د سموئيل دويم کِتاب

نهم باب

حضرت داؤد او مفيبوست

۱يوه ورځ داؤد تپوس وکړو، ”د ساول د کورنۍ څوک پاتې دى؟ که څوک وى نو د يُونتن د خاطره به زۀ پرې مهربان شم.“ ۲د ساول د کورنۍ يو نوکر وو راوغوښتے شو چې نوم يې ضيبا وو. بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ضيبا يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا خِدمت کوُونکے حاضر يم.“ ۳بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”د ساول په کورنۍ کښې داسې څوک پاتې دے څۀ چې هغۀ ته وفادارى او مِهربانى وښايم، لکه څنګه چې ما د خُدائ پاک سره وعده کړې ده؟“ ضيبا جواب ورکړو، ”د يُونتن يو زوئ تر اوسه پورې شته او هغه په دواړو پښو ګډ دے.“ ۴بادشاه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په لودبار کښې د عمى اېل زوئ مکير په کور کښې دے.“ ۵نو داؤد بادشاه هغه راوغوښتو. ۶کله چې د ساول نمسے او د يُونتن زوئ مفيبوست راورسېدو، هغه داؤد ته د عزت نه ټيټ شو. داؤد ووئيل، ”مفيبوسته!“ او هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمت کوُونکے حاضر يم.“ ۷داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساول وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هر کلے وئيلے شى.“ ۸مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه! زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“ ۹بيا بادشاه د ساول نوکر ضيبا راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”زۀ ستا د نېک نمسى، مفيبوست له هغه هر څۀ ورکوم چې هغه د ساول او د هغۀ د کورنۍ وُو. ۱۰تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساول د کورنۍ زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاوېږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو. ۱۱ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت! زۀ به هر هغه څۀ کوم چې تۀ يې حُکم کوې.“ مفيبوست د بادشاه په دسترخوان باندې د بادشاه د زوئ په شان خوراک کولو. ۱۲د مفيبوست يو ځلمے زوئ وو چې نوم يې ميکاه وو. د ضيبا د کورنۍ ټول کسان د مفيبوست نوکران شول. ۱۳نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.