دَ تِسالونيکيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

دويم باب

بے شرعے سړے

١ نو اوس اَئے ورُوڼو! مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ راتلو اَؤ دَ هغۀ سره زمُونږ دَ راغونډيدلو په باب کښے تاسو ته خواست کوُو ٢ چه ستاسو عقل دِ ناڅاپى پريشانه نۀ شى اَؤ ستاسو وار دِ خطا نۀ شى چه څوک ووائى چه مالِک ورځ رارسيدلے ده،يا دَ رُوح دَ هدايت نه په هغۀ دا ظاهر شوے دے،يا زمُونږ دَ پيغام يا خط نه ښکاره شوے دے،نو تاسو داسے خبره مه منئ. ٣ په هيڅ شان سره دَ چا په فريب کښے مه راځئ،ځکه چه هغه ورځ به نۀ راځى تر څو چه خلق اول دَ خُدائے نه ګرزيدلے نۀ وى اَؤ دَ نافرمانئ نمائنده ظاهر نۀ شى،يعنے څوک چه دَ هلاکيدو دَ پاره مُقرر شوے وُو. ٤ هغه به دَ هر چا چه هغه خُدائے بللے شى يا دَ هغه عبادت کولے شى،هغه نمائنده به ئے مُخالفت کوى اَؤ خپل ځان به دَ هغه نه لوئے جوړوى،تر دے چه هغه دَ خُدائے په کور کښے ناست به وائى چه”زَۀ خُدائے يم.“

٥ آيا تاسو ته ياد نۀ دى چه هر کله چه زَۀ تاسو سره وم نو تاسو ته به مے دا خبرے کولے؟ ٦ اوس چه کُوم څيز هغه ايساروى تاسو دَ هغے نه خبر يئ،هغه به په خپل خاص وخت ظاهر شى. ٧ په اصل کښے نافرمانى اوس هم پټ په پټه خپل اثر اچوى لګيا ده،اَؤ دَ هغے اثر به تر هغے په ښکاره نۀ خوريږى تر څو چه دَ هغے ايسار وُونکے لرے نۀ کړے شى. ٨ هغه وخت به هغه دَ نافرمانئ نمائنده ظاهريږى اَؤ مالِک عيسىٰ به هغه دَ خپلے خُلے په پوکى مړ کړى اَؤ دَ خپل ظاهريدو په جلال به ئے نِشت کړى. ٩ دَ نافرمانئ نمائنده به دَ شيطان دَ اثر په مُطابق دَ هر قِسمه دَ دروغو دَ قُدرت په نخښو اَؤ په عجيبه کارُونو سره راځى، ١٠ اَؤ هغوئ چه برباديدُونکى دى به دوکه کړى. هغوئ دَ رښتينوالى قدر ونۀ کړو اَؤ نۀ ئے قبول کړو،اَؤ که کړے ئے وَئے نو خلاصُون به ئے مُوندلے وُو. ١١ دغه وجه ده چه خُدائے به په هغوئ دَ ګُمراه کوُونکے تاثير وروليږى چه هغوئ به دَ نافرمانئ دَ نمائنده دروغ رښتيا وګڼى. ١٢ اَؤ څومره خلق چه په حق يقين نۀ کوى اَؤ بدى خوښوى،هغه ټول به سزا ومُومى.

دَ خلاصُون دَ پاره غوره شوى

١٣ خو اَئے وروڼو! دَ مالِک خوږو! ستاسو په باب کښے په مُونږ هر وخت دَ خُدائے شُکر کول فرض دى ځکه چه خُدائے تاسو دَ اول نه دَ دے دَ پاره غوره کړى يئ چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله پاک شئ اَؤ په حق ايمان راؤړئ اَؤ خلاصُون ومُومئ. ١٤ دَ دے دَ پاره هغۀ تاسو زمُونږ دَ زيرى په وسيله راوبللئ چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح جلال حاصل کړئ. ١٥ نو اَئے ورُوڼو! مضبُوط پاتے شئ اَؤ دَ کومُو خبرو چه تاسو زمونږ دَ خُلے يا دَ خط په وسيله تعليم مُوندلے دے تاسو په هغے قائم شئ.

١٦ اوس دِ زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله اَؤ زمُونږ پلار خُدائے چه زمُونږ سره مينه وکړله اَؤ دَ فضل په وسيله ئے آبدى تسلى اَؤ ښۀ اُميد راوبخښلُو، ١٧ ستاسو زړُونو ته دِِِِِ تسلى درکړى اَؤ په هر ښۀ کار اَؤ کلام باندے مُو دِ مضبوط کړى.