د بادشاهانو دويم کِتاب

نهم باب

د ياهُو د بنى اِسرائيلو بادشاه مقرر کېدل

۱په دې دوران کښې اليشع پېغمبر د پېغمبرانو د ډلې يو کس راوغوښتو او هغۀ ته يې ووئيل، ”ملا وتړه او رامات جلعاد ته لاړ شه. د زيتُونو د تېلو دا لوښے ځان سره يوسه، ۲او چې کله تۀ هلته ورسېږې نو د نِمسى نمسے او د يهوسفط زوئ ياهُو ولټوه. او هغه د خپلو ملګرو نه يو کوټې ته بوځه، ۳د لوښى دا تېل د هغۀ په سر باندې واچوه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ دا اِعلان کوى چې هغه تا د بنى اِسرائيلو بادشاه مقرروى. بيا دروازه کولاو کړه او زر زر وتښته!“ ۴نو هغه ځلمے پېغمبر رامات ته لاړو، ۵هلته يې د فوج آفسران وليدل چې راغونډ وُو. هغۀ ووئيل، ”صاحِبه! ما سره ستا دپاره يو پېغام دے.“ ياهُو ورته ووئيل، ”تۀ په مونږ کښې چا ته وايې؟“ نو هغۀ ورته ووئيل، ”د فوج مشره! تا ته وايم.“ ۶نو هغوئ دواړه دننه لاړل او هغه ځلمى پېغمبر د ياهُو سر د زيتُونو په تېلو غوړ کړو او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا اِعلان کوى چې زۀ تا په خپلو خلقو بنى اِسرائيلو باندې بادشاه مقرروم. ۷تۀ به خپل نېک د اخى‌اب کورنۍ تباه کوې، نو داسې به زۀ ايزبل له سزا ورکړم ځکه چې هغې زما پېغمبران او زما نور خِدمت کوُونکى وژلى وُو. ۸د اخى‌اب ټوله کورنۍ او اولاد به مرى، زۀ به د هغۀ په کورنۍ کښې هر يو نرينه ختم کړم، که هغه بوډا وى او که ځوان وى. ۹زۀ به د هغۀ د کورنۍ سره هم هغه شان سلوک وکړم لکه څنګه سلوک مې چې د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو د نباط زوئ يربعام او د اخياه زوئ بعشا سره کړے وو. ۱۰ايزبل به هيڅ څوک نۀ ښخوى، او د يزرعيل په علاقه کښې به سپى د هغې لاش وخورى.“ بيا هغه ځوان پېغمبر دروازه کولاو کړه او منډه يې کړه. ۱۱ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو له واپس لاړو، چې هغوئ ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے؟ هغه ليونے تا له د څۀ دپاره راغلے وو؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې هغه څنګه سړے دے او څنګه خبرې کوى.“ ۱۲هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته رښتيا خبره وکړه چې هغۀ څۀ وئيل!“ ”هغۀ ما ته ووئيل چې، مالِک خُدائ اِعلان کوى چې، تا زۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه مقرروم.“ ۱۳نو سمدستى د ياهُو ملګرو آفسرانو خپلې چُوغې د پوړۍ دپاسه خورې کړې چې ياهُو ورباندې ودرېږى، بيګلې يې وغږولې او چغه يې کړه، ”ياهُو بادشاه دے!“

