د سموئيل دويم کِتاب

اوؤم باب

د حضرت داؤد دپاره د ناتن پېغام

(د تاريخ اول کِتاب ۱۷: ۱‏-۱۵)

۱داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بې غمه کړے وو. ۲يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته ووئيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے!“ ۳ناتن ورته ووئيل، ”چې څۀ دې په زړۀ کښې وى نو هم هغه شان وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“ ۴خو په هغه شپه مالِک خُدائ ناتن ته ووئيل، ۵”لاړ شه او زما خِدمت کوُونکى داؤد ته ووايه چې زۀ داسې وايم چې تۀ هغه څوک نۀ يې چې زما دپاره د اوسېدو دپاره کور جوړ کړې. ۶د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل تر اوسه پورې زۀ کله هم په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، ما د هغوئ سره سفر کولو او په يوه خېمه کښې اوسېدم. ۷د بنى اِسرائيلو سره په ټول سفر کښې ما د هغوئ مشرانو کښې يو ته هم نۀ دى وئيلى چې زما دپاره تاسو د دِيار کور ولې نۀ دے جوړ کړے. ۸نو زما خِدمت کوُونکى داؤد ته ووايه چې زۀ رب‌الافواج هغۀ ته وايم چې ما تۀ په پټو کښې د ګډو شپونتوب نه بوتلې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې. ۹تۀ چې چرته هم تلې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکولو. زۀ به ستا نوم د دنيا د لويو مشرانو په شان مشهُور کړم. ۱۰‏-۱۱ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او ما هغوئ هلته آباد کړى دى، چې هلته به نور هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى، نو خراب خلق په هغوئ باندې حملې کوى، خو داسې به بيا نۀ کېږى. زۀ تا سره وعده کوم چې تا به د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کوم او تا له به اولاد درکړم. ۱۲کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم. ۱۳نو هغه به زما د نوم دپاره کور جوړ کړى او د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه کړم. ۱۴زۀ به د هغۀ د پلار په شان يم او هغه به زما د زوئ په شان وى. کله چې هغه غلطى وکړى نو زۀ به هغۀ له د يو انسانى پلار په شان په چُوکه سزا ورکوم. ۱۵خو زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساول نه لرې کړه، هغه مې د دې دپاره اخوا کړو چې تۀ بادشاه شې. ۱۶تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى همېشه دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅ کله نه ختمېږى.“ ۱۷ناتن داؤد ته هغه ټولې خبرې وکړې چې خُدائ پاک په هغۀ نازلې کړې وې.

د حضرت داؤد د شکرانې دعا

(د تاريخ اول کِتاب ۱۷: ۱٦‏-۲۷)

۱۸بيا داؤد د مالِک خُدائ د حضُور خېمې ته دننه لاړو، کښېناستو او دعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه! زۀ او زما کورنۍ د دې لائق نۀ يُو، څۀ چې تا زمونږ دپاره کړى دى. ۱۹مالِکه خُدايه پاکه! تا د نور څۀ کولو وعده هم کړې ده. مالِکه خُدايه پاکه! تۀ اکثر د خلقو سره هم دغه شان کوې. ۲۰زۀ نور تا ته څۀ ووايم! تۀ ما خپل خِدمت کوُونکے پېژنې. ۲۱د خپلې وعدې د خا‌طره او د خپلې مرضۍ په مطابق، تا دا لوئ کار کړے دے او دا دې خپل خِدمت کوُونکى ته ښودلے دے. ۲۲مالِکه خُدايه پاکه! تۀ څومره لوئ يې، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، مونږ ته همېشه دا پته ده چې صِرف تۀ خُدائ پاک يې. ۲۳د زمکې په مخ باندې د بنى اِسرائيلو په شان بل يو قوم هم نشته، چې هغوئ تا د غلامۍ نه خلاص کړل د دې دپاره چې هغوئ ستا خپل خلق شى. تا چې د هغوئ دپاره کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم په دنيا کښې مشهُور او خور شوے دے. چې ستا خلق مخ په وړاندې تلل نو تا نور قومونه او د هغوئ معبودان لرې کړل، هغه خلق کوم چې تا د مِصر نه آزاد کړل د دې دپاره چې ستا خپل خلق شى. ۲۴تا بنى اِسرائيليان همېشه دپاره خپل خلق جوړ کړى دى او مالِکه خُدايه! تۀ د هغوئ خُدائ پاک شوې. ۲۵نو مالِکه خُدايه پاکه! تۀ خپله وعده پوره کوه، کومه وعده چې تا زما او زما د اولاد په باره کښې کړې ده او چې تا څۀ وئيلى دى هم هغه وکړه. ۲۶ستا نوم به لوئ وى او خلق به همېشه وائى چې، رب‌الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. او ستا د خِدمت کوُونکى داؤد بادشاهت به د همېشه دپاره قائم وى. ۲۷رب‌الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه! زۀ دا جرت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې تا دا هر څۀ په ما، په خپل خِدمت کوُونکى نازل کړى دى او تا ما ته وئيلى دى چې تۀ به زما د اولاد نه بادشاهان جوړوې. ۲۸نو مالِکه خُدايه! هم تۀ خُدائ پاک يې، ستا کلام رېښتُونے دے او تا زما سره دا زبردسته وعده کړې ده. ۲۹زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ زما اولاد له برکت ورکړه نو چې هغوئ ستا د رحم نه خوند واخلى. مالِکه خُدايه پاکه! تا دا وعده کړې ده او ستا برکت به همېشه دپاره زما د اولاد په سر وى.“