دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په مرضئ دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے، اَؤ دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دَ هغه ژوندُون پيغام آؤروى چه خُدائے ئے وعده کړے ده، ۲دا زما دَ خوږ زوى تيموتيوس په نُوم ليکلے شى،

په تا دِ دَ پلار خُدائے اَؤ زمُونږ دَ مالِک مسيح عيسىٰ فضل رحم اَؤ سلامتى نازله وى.

دَ زيرى وفادار

۳زَۀ دَ هغه خُدائے شکر کوم دَ چا عبادت چه زَۀ په صفا زړۀ دَ پلارُونو نيکُونو په شان کوم، اَؤ هر وخت په خپلو دُعاګانو کښے تا يادوم. ۴اَؤ ستا اوښکے چه رايادے کړم نو ستا دَ مُلاقات خواهش لرم چه خوشحالى بيا مُومم. ۵اَؤ ما ته ستا هغه بے ريا ايمان راياديږى کوم چه اول ستا نيا لوئيس اَؤ ستا مور يُونيکے لرلو، اَؤ زما يقين دے چه تۀ ئے هم لرے. ۶په دے وجه زَۀ تا ته دا خبره دريادوم چه تۀ دَ خُدائے هغه نعمت وځلوه کُوم چه زما دَ لاس دَ کيښودلو په وسيله تا ته حاصل دے. ۷ځکه کُوم رُوح چه خُدائے مُونږ ته راکړے دے، دَ ويرے دَ پاره نه، بلکه دَ قُدرت، دَ مينے اَؤ په نفس قابُو کولو طاقت دَ پاره.

۸نو بيا زمُونږ دَ مالِک په باب کښے دَ ګواهئ ورکولو اَؤ له ما نه چه دَ هغۀ قيدى يم، شرميږه مه، بلکه دَ خُدائے دَ قُدرت په مُطابق دَ زيرى دَ خاطره ما سره تکليفُونه وزغمه، ۹چه مُونږ ته ئے خلاصُون راکړو اَؤ راوئے بللُو چه دَ هغۀ خلق شُو، نۀ چه زمُونږ دَ کارُونو په وسيله، بلکه په خپله خاص اِراده اَؤ دَ هغه فضل په مُطابق چه دَ مسيح عيسىٰ په وسيله په مُونږ دَ ازل نه وشو. ۱۰خو اوس زمُونږ دَ خلاصوُونکى مسيح عيسىٰ په راتلو سره ښکاره شو چه مرګ ئے نِشت کړو، اَؤ غير فانى ژوندون ئے دَ هغه زيرى په وسيله څرګند کړو.

۱۱دَ هغه زيرى دَ تبليغ دَ پاره زَۀ رسُول اَؤ اُستاذ مقرر شوم، ۱۲اؤ په دِے وجه زَۀ دا تکليفُونه هم زغمم اَؤ شرميږم نه، ځکه چه په چا چه ما ايمان راوړے دے هغه پيژنم، اَؤ زما يقين دے چه څۀ چه هغۀ ما ته سپارلى دى تر هغے ورځے پورے هغه دَ هغۀ حفاظت کولے شى. ۱۳کُومے صحيح خبرے چه تا له ما نه دَ هغه ايمان اَؤ مينے سره چه په مسيح عيسىٰ کښے دى واؤريدے، هغوئ نمُونه وګڼه. ۱۴دَ رُوحُ القُدس په وسيله چه په مُونږ کښے اوسى دَ هغه څيز حفاظت وکړه چه تا ته سپارلے شوے دے.

۱۵لکه چه تۀ خبر ئے چه دَ ايشيا صوبے ټولو خلقو زَۀ پريښودلم چه په هغوئ کښے فوګِلوس اَؤ هِرموګينيس هم دى. ۱۶مالِک دِ دَ اونسيفوروس په کورنئ رحم وکړى ځکه چه زَۀ هغه اکثر دَ غمُونو نه خلاص کړے يم، اَؤ زما په قيد ونۀ شرميدلو، ۱۷بلکه هر کله چه هغه رُوم ته راغے نو ډير په کوشِش ئے زما لټُون وکړو اَؤ زَۀ ئے ومُوندلم. ۱۸زَۀ غواړم چه مالِک دِ په هغه لويه ورځ په هغۀ رحم وکړى، اَؤ هغۀ چه په اِفِسوس کښے کُوم خدمتُونه وکړل دَ هغے نه تۀ ښۀ خبر يئے.