اَعمال دَ رسُولانو

دولسم باب

دَ يعقُوب قتل اَؤ دَ پطروس ګرفتارى

۱قريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه دَ جماعت په ځنو خلقو حمله وکړه. ۲دَ هغۀ په حُکم ئے دَ يوحنا دَ ورور يعقُوب سر پريکړو. ۳اَؤ بيا چه په دے پوهه شو چه يهُوديان پرے خوشحاله دى نو بيا ئے پطروس هم ګرفتار کړو. دا کار دَ پتيرے ډوډئ دَ اَختر په ورځو کښے وشو. ۴اَؤ چه پطروس ئے ګرفتار کړو اَؤ دَ سپاهيانو دَ لاندے چه دَ څلورو څلورو سړو څلور ټولى وُو، دَ هغوئ په څوکيدارئ کښے ئے په قيد خانه کښے وساتلو. خيال ئے دا وو چه دَ فسح دَ اختر نه پس به ئے خلقو ته وړاندے کړم. ۵نو پطروس ئے په قيدخانه کښے دَ نظر لاندے وساتلو اَؤ په دے دوران کښے جماعت دَ خُدائے نه دَ هغۀ دَ پاره په جوش سره دُعا ګانے غوښتے.

دَ پطروس له قيد خانے نه خلاصيدل

۶هم په هغه شپه چه لا هيروديس دَ پطروس دَ راوړاندے کولو اِراده لرله، خو پطروس دَ دوؤ سپاهيانو په مينځ کښے په دوؤ ځنځيرُونو تړلے اُؤدۀ پروت وو اَؤ دَ دروازے نه بهر څوکيدارانو دَ دروازے څوکئ کوله. ۷چه نا څاپى دَ خُدائے يوه فرښته هلته ودريده اَؤ په کوټڼئ کښے رڼا وځليده. هغے دَ پطروس اوږه وخوزوله اَؤ راويښ ئے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زر شه! پاڅه!“ اَؤ زنځيرُونه دَ هغۀ دَ مړوندُونو نه پريوتل. ۸بيا فرښتے هغۀ ته ووئيل چه ”ملا وتړه اَؤ پيزار په پښو کړه.“ اَؤ هغۀ داسے وکړل. بيا هغے ووئيل، ”اوس خپله چُوغه واچوه اَؤ په ما پسے راځه.“ ۹هغه ورپسے ووتو اَؤ دا ورته معلُومه نۀ وه چه څۀ چه فرښته کوى، هغه حقيقت دے، خو خيال ئے وو چه ګنى رويا وينم. ۱۰خو دوئ دَ سپاهيانو اولنئ څوکئ ته ورسيدل، بيا دويمے ته اَؤ بيا دَ اوسپنے هغے دروازے ته ورسيدل چه ښار ته وزى. اَؤ دروازه ورته په خپله خلاصه شوه اَؤ دغه شان هغوئ بهر راووتل اَؤ په يوه کوڅه تير شول اَؤ فرښته دَ هغۀ نه لاړه.

۱۱بيا پطروس په خُود شو اَؤ هغۀ ووئيل چه ”اوس دا حقيقت دے چه مالِک خپله فرښته راوليږله اَؤ زَۀ ئے دَ هيروديس دَ لاسه اَؤ دَ يهُوديانو دَ ټولو اِرادو نه خلاص کړلم!“

۱۲چه هغه پوهه شو چه دا کار دغسے وشو نو هغه دَ يوحنا چه ورته مرقوس وائى، دَ هغۀ دَ مور مريم کره راغے. هلته ګڼو خلقو په يو ځائے دُعا کوله. ۱۳اَؤ چه هغۀ بهر دروازه وټکوله نو روده نُومے يوه وينځه سوال جواب ته راغله. ۱۴هغے دَ پطروس آواز وپيژندو اَؤ دومره خوشحاله شوه چه په ځائے دَ دے چه ورته دروازه خلاصه کړى هغے دَ ننه منډے کړے اَؤ هغوئ ئے خبر کړل چه پطروس بهر ولاړ دے. ۱۵هغوئ هغے ته ووئيل چه ”ته ليونئ يئے!“ خو هغه په دے ټينګه شوه چه هم دغه شان دے. بيا هغوئ ووئيل چه ”دا به ضرُور دَ هغۀ فرښته وى.“

۱۶په دے دوران کښے پطروس هغه شان دروازه ټکوله اَؤ هر کله چه هغوئ دروازه خلاصه کړه اَؤ دَئے ئے وليدو نو اريان دريان شول. ۱۷خو هغۀ دَ لاس په اِشاره هغوئ ته ووئيل چه ”چپ شئ!“ اَؤ دا قيصه ئے ورته تيره کړه چه مالِک څنګه هغه دَ قيدخانے نه راوويستو. هغۀ ووئيل چه ”يعقُوب اَؤ نور ورُوڼه په دے خبر کړئ.“ بيا هغه دَ کور نه روان شو اَؤ بل چرته لاړو.

۱۸چه سحر شو نو سپاهيان په هيبت کښے وُو چه پطروس څۀ شو؟ ۱۹هيروديس ښه ولټوو خو په مُوندلو کښے ئے پاتے راغے، بيا هغۀ دَ سپاهيانو نه تپوس وکړو اَؤ دَ هغوئ دَ مړ کولو حُکم ئے وکړو.

دَ هيروديس مرګ

دَ دے نه پس هيروديس دَ يهُوديه نه روان شو اَؤ دَ څۀ وخت دَ پاره په قيصريه کښے اوسيدو. ۲۰هغه دَ څۀ وخت راسے دَ صور اَؤ دَ صيدا خلقو ته په قهر وو نو هغوئ په يو آواز دَ هغۀ عدالت ته ورغلل. هلته هغوئ دَ بادشاه دَ خوابګاه بلستوس نومے ناظر دَ ځان سره کړو اَؤ صُلح ئے وغوښتله ځکه چه دَ هغۀ ملک دَ خوراک دَ څيزُونو دَ پاره دَ بادشاه دَ ملک محتاج وو.

۲۱نو په يوه مُقرره ورځ هيروديس شاهى لباس واغوستو، په تخت کښيناستو اَؤ هغوئ ته ئے تقرير شروع کړو. ۲۲اَؤ ګڼو خلقو چغے کړے چه ”دا خو دَ خُدائے آواز دے، نۀ چه دَ انسان!“ ۲۳نو سمدستى دَ خُدائے يوے فرښتے هيروديس ووهلو ځکه چه هغۀ دَ خُدائے تمجيد ونۀ کړو، هغه چينجو وخوړ اَؤ مړ شو.

۲۴خو دَ خُدائے کلام خوريدلو اَؤ ترقى ئے کوله.

۲۵برنبا اَؤ ساؤل ته چه کُوم يو خدمت سپارلے شوے وو، پُوره ئے کړو اَؤ دَ بيتُ المُقدس نه واپس راغلل اَؤ دَ ځان سره ئے يوحنا چه ورته مرقس وائى هم بوتلو.