دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

اُووم باب

۱نو اَئے خوږو دوستانو! چُونکه زمُونږ سره داسے وعدے شوى دى نو راځئ چه مُونږ خپل ځانُونه دَ هر قِسمه جسمانى اَؤ رُوحانى ناپاکو نه پاک کړُو اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوُو.

دَ جماعت دَ توبے په حقله دَ پولوس خوشحالى

۲مُونږ ته په خپلو زړُونو کښے ځائے راکړئ. مُونږ دَ هيچا سره بے اِتفاقى نۀ ده کړے، چا ته مو نُقصان نۀ دے رسولے اَؤ دَ چا نه مو خپل مقصد نۀ دے تر سره کړے. ۳زَۀ تاسو ملامتول نۀ غواړم ځکه چه ما تاسو ته اول هم وئيلى دى چه تاسو زمُونږ په زړُونو کښے داسے ځائے مُوندلے دے چه که مرګ وى اَؤ که ژوندُون، مُونږ تاسو سره يو ځائے يُو. ۴زَۀ په تاسو باور کوم اَؤ چه زَۀ په تاسو ډير فخر کوم ما ته پُوره تسلى حاصله ده اَؤ چه په مُونږ چه څومره مُصيبتُونه راځى په هغو ټولو کښے زما زړۀ بيحده خوشحاليږى.

۵هر کله چه مُونږ مِکدونيه ته راغلُو نو زمُونږ دے خوارو بدنُونو ته دلته هم هيڅ آرام نۀ وو، هر طرف ته تکليفُونه وُو، زمُونږ نه ګير چاپير جګړے وے اَؤ زمُونږ په زړُونو کښے ئے ويره وه. ۶خو خُدائے چه عاجزانو ته تسلى ورکوى نو دَ تيطوس په راتلو ئے مُونږ ته تسلى راکړله، ۷نۀ تش دَ هغۀ په راتلو بلکه دَ هغۀ په هغه تسلئ چه هغۀ ته له تاسو نه ورکړے شوے وه، اَؤ چه هغۀ مُونږ خبر کړلُو چه تاسو زما په ليدو پسے څومره ليواله يئ اَؤ چه ډير اَفسوس کوئ اَؤ زما ملګرتيا کوئ نو په هغوئ زَۀ نور زيات خوشحاله شوم. ۸که چرے تاسو زما په هغه درليږلى خط غمژن وئ نو اوس په هغے پښيمانه نۀ يم. زَۀ به په دے هله خفه شوے وے که چرے ما ليدلے وے چه هغه خط تاسو غمژن کړلئ که هغه هم دَ لږ وخت دَ پاره وے. ۹خو اوس په دے خوشحاله يم چه ستاسو دَ غم نتيجه توبه ګارى شوه ولے چه ستاسو غم دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق وو، دَ پاره دَ دے چه تاسو ته زمُونږ دَ طرف نه څۀ نُقصان نۀ وى. ۱۰ځکه چه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق غم داسے توبه راپيدا کوى چه دَ هغے اَنجام خلاصُون دے اَؤ په هغے پښيمانه کيدل نِشته، خو دَ دُنيا غم مرګ پيدا کوى. ۱۱نو ګورئ دغه خبرے چه تاسو دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق غمژن شوئ په تاسو کښے څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، ويره، شوق، جوش اَؤ غيرت پيدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چه تاسو په دے خبره کښے بر يئ. ۱۲نو بيا اګر که ما تاسو ته ليکلى وُو خو په هغه وجه مے نۀ وُو ليکلى، چا چه بے اِنصافى وکړه اَؤ نۀ په هغه وجه چه دَ چا سره چه بے اِنصافى وشوه خو په دے وجه چه تاسو دَ خُدائے په حضُور کښے زمُونږ څومره رښتينى تابعداره ظاهر شئ. ۱۳ځکه خو زمُونږ دومره تسلى وشوه.

اَؤ زمُونږ په دے هم تسلى وشوه کله چه مُونږ وليدل چه تيطوس ډير خوشحاله دے نو مُونږ ته نوره هم زياته خوشحالى حاصله شوه ځکه چه ستاسو ټولو په سبب هغۀ تسلى بيا مُونده. ۱۴اَؤ که ما دَ هغۀ په وړاندے ستاسو په باب کښے څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکه څنګه چه مُونږ تاسو ته ټولے خبرے په رښتيا وکړے هم هغه شان چه مُونږ کُوم فخر دَ تيطوس په وړاندے وکړو، هغه هم رښتيا وختلو. ۱۵اَؤ هر کله چه هغۀ ته ستاسو دَ ټولو فرمانبردارئ راياديږى چه تاسو څنګه په ويره اَؤ رپيدلو هغه قبُول کړو نو تاسو سره دَ هغۀ دَ زړۀ مينه نوره هم زياتيږى. ۱۶زَۀ خوشحاله يم چه ستاسو له طرفه په هره خبره کښے زما تسلى ده.