د سموئيل دويم کِتاب

څلورم باب

د اشبوست وژلے کېدل

۱کله چې د ساول زوئ اشبوست دا واورېدل چې ابنير په حبرون کښې وژلے شوے دے، نو هغۀ خپله حوصله بائيله او ټول بنى اِسرائيليان وويرېدل. ۲د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى. ۳د دې اصلى اوسېدونکى جيتم ته تښتېدلى وُو چرته چې هغوئ تر نن ورځې پورې د مسافرو په شان اوسېږى. ۴د ساول بل اولاد د يُونتن زوئ مفيبوست په پښو شل وو، هغه د پينځو کالو وو چې ساول او يُونتن ووژلے شول. کله چې د يزرعيل ښار نه د هغوئ د مرګ خبر راورسېدو، نو د هغۀ دايڼې واخستلو او وتښتېدله، خو هغه دومره په تېزۍ کښې وه چې هغه يې وغورزولو او هغه شل شو. ۵ريکاب او بعنه د اشبوست کور ته روان شول او په سره غرمه کښې هلته ورسېدل، هغۀ په دې وخت د غرمې آرام کولو. ۶کله چې هغه څوکيدارې ښځې غنم صفا کول نو هغه خوبَولې شوه او اوده شوه، نو ريکاب او بعنه پټ دننه لاړل. ۷هغوئ سمدستى د اشبوست کوټې ته دننه لاړل، هلته هغه په خپل کټ کښې ملاست وو او هغوئ ووژلو. بيا هغوئ د هغۀ سر پرې کړو، د ځان سره يې يوړو او په هغه ټوله شپه يې د اُردن په وادۍ کښې مزل وکړو. ۸هغوئ د هغۀ سر په حبرون کښې داؤد بادشاه ته پېش کړو او ورته يې ووئيل، ”ستا د دشمن د ساول زوئ اشبوست سر دا دے، چا چې ستا د وژلو کوشش کړے وو. بادشاه سلامت! نن مالِک خُدائ تۀ پرېښے يې چې د ساول او د هغۀ د اولاد نه بدل واخلې.“ ۹داؤد هغوئ ته ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، چې هغۀ زۀ د ټولو خطرو نه بچ کړے يم! ۱۰کوم پېغام ‌وړُونکے چې په صِقلاج کښې ما له راغلو او د ساول د مرګ نه يې خبر کړم د هغۀ خيال دا وو چې ګنى هغۀ يو زېرے راوړے دے خو هغه ما ونيولو او ومې وژلو. هغۀ له ما په زيرى کښې داسې اِنعام ورکړو. ۱۱تاسو بدعمله سړو د هغۀ نه هم زيات بد عمل کړے دےچې د هغۀ په خپل کور کښې يو بې ګناه سړے مو په اُودو وژلے دے! اوس به زۀ ستاسو نه د هغۀ د وژلو بدله واخلم او زۀ به تاسو د زمکې د مخ نه لرې کړم!“ ۱۲نو داؤد حُکم وکړو او د هغۀ فوجيانو ريکاب او بعنه ووژل او د هغوئ لاسونه او پښې يې پرې کړې، هغوئ دا په حبرون کښې د تالاب سره نزدې راځوړند کړل. هغوئ د اشبوست سر واخستلو او هلته په حبرون کښې يې د ابنير په قبر کښې ښخ کړو.