د بنى اِسرائيلو بادشاه يورام وژلے کېدل

۱۴‏-۱۵بيا ياهُو د يورام بادشاه خِلاف منصُوبه جوړه کړه، چې هغه په يزرعيل کښې وو، چې هلته د دې دپاره تلے وو چې هغه زخمونه يې روغ شى چې هغه د شام بادشاه حِزائيل خِلاف په جنګ کښې زخمى شوے وو. نو ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو ته ووئيل، ”که تاسو زما ملګرتيا کوئ، نو چې هيڅ څوک هم د رامات نه ونۀ تښتئ چې په يزرعيل کښې خلق خبر کړئ.“ ۱۶بيا هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته روان شو. يورام تر اوسه پورې روغ شوے نۀ وو او د يهوداه بادشاه اخزياه د هغۀ تپوس له ورغلے وو. ۱۷په يزرعيل کښې د څوکيدارۍ په برج کښې يو محافظ وو چې هغۀ ياهُو او د هغۀ فوجيان وليدل چې راروان وُو. هغۀ چغه کړه، ”ما يو څو سړى وليدل چې راروان دى!“ يورام ورته ووئيل، ”په اس سور يو سړے ورولېږه چې دا معلوم کړى چې خېر خو دے.“ ۱۸پېغام‌وړُونکے ياهُو له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه معلومول غواړى چې خېر خو دے څنګه راغلے يئ؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ په ما پسې وروستو ودرېږه.“ محافظ دا خبر ورکړو چې پېغام‌وړُونکے هغه ډلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو. ۱۹نو بادشاه په اس سور دويم سړے ورولېږلو. کله چې هغه هغوئ له ورَغلو نو ورته يې ووئيل، ”بادشاه داسې وائى: خېر خو دے څنګه راغلے يئ؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ په ما پسې وروستو ودرېږه.“ ۲۰محافظ يو ځل بيا خبر ولېږلو چې پېغام‌وړُونکے هغه ډلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو. او هغۀ دا هم ووئيل، ”هغه خپله جنګى ګاډۍ د لېونى په شان چلوى، لکه چې ياهُو وى!“ ۲۱يورام بادشاه حُکم وکړو، ”زما جنګى ګاډۍ تياره کړئ.“ نو هغوئ تياره کړه او هغه او اخزياه بادشاه روان شول، دواړه د ياهُو سره مِلاوېدو دپاره په خپله خپله جنګى ګاډۍ کښې سوارۀ وُو او د نبوت په پټى کښې ورسره مِلاو شول. ۲۲يورام ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے څنګه راغلې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”خېر به څنګه وى، چې په مونږ کښې هغه کوډې او بُت پرستى موجوده وى چې ستا مور ايزبل شروع کړى دى؟“ ۲۳يورام چغه کړه، ”اخزياه! دا سازش دے.“ نو هغۀ سمدستى خپله جنګى ګاډۍ راتاو کړه او هغه روان شو چې وتښتى. ۲۴ياهُو خپله لينده راوويسته او د يورام د ولو مينځ يې په غشى وويشتو او د هغۀ زړۀ يې سورے کړو. يورام په خپله جنګى ګاډۍ کښې مړ پرېوتو، ۲۵او ياهُو خپل آفسر بِدقر ته ووئيل، ”د هغۀ لاش اُوچت کړه او په هغه پټى کښې يې واچوه چې د نبوت دے. هغه را په ياد کړه چې کله تۀ او زۀ د يورام بادشاه پلار اخى‌اب پسې روان وُو، نو مالِک خُدائ د اخى‌اب خِلاف دا کلام وکړو: ۲۶ما د نبوت او د هغۀ د زامنو قتل پرون وليدو. زۀ دا قسم کوم چې زۀ به تا له هم په دې پټى کښې سزا درکړم.“ نو ياهُو خپل آفسر له حُکم ورکړو چې، ”د يورام لاش اُوچت کړه او په هغه پټى کښې يې واچوه چې کوم د نبوت دے، نو چې د مالِک خُدائ قسم پوره شى.“

د يهوداه بادشاه اخزياه وژلے کېدل

۲۷اخزياه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې د بيت هګان ښار طرف ته وتښتېدو او ياهُو ورپسې وو. ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”دے هم ووژنئ!“ او چې کله هغۀ د ابليعام ښار سره نزدې جور ته خپله جنګى ګاډۍ روانه کړې وه نو هغه يې زخمى کړو. خو تر هغې پورې روان وو چې د مجدو ښار ته ورسېدو او هلته مړ شو. ۲۸خپلو آفسرانو د هغۀ لاش په جنګى ګاډۍ کښې واپس يروشلم ته يوړو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې يې ښخ کړو. ۲۹اخزياه د اخى‌اب د زوئ يورام د بادشاهۍ په يولسم کال د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو.

د مَلِکه ايزبل وژلے کېدل

۳۰ياهُو يزرعيل ته ورسېدو. نو چې ايزبل خبر شوه، نو رانجۀ يې پورې کړل، وېښتۀ يې سم کړل او په محل کښې د يوې کړکئ نه لاندې يې کتل او ولاړه وه. ۳۱څنګه چې ياهُو دروازې ته راورسېدو، نو هغې ورته آواز وکړو، ”تۀ د زمرى په شان يې، تۀ د خپل نېک قاتِل يې، تۀ څنګه دلته په خېر سره راغلې؟“ ۳۲ياهُو بره وکتل او چغه يې کړه، ”زما ملګرتيا څوک کوى؟“ دوو يا دريو هيجړاګانو هغۀ ته لاندې وکتل، ۳۳او ياهُو هغوئ ته ووئيل، ”هغه لاندې راوغورزوئ!“ نو هغوئ هغه لاندې راوغورزوله او اسونو د هغې لاش د پښو لاندې کړو او د هغې په وينو باندې دېوال او اسونه لت پت شول. ۳۴بيا ياهُو لاړو او خوراک څښاک يې وکړو. نو هغۀ صِرف دا ووئيل، ”دا لعنتى ښځه يوسئ او ښخه يې کړئ، هر څۀ که وى د بادشاه لور خو ده که نه.“ ۳۵خو چې سړى د هغې ښخېدلو له ورغلل نو هغوئ د هغې کوپړۍ، پښو او د هغې د لاسونو نه بغېر هيڅ هم ونۀ موندل. ۳۶کله چې هغوئ ياهُو د دې نه خبر کړو، نو هغۀ ووئيل، ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ وئيلى وُو چې داسې به کېږى، کله چې هغۀ د خپل خِدمت کوُونکى الياس په ذريعه دا کلام کړے وو: د يزرعيل په علاقه کښې به سپى د ايزبل لاش وخورى. ۳۷د ايزبل لاش د يزرعيل په مُلک کښې په يو پټى کښې به په زمکه باندې د سوټو په شان خور ورو پروت وى او څوک به هم نۀ وى چې هغه وپېژنى.“