|
|
||
دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خطدريم بابپه آخرى ورځو کښے دَ خلقو اَخلاقى حالت١ خو بيا دا ياد لره چه په آخرى ورځو کښے به بد وختُونه راځى. ٢ اِنسان به خود غرضه،دَ زرو دوست،لافے کوُونکے،مغروره،بد زبانه،دَ مور پلار نافرمانه،ناشُکره،بےدينه. ٣ بے مروته،سخت زړۀ،الزام لګوُونکے،نۀ غمُوونکے،تُند مِزاجه،دَ نيکئ دُښمن، ٤ دوکه باز،بے پرواه،کبرژن،دَ خُدائے په نسبت عيش زيات خوښوُونکے وى. ٥ هغوئ خو به په ظاهره دَ ديندارئ نمائش کوى خو اثر به ئے نۀ قبلوى. نو دَ داسے خلقو نه ځان ساته. ٦ په دوئ کښے هغه خلق دى څوک چه کُورونو ته په څۀ چلول ورننوزى اَؤ هغه خرابے ښځے قابُو کوى څوک چه په ګُناهُونو کښے راګيرے وى اَؤ دَ قِسما قِسم خواهشُونو په ولقه کښے وى. ٧ اَؤ سره دَ دے چه داسے ښځے هميشه دَ زده کولو کوشِش کوى خو دَ حق پيژندو ته نۀ وررسى. ٨ اَؤ څۀ رنګ چه ينيس اَؤ يمبريس دَ مُوسىٰ مُخالفت کړے وُو،هغه رنګ دوئ هم دَ حق مُخالفت کوى. دا هغسے خلق دى دَ چا عقل چه وران شوے وى اَؤ دَ ايمان په مُطابق قبُول شوے نۀ وى. ٩ خو هغوئ به ترقى ونۀ کړى ځکه چه دَ هغوئ ناپوهتيا به په ټولو خلقو ظاهره شى لکه چه دَ هغوئ هم ظاهره شوے وه. آخرى نصيحت١٠ خو تۀ زما دَ تعليم،چال چلن اَؤ ژوند دَ مقصد نه ښۀ خبر يئے اَؤ تا ته زما ايمان،زغم،مينه اَؤ صبر هم معلُوم دى. ١١ تۀ خبر يئے چه ما څنګه تکليفُونه وزغمل اَؤ څنګه وربړولے شوم،يعنے هغه تکليفُونه چه په اَنطاکيه،اِکونيوم اَؤ په لُستره کښے په ما راغلل خو مالِک زَۀ دَ هغو ټولو نه بچ کړلم. ١٢ بلکه هر څوک چه دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے په ديندارئ ژوند تيرول غواړى،هغوئ ټول به وربړولے شى. ١٣ اَؤ خراب اَؤ دوکه باز سړى به په دوکه ورکولو اَؤ دوکه خوړلو لا زيات ورانيږى. ١٤ خو تۀ په هغه خبرو چه تا زده کړے دى ا دَ کُومو چه تا ته يقين درکړے شوے وُو،په دے نيت قائم اوسه چه تا هغه دَ کُومو خلقو نه زده کړے وے. ١٥ اَؤ تۀ دَ وړُوکوالى راسے دَ هغو پاکو نوِشتو نه خبر يئے،کُومے چه تا ته په عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو دَ پاره خلاصون مُوندلو دَ پاره پوهه دربخښلے شى. ١٦ هره صحيفه دَ خُدائے دَ رُوح دَ اِلهام په وسيله ده اَؤ دَ تعليم اِلزام،اِصلاح اَؤ صداقت دَ تربيت دَ پاره فائده مند هم. ١٧ دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے بنده کامل شى اَؤ دَ هر نيک کار دَ پاره بلکل تيار شى.. |
||