د سموئيل دويم کِتاب

لسم باب

د حضرت داؤد عمونيانو او شاميانو له شکست ورکول

(د تاريخ اول کِتاب ۱۹: ۱‏-۱۹)

۱څۀ موده وروستو د عمون بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه شوج. ۲داؤد بادشاه ووئيل، ”زۀ به په حنون هغسې مِهربانه شم، لکه چې د هغۀ پلار ناحس په ما مِهربانه وو.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ له تسلى ورکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل، ۳د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې داؤد ستا د پلار درناوے کوى چې هغۀ دا کسان د همدردۍ دپاره درلېږلى دى؟ بالکل نه! هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې ښار ولټوى او په مونږ باندې فتح حاصله کړى!“ ۴حنون د داؤد پېغام وړُونکى ونيول او يو طرف ته ګيرې يې ورله کلې کړې، جامې يې ورله وشلولې چې د نوم نه لاندې بربنډ شى او هغوئ يې واپس ولېږل. ۵هغوئ چې کورونو ته راواپس شول نو ډېر زيات شرمېدل. کله چې داؤد خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ خبر ورولېږلو چې هغوئ دې تر هغې پورې په يريحو کښې ايسار شى چې ګيرې يې بيا راوشى. ۶کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيت رِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشا ورسره يو زر سړى او دولس زره سړى ورسره د طوب وُو. ۷داؤد د دې نه خبر شو او يوآب يې د ټول لښکر سره د هغوئ خِلاف ولېږلو. ۸عمونيان روان شول او د ربه په دروازه کښې يې د جنګ دپاره صفُونه جوړ کړل، کوم چې د هغوئ مرکزى ښار وو، خو هغه نورو يعنې شاميانو او د طوب او معکه سړو په مېدان کښې د جنګ تيارے وکړو. ۹يوآب چې وليدل چې د دشمن لښکر به د مخکښې او شا طرف نه حمله کوى، نو هغۀ ښۀ ښۀ بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او شاميانو ته مخامخ يې په صفُونو کښې ودرول. ۱۰هغۀ پاتې لښکر د خپل ورور ابيشى د مشرۍ لاندې ودرولو، چا چې هغوئ عمونيانو ته مخامخ په صفُونو کښې ودرول. ۱۱يوآب هغۀ ته ووئيل، ”که تا ته پته ولګېږى چې شاميان ما له شکست راکوى، نو زما مدد له راشه او که عمونيان تا له شکست درکوى، نو زۀ به ستا مدد له درشم. ۱۲تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه! راځئ چې د خپلو خلقو او د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او مالِک خُدائ به هغه څۀ کوى چې د هغۀ په نظر کښې صحيح وى!“ ۱۳يوآب او د هغۀ سړى د حملې دپاره رامخکښې شول او شاميان وتښتېدل. ۱۴کله چې عمونيانو وليدل چې شاميان تښتى، نو هغوئ د ابيشى نه وتښتېدل او ښار ته راواپس شول. بيا يوآب د عمونيانو نه راواپس شو او يروشلم ته لاړو. ۱۵شاميانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ خپل ټول لښکر راغونډ کړو. ۱۶هدد‌عزر بادشاه شاميان راوغوښتل چې هغوئ د فرات سيند نَمرخاتۀ طرف ته وُو او هغوئ حلام ته د سوباب د مشرۍ لاندې راغلل. سوباب د ضوباه د هدد‌عزر بادشاه د لښکر مشر وو. ۱۷کله چې داؤد د دې نه خبر شو، نو هغۀ د بنى اِسرائيلو ټول فوجيان راغونډ کړل، د اُردن سيند نه پورې وتل او حلام ته روان شول، هلته شاميانو هغۀ ته مخامخ د جنګ دپاره صفُونه جوړ کړى وُو او جنګ شروع شو، ۱۸بنى اِسرائيلو شاميانو له بيا شکست ورکړو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ سوه د جنګى ګاډو والا او څلوېښت زره فوجيان ووژل او هغوئ د دشمن مشر سوباب زخمى کړو، چې بيا د جنګ په مېدان کښې مړ شو. ۱۹چې د هدد‌عزر لاندې بادشاهانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ ورسره صُلح وکړه او د هغوئ لاندې راغلل. او شاميان د عمونيانو سره د نورې ملګرتيا کولو نه يرېدل.