د بادشاهانو دويم کِتاب

پينځم باب

د نعمان روغېدل

۱نو د شامى فوج مشر نعمان، د شام د بادشاه يو ډېر عزتمند کس وو، ځکه چې د نعمان په ذريعه مالِک خُدائ شامى فوج له فتح ورکړې وه. هغه يو تکړه فوجى وو، خو د جذام بيمارى يې لرله. ۲د بنى اِسرائيلو خِلاف په يوه حمله کښې، شاميانو يوه وړه بنى اِسرائيلى جينۍ بوتله، چې هغه د نعمان د ښځې نوکره شوه. ۳يوه ورځ هغې خپلې نېکې ته ووئيل، ”زما خواهِش دے چې زما نېک هغه سامرى پېغمبر له لاړ شى! نو د هغۀ په ذريعه به زما نېک د جذام نه روغ شى.“ ۴کله چې نعمان دا واورېدل، نو هغه بادشاه له لاړو او چې جينۍ څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل. ۵بادشاه ورته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو بادشاه له لاړ شه او دا خط هغۀ له يوسه.“ نو نعمان روان شو او د سپينو زرو دېرش زره سيکې، شپږ زره د سرو زرو سيکې او لس جوړه ښې جامې يې يوړې. ۶هغۀ چې کوم خط د بنى اِسرائيلو بادشاه له وړے وو په هغې کښې وئيلى شوى وُو، ”کله چې دا خط دروسى نو تۀ به زما آفسر نعمان وپېژنې. زۀ غواړم چې تۀ د هغۀ د جذام علاج وکړې.“ ۷کله چې د بنى اِسرائيلو بادشاه دا خط وکتلو، نو هغۀ د يرې نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”د شام د بادشاه دا خيال دے چې زۀ دا جذامى سړے روغ کړم؟ ولې زۀ خُدائ پاک يم، چې ژوندى کول او مړۀ کول کوم؟ هغه په دې کوشش کښې دے چې زما سره جنګ شروع کړى.“ ۸کله چې اليشع پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ بادشاه له دا خبر ورولېږلو، ”تۀ ولې خفه يې؟ هغه سړے ما له راولېږه، نو هغۀ ته به پته ولګى چې په بنى اِسرائيلو کښې پېغمبر شته!“ ۹نو نعمان د خپلو اسونو او جنګى ګاډو سره لاړو او د اليشع د کور د دروازې په خولهٔ کښې ودرېدلو. ۱۰اليشع يو نوکر بهر ورولېږلو چې هغۀ ته ووائى چې لاړ شه او خپل ځان د اُردن په سيند کښې اووۀ ځل ووينځه، نو ستا څرمن به بيا ښۀ شى او تۀ به د جذام نه روغ شې. ۱۱خو نعمان غصه شو او لاړو او وې وئيل، ”زما خيال دا وو چې هغه به خامخا ما له راوځى، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته به سوال وکړى او زما د بيمارې څرمنې دپاسه به خپل لاس ونيسى او زۀ به روغ شم! ۱۲په دمشق کښې د ابانه او فرفر سيندونه په بنى اِسرائيلو کښې د ټولو سيندونو نه ښۀ نۀ دى څۀ؟ ما په هغه سيندونو کښې خپل ځان نۀ شو وينځلے چې روغ شوے وے!“ نو هغه راوپس شو او په غصه کښې لاړو. ۱۳د هغۀ نوکران ورغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه! که تا ته پېغمبر وئيلى وے چې څۀ غټ کار وکړه، نو تا به نۀ وے کړے. لکه څنګه چې هغۀ درته ووئيل نو تۀ خپل ځان ولې نۀ وينځې چې روغ شې؟“ ۱۴نو نعمان د اُردن سيند ته کُوز شو، اووۀ ځل يې خپل ځان په کښې غوپه کړو، لکه چې څنګه اليشع ورته ووئيلى وُو او هغه بالکل روغ شو. د هغۀ څرمن د يو ماشوم په شان روغه شوه. ۱۵نو هغه د ټولو سړو سره اليشع ته راواپس شو او وې وئيل، ”ګوره، ما ته پته ده چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نو صاحِبه، زما نه تُحفه قبوله کړه.