلته ترے نه راووتو. ۱۹هر کله چه دَ جينئ مالِکانو وکتل چه دَ دوئ دَ ګټے اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس اَؤ سيلاس ونيول اَؤ په راکښلو ئے دَ بازار چوک ته حاکمانو ته راوستل. ۲۰اَؤ دوئ ئے مُنصفانو ته پيش کړل اَؤ وئے وئيل چه ”دا سړى زمُونږ په ښار کښے ګړبړ پيدا کوى بلکه دوئ يهُوديان دى. ۲۱دوئ دَ هغه رسمُونو تعليم ورکوى کُوم چه مُونږ رُوميانو ته منل اَؤ پرے عمل کول منع دى.“

۲۲اَؤ ګڼے پرے حمله وکړه اَؤ مُنصفانو دَ پولوس اَؤ سيلاس جامے وشلولے اَؤ په کروړو وهلو حُکم ئے پرے وکړو. ۲۳چه ښه ئے ووهل نو بيا ئے دوئ قيد خانے ته واچول اَؤ داروغه ته ئے حُکم وکړو چه هغوئ دَ نظر دَ لاندے ساتى. ۲۴دَ دے حُکم په مُطابق هغۀ هغوئ په قيد خانه کښے واچول اَؤ دَ هغوئ پښے ئے په کُنده کښے ورکړلے.

۲۵خو تقريباً په نيمه شپه کښے چه پولوس اَؤ سيلاس خپله دُعا کوله اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے وئيله اَؤ نورو قيديانو ورته غوږ ايښے وو، ۲۶چه ناڅاپى داسے سخته زلزله راغله چه دَ قيد خانے بنيادُونه ئے وخوځول. ټولے دروازے خلاصے شوے اَؤ دَ ټولو قيديانو بيړئ پرانستلے شوے. ۲۷خو چه داروغه له خوب نه راويښ شو اَؤ دَ قيد خانے دروازے ئے خلاصے وليدلے نو دا خيال ئے وکړو چه قيديان به تښتيدلى وى، اَؤ خپله تُوره ئے راوويستله چه ځان ووژنى. ۲۸خو پولوس چغے کړلے چه ”ځان ته څه نقصان مه رسوه ولے چه مُونږ ټول دلته يُو!“

۲۹نو داروغه رڼا راوغوښتله، ورمنډے ئے کړے اَؤ دَ پولُوس اَؤ سيلاس په وړاندے په مزکه پريوتو اَؤ دَ ويرے نه رپيدلو. ۳۰بيا هغۀ هغوئ رابهر کړل اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے صاحبانو! زَۀ څۀ وکړم چه خلاصُون حاصل کړم؟“

۳۱هغوئ ووئيل چه ”په مالِک عيسىٰ باندے ايمان راؤړه اَؤ تۀ اَؤ ستا کورنئ به خلاصُون ومُومى.“ ۳۲بيا هغوئ دَ مالِک کلام هغۀ ته اَؤ دَ هغۀ دَ کور ټولو خلقو ته واؤرولو. ۳۳نو دَ شپے په هم هغه ساعت هغۀ هغوئ بوتلل اَؤ دَ هغوئ پرهرونه ئے ووينځل، اَؤ په هغے پسے سمدستى هغۀ ته اَؤ دَ هغۀ دَ کور ټولو خلقو ته بپتسمه ورکړے شوه. ۳۴هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل اَؤ خوراک ئے ورته کيښودو اَؤ سره دَ ټولے کورنئ ئے ډيره ښادى وکړله ځکه چه هغوئ په خُدائے ايمان راوړے وو.

۳۵کله چه ورځ شوه نو مُنصفانو حاکمانو ته هدايت وکړو چه ”ورشئ اَؤ هغه سړى پريږدئ چه لاړ شى.“ ۳۶نو داروغه پولُوس ته دا خبره ورورسوله چه ”مُنصفانو دا خبر را استولے دے چه تاسو اَؤ سيلاس به خلاصولے شئ، نو اوس تاسو په آزادئ تلے شئ اَؤ په خير لاړ شئ.“

۳۷خو پولوس حاکمانو ته ووئيل چه ”هغوئ مُونږ دَ خلقو په وړاندے په کروړو ووهلُو سره دَ دے چه مُونږ رُوميان يُو اَؤ هيڅ قصُور مُو نۀ دے کړے. هغوئ مُونږ قيد خانے ته واچولُو اَؤ اوس مو دوئ په پټه وباسى څۀ؟ نه! په کار دى چه دوئ دِ په خپله راشى اَؤ مُونږ دِ بهر وباسى.“

۳۸حاکِمانو دَ دوئ دا خبره مُنصفانو ته ورسوله. مُنصفانو چه واؤريدل چه پولوس اَؤ سيلاس رُوميان دى نو وويريدل ۳۹اَؤ راغلل اَؤ دَ هغوئ نه ئے معافى وغوښتله، بيا هغوئ ورسره تر بهره جلب وکړو اَؤ مِنت ئے ورته وکړو چه دَ ښار نه لاړ شئ. ۴۰اَؤ چه دَ قيد خانے نه راووتل نو هغوئ دَ لديه کور ته لاړل اَؤ هلته ئے دَ عيسىٰ منُونکو ملګرو سره وليدل اَؤ دَ تسلئ خبرے ئے ورته وکړلے اَؤ بيا ترے روان شول.