د بادشاهانو دويم کِتاب

لسم باب

د اخى‌اب د اولاد وژلے کېدل

۱د اخى‌اب بادشاه اويا زامن د سامريه په ښار کښې اوسېدل. ياهُو يو خط وليکلو او د ښار حُکمرانانو، د ښار مشرانو او د اخى‌اب د اولاد مشرانو له يې د دې نقلونه ولېږل. په خط کښې دا وئيلى شوى وُو، ۲”تاسو د بادشاه د زامنو مشران يئ او ستاسو حِفاظت د جنګى ګاډو، اسونو، وسلحو او د پَخو دېوالونو د ښارونو سره کېږى. چې څنګه تاسو ته دا خط مِلاو شى، ۳نو تاسو د بادشاه د زامنو نه يو ښۀ کس خوښ کړئ، هغه بادشاه جوړ کړئ او د هغۀ د حِفاظت دپاره جنګ کوئ.“ ۴د سامريه حکمرانان ويرېدل. هغوئ ووئيل، ”يورام بادشاه او اخزياه بادشاه چې د ياهُو مخالفت نۀ شو کولے نو مونږ د هغۀ مخالفت څنګه وکړُو؟“ ۵نو د محل آفسر او د ښار آفسر، سره د ښار د مشرانو او د بادشاه د زامنو محافظانو، ياهُو له دا پېغام ولېږلو، ”مونږ ستا خِدمت کوُونکى يُو او چې تۀ څۀ وايې نو هغې ته تيار يُو. خو مونږ د هيچا نه هم بادشاه نۀ جوړوُو، چې څۀ تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“ ۶ياهُو هغوئ ته يو بل خط وليکلو، ”که تاسو زما ملګرتيا کوئ او زما حُکمونو منلو ته تيار يئ، نو صبا دا وخت په يزرعيل کښې د اخى‌اب بادشاه د زامنو سرونه ما له راوړئ.“ د اخى‌اب بادشاه اويا زامن د سامريه ښار د مشرانو د حِفاظت لاندې لوئ شول. ۷چې کله د ياهُو خط راورسېدو، نو د سامريه مشرانو د اخى‌اب هغه اويا واړه زامن ووژل، د هغوئ سرونه يې په ټوکرو کښې واچول او په يزرعيل کښې يې ياهُو له ولېږل. ۸کله چې ياهُو خبر شو چې د اخى‌اب د زامنو سرونه راوړى شوى دى، نو هغۀ حُکم ورکړو چې د دې نه د ښار د دروازې په خولهٔ کښې دوه ډيرى جوړ کړئ او تر سحر پورې دې هلته پرېښودلےشى. ۹په سحر کښې، هغه د ښار دروازې له لاړو او چې کوم خلق هلته وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”زۀ هغه څوک يم چا چې د يورام بادشاه خِلاف منصُوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، تاسو د هغې ذِمه وار نۀ يئ. خو دا ټول چا ووژل؟ ۱۰تاسو يقين وکړئ چې د مالِک خُدائ کوم پېغام د اخى‌اب د کورنۍ په باره کښې بيان شوے وو هغه به نۀ ناکام کېږى. مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوُونکى الياس په ذريعه دا اِعلان کړے وو چې داسې به کېږى.“ ۱۱بيا ياهُو د اخى‌اب نور ټول خپلوان ووژل چې کوم په يزرعيل کښې اوسېدل او د هغۀ ټول آفسران، نزدې ملګرى او اِمامان هم، د هغوئ نه يو کس هم ژوندې پاتې نۀ شو.

د اخزياه بادشاه د خپلوانو وژلے کېدل

۱۲ياهُو سامريه ته روان شو. په لار کښې، د هغه ځائ سره چې نوم يې ”د شپانو ځائ“ وو، ۱۳هغه د يهوداه د مړ بادشاه اخزياه د يو څو خپلوانو سره مِلاو شو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو څوک يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ د اخزياه خپلوان يُو، مونږ يزرعيل ته روان يُو چې د مَلِکه ايزبل او د شاهى کورنۍ د نورو کسانو درناوے وکړُو.“ ۱۴ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”هغوئ ژوندى ونيسئ!“ نو هغوئ يې ونيول او هغوئ يې هلته د يوې کندې سره نزدې ووژل. هغوئ ټول دوه څلوېښت کسان وُو او د هغوئ نه يو کس هم ژوندې پاتې نۀ شو.

د اخى‌اب د پاتې شوو ټولو خپلوانو وژلے کېدل

۱۵ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يهوناداب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يهوناداب ورته ووئيل، ”او، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”که داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو. ۱۶او هغۀ ورته ووئيل، ”زما سره لاړ شه او په خپله وګوره چې زۀ د مالِک خُدائ څومره وفادار يم.“ او هغه يې په خپله جنګى ګاډۍ کښې بوتلو. ۱۷کله چې هغوئ سامريه ته راغلل، نو ياهُو د اخى‌اب ټول پاتې شوى خپلوان ووژل، تر دې پورې چې يو هم ژوندې پاتې نۀ شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ الياس ته کلام کړے وو.