“ ۱۶اليشع ورته ووئيل، ”زۀ د هغه ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ يې خِدمت کوم چې زۀ به يوه تُحفه هم نۀ قبلوم.“ نو نعمان بيا بيا ورته وئيل چې دا قبوله کړه، خو هغۀ نۀ اخستله. ۱۷نو نعمان ووئيل، ”که تۀ زما نه تُحفه نۀ قبلوې، نو ما پرېږده چې دوه کچرے په خاورو باندې بار کړم، ځکه چې د نن نه به زۀ د مالِک خُدائ نه بغېر بل يو خُدائ ته هم سوزېدونکې نذرانه يا قربانى پېش نۀ کړم. ۱۸خو مالِک خُدائ دې ستا خِدمت کوُونکى ته دا يوه غلطى معاف کړى: کله چې زما نېک د رِمون عِبادتخانې ته د سجدې دپاره ننوځى او هغۀ زما په لاس باندې تکيه وهلې وى او هلته زۀ هم ورسره ټيټ شم، نو چې زۀ کله د رِمون په عِبادتخانه کښې ټيټېږم، نو مالِک خُدائ دې ستا خِدمت کوُونکے د دې په وجه معاف کړى.“ ۱۹اليشع ورته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“ او نعمان لاړو. هغۀ لږ شان مزل کړے وو، ۲۰چې د اليشع نوکر جيحازى د خپل ځان سره ووئيل، ”زما نېک نعمان هم داسې پرېښودو او يو څيز يې هم ترې نه وانۀ خستلو! هغه شامى چې څۀ راوړى وُو نو دۀ له په کار وُو چې هغه يې ترې نه اخستے وے. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به په هغۀ پسې ورمنډه کړم او څۀ نه څۀ به ترې نه واخلم.“ ۲۱نو هغه په نعمان پسې روان شو. کله چې نعمان وليدل چې يو سړى ورپسې منډې وهلې، نو هغه د خپلې جنګى ګاډۍ نه ورکُوز شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”خېر خو دے؟“ ۲۲جيحازى ورته ووئيل، ”بالکل خير دے، خو زۀ خپل نېک د دې دپاره راولېږلم چې تا ته ووايم چې دا اوس اوس د پېغمبرانو د ډلې دوه پېغمبران د غرونو مُلک اِفرائيم نه راورسېدل، نو هغوئ له درې زره د سپينو زرو سېکې او دوه جوړه ښې جامې ورکړه.“ ۲۳نعمان ورته ووئيل، ”صاحِبه، د سپينو زرو شپږ زره سيکې واخله.“ هغۀ ورته بيا بيا وئيل، او هغۀ سپين زر په دوو بوجو کښې وتړل او خپلو دوو نوکرانو له يې دوه جوړه ښې جامې ورکړې او د جيحازى نه مخکښې يې ولېږل. ۲۴کله چې هغوئ هغه غر ته ورسېدل چرته چې اليشع اوسېدو، نو جيحازى هغه دوه بوجۍ واخستلې او کور ته يې يوړې. بيا هغۀ د نعمان نوکران واپس ولېږل. ۲۵هغه کور ته واپس لاړو او اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ چرته وې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمت کوُونکے هيچرته هم نۀ دے تلے.“ ۲۶خو اليشع ورته ووئيل، ”زما روح هلته ستا سره نۀ وو څۀ چې کله هغه سړے د خپلې جنګى ګاډۍ نه تا له راکُوز شو؟ دا وخت د پېسو او جامو، د زيتُونو ونو او د انګورو باغونو، د ګډو او څاروو او د نوکرانو د قبلولو نۀ دے! ۲۷نو د نعمان بيمارى به په تا او ستا په اولاد باندې د همېشه دپاره وى!“ کله چې جيحازى لاړو، نو په هغۀ دا بيمارى راغله او د هغۀ څرمن د واورې په شان سپينه شوه.