د سموئيل دويم کِتاب

دريم باب

۱کومو فوجيانو چې د ساول د کورنۍ ملګرتيا کوله او چا چې د داؤد ملګرتيا کوله د هغوئ په مينځ کښې تر ډېرې مودې پورې جنګ جارى وو. داؤد چې څومره زيات تکړه کېدو نو مخالفين يې دومره کمزورى کېدل.

د داؤد زامن

۲په حبرون کښې د داؤد زامن پېدا شول: د هغۀ مشر زوئ امنون وو، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه، ۳د هغۀ دويم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابى جيل د کرمل د نابال کُنډه وه، دريم زوئ يې ابى‌سلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه، ۴څلورم ادونياه وو چې د هغۀ مور حجيت وه، پينځم سفطياه وو، چې د هغۀ مور ابيطال وه، ۵شپږم زوئ يې اِترعام وو چې د هغۀ مور عِجلاه وه. د هغۀ دا ټول زامن په حبرون کښې پېدا شوى وُو.

د ابنير د حضرت داؤد سره ملګرتيا کول

۶کله چې د داؤد د فوجيانو او د هغه فوجيانو په مينځ کښې جنګ جارى وو کومو چې د ساول د کورنۍ ملګرتيا کوله، نو ابنير د ساول ملګرو کښې نور هم زيات تکړه کېدو. ۷يوه ورځ د ساول زوئ اشبوست په ابنير اِلزام ولګولو چې تۀ د ساول د بلې ښځې د اياه د لور رِصفخ سره څملې. ۸په دې باندې ابنير سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د ساول سره بې وفائى وکړم؟ ستا خيال دا دے چې زۀ د يهوداه سپے يم؟ زۀ د شروع نه ستا د پلار ساول، د هغۀ وړُونو او د هغۀ د دوستانو وفادار يم او ما تۀ د داؤد د شکست نه بچ کړے يې، خو نن تۀ په ما کښې د يوې ښځې په باره کښې غلطى لټوې! ۹‏-۱۰مالِک خُدائ د داؤد سره لوظ وکړو چې هغه به د ساول او د هغۀ د اولاد نه بادشاهى واخلى او داؤد به د بنى اِسرائيلو او د يهوداه دواړو قبيلو بادشاه جوړ کړى، هغه به د مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې بادشاه وى. نو مالِک خُدائ دې ما ووهى که ما دا خبره رښتيا نۀ کړه!“ ۱۱اشبوست د ابنير نه سخت يرېدو او يوه خبره يې هم نۀ شوه کولے. ۱۲ابنير داؤد له پېغام وړُونکى ورولېږل، چې هغه په هغه وخت کښې په حبرون کښې وو، چې داسې ورته ووائى، ”په دې مُلک به څوک بادشاهى کوى؟ زما سره يو تړون وکړه او زۀ به ستا مدد وکړم چې ټول بنى اِسرائيليان په بادشاه جوړېدو کښې ستا ملګرتيا وکړى.“ ۱۳داؤد ورته ووئيل، ”ټيک ده! زۀ به تا سره په يو شرط باندې تړون وکړم: کله چې تۀ زما سره مِلاوېدو له راځې نو تۀ به ما له خامخا د ساول لور ميکل راولې.“ ۱۴او داؤد اشبوست له هم پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له خپله ښځه ميکل واپس راکړه. ما د هغې د ودېدو دپاره سل فلستيان وژلى دى.“ ۱۵نو اشبوست هغه د خپل خاوند د ليس زوئ فلتى اېل نه بوتله. ۱۶فلتى اېل په هغې پسې د بحوريم ښار پورې روان وو او ژړل يې. خو چې کله ورته ابنير ووئيل چې، ”واپس کور ته لاړ شه،“ نو هغه لاړو. ۱۷ابنير د بنى اِسرائيلو مشرانو له لاړو او ورته يې ووئيل، ”د ډېر وخت نه تاسو غوښتل چې داؤد ستاسو بادشاه شى. ۱۸نو اوس تاسو سره دا موقع شته. ياد ساتئ چې مالِک خُدائ وئيلى دى، زۀ به د خپل خِدمت کوُونکى داؤد نه کار واخلم چې زما خلق بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه او د هغوئ د ټولو دشمنانو نه بچ کړى.“ ۱۹ابنير د بنيامين قبيلې خلقو ته هم ووئيل او بيا حبرون ته لاړو چې داؤد ته ووائى چې د بنيامين قبيله او بنى اِسرائيل داسې کولو ته راضى شوى دى. ۲۰کله چې ابنير په حبرون کښې داؤد له د شلو سړو سره راغلو، نو داؤد هغوئ له يو خېرات وکړو. ۲۱ابنير داؤد ته ووئيل، ”ما پرېږده چې اوس زۀ لاړ شم او ټول بنى اِسرائيليان زما نېک يعنې بادشاه له راغونډ کړم چې ستا سره تړون وکړى. هغوئ به تا بادشاه ومنى، نو بيا به تا ته هغه څۀ مِلاو شى چې تا څۀ غوښتل او په ټول مُلک به بادشاهى کوې.“ نو داؤد ابنير پرېښودو او هغه په خېر سره لاړو.