د بعل عِبادت کوُونکى وژلے کېدل

۱۸ياهُو د سامريه ټول خلق راغونډ کړل او ورته يې ووئيل، ”اخى‌اب بادشاه د بعل بُت لږ شان خِدمت کړے دے، خو زۀ به يې د هغۀ نه هم زيات خِدمت وکړم. ۱۹د بعل ټول پېغمبران، د هغۀ ټول عِبادت کوُونکى او ټول اِمامان يې راغونډ کړئ. هيڅ څوک به غېر حاضر نۀ وى، زۀ بعل ته يوه لويه قربانى پېش کوم او چې څوک هم حاضر نۀ شى نو هغه به وژلے شى.“ خو د ياهُو مطلب دا وو چې داسې به د بعل عِبادت کوُونکى ووژنى. ۲۰بيا ياهُو اِعلان وکړو، ”د بعل د درناوى دپاره د عِبادت د ورځې اِعلان وکړئ!“ نو اِعلان وشو، ۲۱او ياهُو د بنى اِسرائيلو ټول مُلک ته دا خبر ولېږلو، چا چې د بعل عِبادت کړے وى نو هغه دې راشى، هيڅ څوک به غېر حاضر نۀ وى. هغوئ ټول د بعل عِبادتخانې ته راغلل او د يو سر نه تر بل سره پورې يې عِبادتخانه ډکه کړه. ۲۲بيا ياهُو د مقدسو چُوغو مشر اِمام له حُکم ورکړو چې چُوغې راوړه او عِبادت کوُونکو له يې ورکړه. ۲۳د هغې نه پس، ياهُو په خپله د ريکاب زوئ يهوناداب سره عِبادتخانې ته دننه شو او خلقو ته يې هلته ووئيل، ”پام کوئ چې صِرف د بعل عِبادت کوُونکى حاضر وى او د مالِک خُدائ يو عِبادت کوُونکے هم نۀ وى راننوتلے.“ ۲۴بيا هغه او يهوناداب دننه لاړل چې بعل ته قربانۍ او سوزېدونکې نذرانې پېش کړى. هغۀ اتيا سړى د عِبادتخانې نه بهر ودرولى وُو او هغوئ ته يې وئيلى وُو، ”تاسو به دا ټول خلق وژنئ، چې د چا نه يو کس هم وتښتى نو د هغۀ په سر کښې به هغه وژلے شى!“ ۲۵چې څنګه ياهُو نذرانې پېش کړې، نو هغۀ څوکيدارانو او آفسرانو ته ووئيل، ”دننه ورشئ او ټول ووژنئ، چې يو هم درنه خلاص نۀ شى!“ هغوئ تُورې راويستلې او دننه لاړل، ټول يې ووژل او د هغوئ لاشونه يې بهر راښکل. بيا هغوئ د عِبادتخانې دنننى ځائ ته لاړل، ۲۶چې هلته کومې مقدسې ستنې وې هغه يې راوويستلې او وې سوزولې. ۲۷نو هغوئ د عِبادت ستنې او عِبادتخانه تباه کړه او عِبادتخانه په ټټۍ بدله شوه او تر نن پورې شته دے. ۲۸نو ياهُو داسې د بنى اِسرائيلو نه د بعل عِبادت ختم کړو، ۲۹خو هغۀ د يربعام بادشاه ګناه بنده نۀ کړه، چا چې بنى اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو چې هغوئ د سرو زرو د هغه سخى عِبادت وکړو چې هغۀ په بيت‌اېل او دان کښې لګولے وو. ۳۰مالِک خُدائ ياهُو ته ووئيل، ”تا د اخى‌اب په اولاد باندې هم هغه څۀ وکړل چې ما درته وئيلى وُو. نو زۀ تا سره لوظ کوم چې ستا اولاد به تر څلورم نسل پورې د بنى اِسرائيلو بادشاهان وى.“ ۳۱خو ياهُو د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک قانون نۀ منلو. هغه د يربعام د هغه ګناهونو نه نۀ راګرځېدو، چې په بنى اِسرائيلو باندې يې کړى وُو.

د ياهُو مرګ

۳۲په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د علاقې کمول شروع کړل. د شام بادشاه خزائيل د بنى اِسرائيلو ټوله علاقه فتح کړه ۳۳د اُردن نمر خاتۀ طرف ته، د ارنون سيند په غاړه په جنوب کښې د عروعير ښار پورې، په دې کښې د جِلعاد او بسن علاقې هم شامِلې وې، چرته چې د جاد، روبين او نَمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلې اوسېدې. ۳۴نور هر څۀ چې ياهُو کړى وُو، سره د هغۀ د بهادرۍ د کارنامو، دا د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۳۵هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآخز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. ۳۶ياهُو په سامريه کښې اتۀ‌ويشت کاله بادشاهى وکړه.