د بادشاهانو دويم کِتاب

دريم باب

د بنى اِسرائيلو او موآب په مينځ کښې جنګ

۱نو د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اتلسم کال، د اخى‌اب زوئ يورام د بنى اِسرائيلو بادشاه شو او په سامريه باندې يې دولس کاله بادشاهى وکړه. ۲هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه، خو د خپل پلار او د خپلې مور ايزبل په شان خراب نۀ وو او د بعل هغه بُت يې راوغورزولو کوم چې د هغۀ پلار جوړ کړے وو. ۳خو يورام د نباط زوئ يربعام په شان ګناه کوله. يورام بنى اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلل او دا ګناه يې نۀ پرېښودله. ۴د موآب بادشاه ميسا به ګډې ساتلې او هر کال يې يو لاکھ ګډُورى او د يو لاکھ ګډو وړۍ د بنى اِسرائيلو بادشاه له په محصُول کښې ورکولې. ۵خو چې د بنى اِسرائيلو بادشاه اخى‌اب مړ شو، نو ميسا د بنى اِسرائيلو خِلاف بغاوت وکړو. ۶نو يورام سمدستى د سامريه نه لاړو او خپل ټول فوجيان يې راغونډ کړل. ۷هغۀ د يهوداه بادشاه يهوسفط له دا پېغام ولېږلو، ”د موآب بادشاه زما خِلاف بغاوت کړے دے، تۀ به د هغۀ خِلاف په جنګ کښې زما ملګرتيا کوې څۀ؟“ يهوسفط بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به ستا ملګرتيا وکړم، زما سړى، اسونه او زۀ ستا د حُکم لاندې يُو. ۸خو د حملې دپاره به په کومه لار ځُو؟“ يورام ورته ووئيل، ”مونږ به د ادوم په صحرا کښې په اُوږده لار باندې لاړ شو.“ ۹نو يورام بادشاه او د يهوداه او ادوم بادشاهان روان شول. د اوو ورځو د مزل نه پس، د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې او د سړو او د ځناورو دپاره لږې هم پاتې نۀ شوې. ۱۰يورام بادشاه په خفګان کښې ووئيل، ”افسوس! مالِک خُدائ مونږ درې واړه دلته د دې دپاره راوستلى يُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى!“ ۱۱يهوسفط تپوس وکړو، ”دلته داسې پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د خُدائ پاک نه تپوس وکړُو؟“ نو د يورام بادشاه د فوج يو آفسر ورته ووئيل، ”د سافط زوئ اليشع شته. هغه د الياس مددګار وو.“ ۱۲يهوسفط بادشاه ووئيل، ”مالِک خُدائ د هغۀ په ذريعه کلام کوى.“ نو هغه درې بادشاهان اليشع له لاړل. ۱۳اليشع د بنى اِسرائيلو بادشاه ته ووئيل، ”زۀ په تا باندې څۀ وکړم، هغه پېغمبرانو له لاړ شه چې ستا مور او پلار ورسره مشوره کوله.“ خو يورام ورته ووئيل، ”نه، ځکه چې دا مالِک خُدائ وو چې مونږ درې بادشاهان يې راغونډ کړُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“ ۱۴اليشع ورته ووئيل، ”زۀ د هغه ژوندى رب‌الافواج په نوم قسم کوم چې ما يې خِدمت کړے دے. که ما ستاسو د ملګرى د يهوداه بادشاه يهوسفط عزت نۀ کولے نو ما به ستاسو دپاره هيڅ هم نۀ وُو کړى. ۱۵اوس ما له د موسيقۍ والا راوله.“ نو کله چې هغۀ موسيقى وغږوله، نو مالِک خُدائ په اليشع باندې وحى نازله کړه، ۱۶او اليشع ووئيل، ”مالِک خُدائ داسې وائى: دا اوچه وادى به د اوبو د ډنډُونو نه ډکه شى. ۱۷تاسو به هيڅ باران يا هوا ونۀ وينئ، خو دا نِهر به بيا هم د اوبو نه ډک شى او تاسو، ستاسو څاروى او نور ځناور به اوبۀ وڅښى. ۱۸خو دا کار کول د مالِک خُدائ دپاره آسان دے، هغه به تاسو له په موآبيانو باندې فتح هم درکړى. ۱۹تاسو به د هغوئ د پَخو دېوالونو والا ټول ښائسته ښارونه فتح کړئ، تاسو به ټولې ښې ونې راوغورزوئ، ټولې چينې به بندې کړئ او د هغوئ ټول آباد پټى به تباه کړئ او په کاڼو به يې پټ کړئ.“ ۲۰په ورپسې سحر، د سحر د نذرانې په وخت، د ادوم د طرف نه اوبۀ راوبهېدلې او مُلک د اوبو نه ډک شو. ۲۱کله چې موآبيان خبر شول چې هغه درې بادشاهان په هغوئ باندې د حملې دپاره راغلى دى، نو هغه ټول بوډاګان او ځوانان سړى راوغوښتلے شول چا چې جنګ کولے شو او هغوئ د حد په پوله باندې د جنګ دپاره ودرولے شول. ۲۲په ورپسې سحر چې هغوئ پاڅېدل، نو نمر په اوبو باندې ځلېدو او اوبۀ د وينو په شان سرې ښکارېدلې. ۲۳هغوئ په حېرانتيا سره ووئيل، ”ګورئ، دا خو وينه ده، هغه درې لښکرو به د يو بل سره جنګ کړے وى او ټول به مړۀ شوى وى! راځئ چې مالِ غنيمت راغونډ کړُو!“ ۲۴خو چې کله هغوئ خېمو ته ورسېدل، نو بنى اِسرائيلو ورباندې حمله وکړه او واپس يې وشړل. بنى اِسرائيليان د موآب مُلک پورې په هغوئ پسې وُو او په تلو تلو کښې يې هغوئ وژل ۲۵او د هغوئ ښارونه يې تباه کول. کله چې هغوئ د آباد پټى نه تېرېدل، نو هر يو بنى اِسرائيلى به يو کاڼے وراچولو چې په کاڼو به پټ شو، هغوئ ټولې چينې هم بندې کړې او ټولې ښې ونې يې راوغورزولې. په آخِر کښې صِرف د قيرحراست شاهى ښار پاتې شو او چې د کومو سړو سره ليندې وې نو هغوئ دا ښار محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه. ۲۶کله چې د موآب بادشاه ته پته ولګېده چې جنګ بائيلى، نو هغۀ خپل اووۀ سوه د تُورو والا فوجيان د ځان سره کړل او د دشمن په صفُونو کښې يې د ځان دپاره د لارې جوړولو کوشش وکړو چې د شام بادشاه له وتښتى، خو هغه ناکام شو. ۲۷نو هغۀ خپل مشر زوئ د ځان سره بوتلو چې کوم د هغۀ نه پس بادشاه جوړېدو او هغه يې په دېوال باندې د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. نو په دې وجه خُدائ پاک بنى اِسرائيلو ته سخت په قهر وو او بنى اِسرائيليان د ښار نه راوګرځېدل او خپل مُلک ته راواپس شول.