د سموئيل دويم کِتاب

پينځم باب

د حضرت داؤد د بنى اِسرائيلو او د يهوداه بادشاه جوړېدل

(د تاريخ اول کِتاب ۱۱: ۱‏-۹، ۱٤: ۱‏-۷)

۱بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو. ۲په تېره زمانه کښې، تر څو چې ساول زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته ووئيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“ ۳نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره تړون وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تيلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو. ۴داؤد د دېرشو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله بادشاهى وکړه. ۵هغۀ په حبرون کښې په يهوداه باندې اووۀ نيم کاله بادشاهى وکړه او په يروشلم کښې يې په ټولو بنى اِسرائيلو او يهوداه باندې درې دېرش کاله بادشاهى وکړه. ۶هغه وخت راغلو چې داؤد بادشاه او د هغۀ سړى په يروشلم باندې حملې کولو دپاره روان شول. کوم يبوسيان چې هلته اوسېدل د هغوئ خيال دا وو چې داؤد به ښار فتح نۀ کړى، نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ به هيڅ کله دننه نۀ شې راتلے، ړاندۀ او شل دې هم بهر ايسارولے شى.“ ۷خو داؤد د هغوئ د صِيون قلعه قبضه کړه او دا ”د داؤد ښار“ په نوم مشهُوره شوه. ۸په هغه ورځ داؤد خپلو سړو ته ووئيل، ”دلته داسې څوک شته چې هغه د يبوسيانو سره زما هومره نفرت لرى؟ دومره زيات چې هغوئ ووژنى؟ نو د اوبو په سورنګ کښې لاړ شئ او په هغه غريبو، شلو او ړندو باندې حمله وکړئ.“ نو داسې دا يو متل جوړ شو، ”شل او ړاندۀ د مالِک خُدائ کور ته نۀ شى ننوتلے.“ ۹د هغه قلعې قبضه کولو نه پس، داؤد په دې کښې اوسېدو او ”د داؤد ښار“ نوم يې پرې کېښودو. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې د غرۀ نَمرخاتۀ طرف ته زمکه په خاورو باندې ډکه شوې وه. ۱۰هغه وخت په وخت نور هم تکړه کېدو، ځکه چې مالِک خُدائ رب‌الافواج د هغۀ مل وو. ۱۱د صور بادشاه حيرام داؤد ته يو کاروبارى ډله ولېږله، هغۀ له يې د ترکاڼانو سره د نختر لرګى او د کاڼو ګِلکاران ورکړل چې يو محل جوړ کړى. ۱۲نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه مقرر کړے دے او د خپلو خلقو د خاطره يې خپله بادشاهى بختوره کوله. ۱۳د حبرون نه يروشلم ته تلو نه پس، داؤد نورې وينځې او ښځې وکړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شول. ۱۴د هغۀ دا بچى په يروشلم کښې پېدا شوى وُو: سمه، سوباب، ناتن، سليمان، ۱۵اِبحار، اليسوع، نفج، يفيع، ۱۶اليسمع، اليدع او اليفلط.

په فلستيانو باندې فتح موندل

(د تاريخ اول کِتاب ۱٤: ۸‏-۱۷)

۱۷کله چې فلستيان خبر شول چې داؤد د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ شوے دے، نو د هغوئ ټول لښکر روان شو چې داؤد ونيسى. کله چې داؤد د دې نه خبر شو نو هغه لاندې د پَخو دېوالونو ځائ ته لاړو. ۱۸فلستيان د رفائيم مېدان ته راروسېدل او دا يې قبضه کړو. ۱۹داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”او! حمله پرې وکړه، زۀ به تا له فتح درکړم.“ ۲۰نو داؤد بعل پراضيم ته لاړو او هلته يې فلستيانو له شکست ورکړو. هغۀ ووئيل، ”مالِک خُدائ زما د دشمنانو نه د سېلاب په شان ناڅاپه تېر شوے دے.“ نو د هغه ځائ نوم بعل پراضيم شو. ۲۱کله چې فلستيان وتښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان شا ته پرېښودل او داؤد او د هغۀ سړو دا يوړل. ۲۲فلستيان واپس رفائيم مېدان ته لاړل او دا يې بيا قبضه کړو. ۲۳داؤد يو ځل بيا د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه او هغۀ ورته ووئيل، ”په هغوئ باندې د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو د بل طرف نه ورباندې راتاو شه او حمله پرې وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى. ۲۴کله چې تۀ د تُوت په سرونو باندې د تګ آواز واورې، نو بيا حمله وکړه، زۀ به ستاسو نه مخکښې روان يم د دې دپاره چې د فلستيانو لښکر له شکست ورکړم.“ ۲۵داؤد هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او فلستيان يې د جبعې نه تر جزر پورې ووژل.