د بادشاهانو دويم کِتاب

اوؤم باب

۱بيا اليشع ورته ووئيل، ”د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. مالِک خُدائ داسې وائى: صبا دا وخت به د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کيلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کيلو اوربشې د سامريه د دروازې خولې سره خرڅولے شى.“ ۲نو د بادشاه خاص آفسر اليشع ته ووئيل، ”که مالِک خُدائ د آسمان د باران دروازې هم کولاو کړى، نو دا کار به دومره زر ونۀ شى؟“ اليشع ورته ووئيل، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به ترې نه هيڅ هم ونۀ خورې.“

د شام فوجيانو تلل

۳په هغه وخت کښې د ښار د دروازې د خولې سره د جذام د بيمارۍ څلور سړى وُو او هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ دې تر مرګه پورې دلته ولې ناست يُو؟ ۴ښار ته د ننوتلو فائده نشته، دننه به د لوږې نه مړۀ شو، خو که مونږ دلته ناست يُو، نو بيا به هم مړۀ شو. نو راځئ چې د شاميانو کېمپ ته لاړ شو، که هغوئ زمونږ ژوند بچ کړو، نو ژوندى خو به يُو که نه، خو که ومو وژنى، نو مرو خو هسې هم.“ ۵نو په ماښامى کښې هغوئ پاڅېدل او د شاميانو کېمپ ته لاړل، خو چې کله هغوئ ورورسېدل، نو هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو. ۶مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، اسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو. نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“ ۷نو په هغه ماښام شاميان د خپل ژوند بچ کولو دپاره تښتېدلى وُو، خپلې خېمې، اسونه، خرۀ او خپل کېمپونه يې هم داسې پرېښى وُو. ۸کله چې هغه څلور سړى د خېمو غاړې ته ورسېدل، نو هغوئ يوې خېمې ته وردننه شول، هلته چې څۀ وُو نو هغه يې وخوړل او وې څښل، چې کوم سپين زر، سرۀ زر او جامې يې وموندلې نو هغه يې يوړل او پټ يې کړل، هغوئ بيا راغلل، يوې بلې خېمې ته وردننه شول او هم هغه شان يې وکړل. ۹خو بيا هغوئ يو بل ته ووئيل، ”دا کار صحيح نۀ دے! زمونږ سره ښۀ زېرے دے او مونږ له دا د ځان سره ساتل نۀ دى په کار. که مونږ تر صبا پورې د دې د وئيلو اِنتظار وکړو، نو سزا به راته مِلاو شى. راځئ چې لاړ شو او د بادشاه آفسران خبر کړُو!“ ۱۰نو هغوئ د شاميانو د کېمپ نه روان شول، واپس سامريه ته لاړل او د دروازو سېنتريانو ته يې آواز وکړو، ”مونږ د شاميانو خېمو ته تلى وُو خو نۀ مو د چا آواز واورېدو او نۀ مو څوک ولېدل، اسونه او خرۀ تړلى پاتې وُو او خېمې هم هغه شان روغې ولاړې وې.“ ۱۱نو سېنتريانو د دې خبر اِعلان وکړو او دا خبر محل ته ورسېدو. ۱۲خو بادشاه د شپې د کټ نه پاڅېدو او خپلو آفسرانو ته يې ووئيل، ”زۀ به تاسو ته ووايم چې شاميانو زمونږ خِلاف څۀ منصُوبه جوړه کړې ده! هغوئ ته زمونږ د قحط پته ده، نو هغوئ ځکه خپلې خېمې پرېښې دى او پټو ته د پټېدو دپاره تلى دى. د هغوئ خيال دا دے چې مونږ د خوراک دپاره د ښار نه لاړ شو، نو هغوئ به مونږ ژوندى ونيسى او ښار به قبضه کړى.“ ۱۳د هغۀ يو آفسر ورته ووئيل، ”په دې ښار کښې خلق هسې هم مرګِ حال دى. نو يو سړى د پاتې شوې اسونو نه پينځۀ اسونه خوښ کړى او لاړ دې شى، نو مونږ ته به پته ولګى چې څۀ شوى دى.“ ۱۴نو هغوئ سړى خوښ کړل او بادشاه هغوئ په دوو جنګى ګاډو کښې ولېږل چې لاړ شئ او دا معلوم کړئ چې په شامى فوج باندې څۀ شوى دى. ۱۵چې هغه سړى د اُردن پورې ورپسې لاړل، نو هغوئ په ټوله لار باندې هغه جامې او سامان وليدو چې د شاميانو نه په تېښته کښې پاتې شوے وو. بيا هغوئ راواپس شول او بادشاه يې خبر کړو. ۱۶د سامريه خلق راووتل او د شاميانو خېمې يې لوټ کړې. او لکه چې څنګه مالِک خُدائ وئيلى وُو، د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کيلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کيلو اوربشې خرڅېدلې. ۱۷نو داسې وشول چې د بنى اِسرائيلو بادشاه خپل خاص آفسر ته د ښار د دروازې ذِمه وارى په حواله کړې وه. هغه آفسر هلته د خلقو د پښو لاندې شو او مړ شو، لکه څنګه چې اليشع په هغه وخت کښې پېشګوئې کړې وه چې بادشاه هغۀ سره مِلاوېدو له تلے وو. ۱۸اليشع په هغه وخت بادشاه ته ووئيلى وُو چې صبا دا وخت به په سامريه کښې درې کيلو ښۀ غنم يا شپږ کيلو اوربشې د سپينو زرو په يوه سيکه باندې خرڅېږى، ۱۹او آفسر اليشع ته په جواب کښې وئيلى وُو، ”که مالِک خُدائ د آسمان د باران دروازې هم کولاو کړى، نو دا کار به دومره زر ونۀ شى؟“ او اليشع ورته وئيلى وُو، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به هيڅ هم ترې نه ونۀ خورې.“ ۲۰نو د هغۀ سره هم دغه شان وشول، هغۀ د ښار د دروازې سره د خلقو د پښو لاندې شو او مړ شو.