د بادشاهانو دويم کِتاب

څلورم باب

د اليشع د يوې غريبې کُنډې مدد کول

۱د پېغمبرانو د يوې ډلې د يو پېغمبر کُنډه اليشع له لاړه او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه! زما خاوند مړ دے. لکه څنګه چې تا ته پته ده چې هغه د مالِک خُدائ نه يرېدو، نو ما له يو کس راغلے وو چې په قرض کښې زما دوه زامن بوځى او خپل غلامان يې جوړ کړى.“ ۲هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟ ما ته ووايه چې ستا په کور کښې څۀ شته؟“ هغې ورته ووئيل، ”د زيتُونو تېلو د يو وړُوکى لوښى نه بغېر هيڅ هم نۀ نشته.“ ۳اليشع هغې ته ووئيل، ”خپلو ټولو ګاونډيانو کره لاړه شه او چې څومره ډېر کېدے شى د هغوئ نه خالى لوښى وغواړه. ۴بيا تۀ او ستا زامن کور ته لاړ شئ، دروازه بنده کړئ او په لوښو کښې تېل اچول شروع کړئ. چې يو لوښے ډکېږى نو هغه يو طرف ته ايږدئ.“ ۵نو هغه ښځه خپلو زامنو سره کور ته دننه لاړه، دروازه يې بنده کړه، د زيتُونو هغه وړُوکے لوښے يې واخستلو او تېل يې په لوښو کښې اچول او د هغې زامنو ورله لوښى راوړل. ۶کله چې هغوئ ټول لوښى ډک کړل، نو هغې ترې نه تپوس وکړو چې نور شته. نو يو زوئ ورته ووئيل، ”نور نشته.“ نو د تېلو بهېدل بند شول. ۷هغه واپس اليشع پېغمبر له لاړه او هغۀ ورته ووئيل، ”د زيتُونو تېل خرڅ کړه او خپل ټول قرض ختم کړه او چې پېسې پاتې شى نو په هغې باندې تۀ او ستا زامن خپله خرچه کوئ.“

اليشع او د شونيم مالداره ښځه

۸يوه ورځ اليشع شونيم ته لاړو، چرته چې يوه مالداره ښځه اوسېده. هغې هغۀ له د روټۍ دعوت ورکړو، بيا چې هغه کله هم شوينم ته تلو نو د هغې په کور کښې به يې روټۍ خوړله. ۹هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”دلته چې کوم سړے اکثر راځى نو زما دا يقين دے چې هغه د خُدائ پاک خِدمتګار دے. ۱۰راځه چې په چت باندې يوه وړه کوټه جوړه کړُو، يو کټ، مېز، کُرسۍ او يوه ډيوه به په کښې کېږدو او چې هغه کله مونږ له راځى نو هلته به پاتې کېږى.“ ۱۱يوه ورځ هغه راغلو او د آرام دپاره خپلې کوټې ته وختلو. ۱۲نو هغۀ خپل نوکر جيحازى ته ووئيل چې لاړ شه او هغه شونيمى ښځه راوغواړه. کله چې هغه راغله، ۱۳نو هغۀ جيحازى ته ووئيل، ”هغې ته ووايه چې زمونږ د ضرورتُونو پوره کولو دپاره يې کوم تکليف کړے دے نو د دې په بدل کښې زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم. کېدے شى چې هغه ما ته ووائى چې بادشاه يا د فوج مشر له لاړ شم او د هغې سفارش وکړم.“ هغې ورته ووئيل، ”زما خلق زما خيال ساتى.“ ۱۴اليشع د جيحازى نه تپوس وکړو، ”نو زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”خبره دا ده چې د هغې بچى نشته او د هغې خاوند يو بوډا سړے دے.“ ۱۵اليشع حُکم وکړو، ”هغې ته ووايه چې دلته راشى.“ نو هغه راغله او د دروازې په خولهٔ کښې ودرېدله، ۱۶اليشع هغې ته ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې هم په دې وخت کښې به تا په خپل غېږ کښې يو زوئ نيولے وى.“ هغې ووئيل، ”صاحِبه! ما ته دروغ مۀ وايه. تۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يې!“ ۱۷خو لکه چې څنګه اليشع وئيلى وُو، په ورپسې کال تقريباً هم هغه وخت د هغې يو زوئ پېدا شو. ۱۸کله چې هلک لوئ شو نو يوه ورځ هغه بهر خپل پلار له ووتلو، پلار يې د لَوګرو سره په پټى کښې وو. ۱۹ناڅاپه هغۀ خپل پلار ته چغه کړه، ”زما په سر څۀ وشول! زما سر خوږېږى!“ پلار يې يو نوکر ته ووئيل، ”هلک خپلې مور له بوځه.“ ۲۰هغه نوکر هلک واپس خپلې مور له بوتلو، او تر هغې پورې يې په غېږ کښې نيولے وو، چې د غرمې په وخت هغه مړ شو. ۲۱هغې هغه د اليشع کوټې له يوړو، هغه يې په کټ کېښودو او لاړه، دروازه يې ورپسې بنده کړه. ۲۲بيا يې خپل خاوند راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”يو نوکر د خر سره دلته راولېږه چې زۀ زر زر د خُدائ پاک خِدمتګار له لاړه شم او بيا واپس راشم.“ ۲۳خاوند ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ نن ولې روانه شوې؟ نن خو نۀ د سبت ورځ ده او نۀ د نوې مياشتې اختر دے!“ هغې ورته ووئيل، ”خېر به شى.“ ۲۴بيا هغې خر کته کړو او نوکر له يې حُکم ورکړو، ”څومره تېز چې خر تلے شى نو بو يې ځه او چې ما درته وئيلى نۀ وى نو چې په مزه يې نۀ کړې.“ ۲۵نو هغه روانه شوه او د کرمل غر ته لاړه، چرته چې اليشع وو. اليشع هغه د لرې ځائ نه وليده چې راروانه وه او خپل نوکر جيحازى ته يې ووئيل، ”ګوره! هغه ښځه د شونيم نه راغله! ۲۶هغې له تېز ورشه او دا معلوم کړه چې هغه د هغې خاوند د هغې زوئ په خېر دى.“ هغه ښځې جيحازى ته ووئيل، ”او، مونږ ټول په خېر يُو.“ ۲۷خو چې کله هغه اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته ووئيل، ”هغه پرېږده. تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“ ۲۸ښځې هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه! ما ستا نه زوئ غوښتلے وو څۀ؟ ما تا ته نۀ وُو وئيلى چې زما اُميدونه مۀ راپاڅوه؟“ ۲۹اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې ووئيل، ”ځان تيار کړه! زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دعا مۀ کوه او که په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“ ۳۰د هلک مور اليشع ته ووئيل، ”زما دې په ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم وى چې زۀ به ستا نه بغېر لاړه نۀ شم!“ نو اليشع د هغې سره لاړو. ۳۱جيحازى وړاندې لاړو او د هلک په مخ يې امسا کېښوده، خو هيڅ آواز يا د ژوند څۀ علامت په کښې نۀ وو. نو هغه د اليشع سره مِلاوېدو دپاره واپس لاړو او ورته يې ووئيل، ”هغه هلک خو پا نۀ څېدو.“ ۳۲کله چې اليشع ورورسېدو، نو هغه کوټې ته يواځې دننه لاړو او وې ليدل چې هلک په کټ باندې مړ پروت دے. ۳۳هغۀ دروازه بنده کړه او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو. ۳۴بيا هغه کټ له لاړو او په هلک ورپرېوتلو، خپله خولهٔ يې د هلک په خولهٔ کېښوده، سترګې د هغۀ په سترګو او لاسونه يې د هلک په لاسونو کېښودل. بيا هغه د هلک د پاڅه څملاستو، نو هلک ګرمېدو. ۳۵اليشع پاڅېدو، په کوټه کښې وګرځېدو او واپس لاړو او په هلک باندې څملاستو. هلک اووۀ ځل انتروشى واچول او بيا يې سترګې وغړولې. ۳۶اليشع جيحازى راوغوښتلو او ورته يې ووئيل چې د هلک مور راوغواړه. کله چې هغه راغله، نو هغۀ ورته ووئيل، ”زوئ دې واخله.“ ۳۷نو هغه د اليشع په پښو پرېوتله، زمکې ته ټيټه شوه، او بيا هغې خپل زوئ واخستلو او لاړه.