د ابنير وژلے کېدل

۲۲وروستو يوآب او د داؤد نور آفسران د يو حملې کولو نه راغلل او د ځان سره يې ښۀ ډېر مالِ غنيمت راوړو. ابنير د داؤد سره هلته نۀ وو، ځکه چې داؤد هغه په خېر سره لېږلے وو. ۲۳کله چې يوآب او د هغۀ سړى راورسېدل، نو هغه خبر شو چې ابنير داؤد بادشاه له راغلے وو او په خېر سره لېږلے شوے وو. ۲۴نو يوآب بادشاه له لاړو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟ ابنير تا له راغلے وو، نو تا هغه داسې ولې پرېښودو؟ ۲۵هغه دلته ستا دوکه کولو دپاره راغلے وو او چې دا معلوم کړى چې تۀ څۀ څۀ کوې او چرته ځې. په حقيقت کښې تا ته دا پته ده!“ ۲۶د داؤد د تلو نه پس، يوآب پېغام وړُونکى ولېږل چې ابنير راولى او هغوئ هغه د سيره د کُوهى نه راوستلو، خو داؤد د دې نه بېخى خبر نۀ وو. ۲۷کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو. ۲۸کله چې داؤد دا خبر واورېدو، نو هغۀ ووئيل، ”مالِک خُدائ ته زما او زما د خلقو پته ده چې د ابنير د ووژلو په وجه بېخى بې ګناه يُو. ۲۹د دې سزا دې په يوآب او د هغۀ په ټوله کورنۍ راشى! د هغۀ د کورنۍ په هر نسل کښې دې داسې سړى وى چې د هغوئ د ذکر نه منى ځى يا جذامى وى يا ښځونک، يا په جنګ کښې مړۀ شى يا د هغوئ سره د خوراک کمے وى!“ ۳۰نو داسې يوآب او د هغۀ ورور ابيشى د ابنير نه بدل واخستلو ځکه چې هغۀ د جبعون په جنګ کښې د هغوئ ورور وژلے وو.

د ابنير ښخېدل

۳۱بيا داؤد يوآب او د هغۀ سړو له حُکم ورکړو چې خپلې جامې وشلوئ، د ټاټ جامې واغوندئ او په ابنير باندې ماتم وکړئ. او د جنازې سره داؤد بادشاه په خپله د تابوت نه وروستو روان وو. ۳۲ابنير په حبرون کښې ښخ شو او بادشاه په چغو چغو د قبر سره وژړل او ټولو خلقو هم وژړل. ۳۳داؤد د ابنير دپاره دا د غم سندره ووئيله، ”ابنير دې د يو کم عقل په شان ولې مړ شى؟ ۳۴د هغۀ لاسونه نۀ وُو تړلى، او د هغۀ پښې نۀ وې تړلې، هغه داسې مړ شو لکه چې څوک مجرمانو وژلے وى!“

او خلقو د هغۀ دپاره بيا وژړل. ۳۵ټوله ورځ خلقو کوشش کولو چې په داؤد باندې څۀ وخورى، خو هغۀ پوخ لوظ وکړو، ”خُدائ پاک دې ما هلاک کړى چې د ورځې د ختمېدو نه مخکښې زۀ څۀ وخورم!“ ۳۶نو خلقو ته پته ولګېده او خوشحاله شول. په حقيقت کښې بادشاه چې څۀ هم کول نو خلق ترې نه خوشحالېدل. ۳۷د داؤد او د بنى اِسرائيل ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې بادشاه د ابنير په وژلو کښې هيڅ برخه نۀ ده اخستې. ۳۸بادشاه خپلو درباريانو ته ووئيل، ”تاسو ته پته نۀ لږى چې نن په بنى اِسرائيل کښې يو لوئ مشر مړ شوے دے؟ ۳۹اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم. د ضروياه دا زامن په ما باندې ډېر ظلم کوى. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى!“