دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

دويم باب

دَ مسيح عيسىٰ ښۀ سپاهى

١ نو اَئے زما زويه! ته په هغه فضل چه په مسيح عيسىٰ کښے دے،مضبُوط شه. ٢ اَؤ کُومے خبرے چه تا دَ ډيرو ګواهانو په وړاندے زما نه آؤريدلى دى هغه دَ داسے ديانتدارو سړو په حواله کړه څوک ئے چه نورو ته دَ ښودنے لائق وى.

٣ دَ مسيح عيسىٰ دَ يو ښۀ سپاهى په شان ما سره په سختو زغملو کښے شريک شه. ٤ يو سپاهى چه جنګ له ځى نو هغه دَ دُنيا په معاملو کښے ځان نۀ نښلوى دَ دے دَ پاره چه خپل افسر خوشحاله کړى. ٥ لوبغاړى هم تر څو چه په قانُونى طور لوبه ګټلے نۀ وى نو دَ ګټے سهره ورته نۀ شى به سر کيدے. ٦ کُوم دهقان چه محنت کوى نو دَ فصل وړُومبئ حِصه هغۀ ته ورکول په کار وى. ٧ څۀ چه زَۀ وايم په هغے باندے غور وکړه ځکه چه مالِک به تا ته دَ ټولو خبرو پوهه درکړى.

٨ عيسىٰ مسيح ياد ساته چه دَ مړو نه راژوندے شوے دے اَؤ دَ داؤد دَ نسل نه دے،يعنے زما دَ زيرى په مُطابق،٩ دَ چا دَ پاره چه زَۀ دَ يو بد کار په شان سختئ زغمم تر دے چه قيد هم يم،خو دَ خُدائے کلام قيد نۀ دے. ١٠ په دے وجه زَۀ دَ غوره شوو دَ خاطره دا هر څۀ په ځان تيروم دَ دے دَ پاره چه هغوئ هم دَ هغه خلاصُون چه دَ مسيح عيسىٰ په وسيله دے دَ آبدى جلال سره خاوندان شى. ١١ دا خبرے رښتيا دى چه:

”که مُونږ دَ هغۀ سره مړۀ شوُو نو دَ هغۀ سره

ژوندى هم شوُو

١٢ که مُونږ سختئ وزغمُو نو دَ هغه سره به بادشاهى هم کوُو،

که مُونږ هغه رد کړو نو هغه به مُونږ هم رد کړى.

١٣ که مُونږ بے وفا شو خو هغه به وفادار پاتے شى،

ځکه چه هغه دَ خپل ذات نه خلاف هيڅ نۀ شى کولے.“

قبُول شوے کار کُن

١٤ دا خبرے هغوئ ته وريادے کړه اَؤ دَ مالِک په وړاندے پرے دا تاکيد وکړه چه لفظى تکرار دِ ونۀ کړى،ځکه چه دَ دے نه هيڅ نۀ جوړيږى بلکه آؤريدُونکى پرے ورانيږى. ١٥ خپل ځان دَ خُدائے په وړاندے مقبُول اَؤ دَ يو داسے کار کُن په شان دَ پيش کولو کوشِش وکړه چه دَ خپل کار نه نۀ شرميږى،اَؤ څوک چه دَ حق کلام تعليم په صحيح طور ورکوى. ١٦ اَؤ دَ فضُولو خبرو نه ځان ساته چه داسے سړے نور هم په بے دينئ کښے ترقى کوى. ١٧ اَؤ دَ هغوئ خبرے لکه دَ شينى په شان ګزک زياتوى،اَؤ هُمنيناوس اَؤ فيلِتوس داسے خلق دى ١٨ اَؤ چه هغوئ په دے وينا چه قيامت شوے دے دَ حق نه ګُمراه شوى دى اَؤ دَ بعضو خلقو ايمان خرابوى. ١٩ خو بيا هم هغه بُنياد چه خُدائے ايښے دے،مضبُوط دے اَؤ په هغۀ دا ليکلى دى چه مالِک خپل خلق پيژنى،اَؤ څوک چه دَ مالِک نُوم آخلى،هغه دِ شرارت نه ځان ساتى.

٢٠ په لوئے کور کښے نۀ يواځے دَ سرو سپينو لوښى وى بلکه دَ لرګى اَؤ خاورين لوښى هم وى،چه څۀ خاص اَؤ څۀ عام وى. ٢١ پس هغه څوک چه دَ دے نه خپل ځان جُدا اَؤ پاک ساتى هغه به دَ خاص لوښى شى اَؤ مُقدس کيږى به اَؤ دَ مالِک کار لائق اَؤ هر نيک کار ته به تيار ولاړ وى. ٢٢ دَ ځوانئ دَ خواهشاتو نه تيښته کوه،اَؤ څوک چه په پاک زړۀ دَ مالِک نه دُعا غواړى،دَ هغوئ سره دَ صداقت،ايمان اَؤ مينے اَؤ دَ صُلحے طلب ګار اوسه. ٢٣ خو دَ بے وقوفئ اَؤ ناپوهئ دَ بحثُونو نه ځان په ډډه ساته،ځکه چه تا ته معلُومه ده چه دَ دوئ نه جګړے جوړيږى. ٢٤ اَؤ دا مُناسب نۀ دى چه دَ مالِک خادم دِ جګړے کوى،بلکه هغه دِ دَ ټولو سره نرمى کوى اَؤ دَ تعليم ورکولو لائق اَؤ صبرناک دِ وى. ٢٥ اَؤ مُخالفت کوُونکى دِ په نرمئ سمولے کيدے شى،چه خُدائے هغوئ ته دَ توبے ويستو طاقت ورکړى اَؤ هغوئ حق وپيژنى. ٢٦ په دے وجه به پوه شى اَؤ دَ ابليس دَ دام نه بچ شى چه هغۀ دَ خپلے مرضئ دَ پُوره کولو دَ پاره نيولى دى.