دوه نورې معجزې

۳۸کله چې اليشع جِلجال ته راواپس شو، نو په هغه مُلک کښې قحط وو. د پېغمبرانو يوه ډله د هغۀ په وړاندې ناسته وه، هغۀ خپل نوکر ته ووئيل چې په اور باندې يو غټ لوښے کېږده او د هغوئ دپاره ښوروه تياره کړه. ۳۹د هغوئ نه يو پټو ته لاړو او څۀ بوټى يې راټول کړل. هغۀ د ځنګلى کدو يو بوټے وموندلو او د ځنګلى کدوانو نه يې يوه غېږه راټوله کړه. هغۀ دا راوړل پرې يې کړل او په ښوروه کښې يې واچول، خو په دې نۀ پوهېدو چې دا څۀ شے دے. ۴۰ښوروه هغه سړو ته واچولے شوه چې وې خورى، خو چې څنګه يې دا وڅَکله نو هغوئ اليشع ته ووئيل، ”اے د خُدائ پاک خِدمتګاره! په دې لوښى کښې خو زهر دى!“ او هغوئ دا نۀ شوه خوړلے. ۴۱اليشع څۀ اوړۀ راوغوښتل، لوښى کښې يې واچول او وې وئيل، ”هغوئ ته لږه نوره ښوروه واچوه.“ نو په هغه لوښى کښې ښورواه ټيک شوه. ۴۲يو بل ځل، د بعل سليسه نه يو سړے راغلو، اليشع له يې شل روټۍ راوړې چې په هغه کال د اوربشو د اول فصل نه تيارې شوې وې او څۀ تازه وږى يې هم راوړل. اليشع خپل نوکر ته ووئيل چې د پېغمبرانو ډلې له دا خوراک ورکړه، ۴۳خو هغۀ ورته ووئيل، ”سلو سړو ته دا خوراک څنګه کېږدم؟“ اليشع ورته ووئيل، ”هغوئ له يې ورکړه چې وې خورى، ځکه چې مالِک خُدائ وائى چې هغوئ به ورباندې ماړۀ شى او ترې نه پاتې به هم شى.“ ۴۴نو نوکر روټۍ د هغوئ په مخکښې کېښوده او لکه چې څنګه مالِک خُدائ وئيلى وُو، هغوئ ټولو روټۍ وخوړه او څۀ ترې نه پاتې هم شوه.