دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

پنځم باب

۱نو مُونږ په دے پوهه يُو چه زمُونږ وجُود دَ يو تمبُو په شان دے. کله چه دا تمبُو چه په مزکه دے، راوغورزولے شى نو مُونږ ته به دَ خُدائے له طرفه په آسمان کښے يوه داسے ماڼئ راکولے کيږى کُومه چه به په لاس دَ جوړ شوى کور په څير نۀ وى بلکه آبدى به وى. ۲څنګه چه مُونږ په دے وجُود کښے کړيږُو اَؤ ډير ارمانجن يُو چه په خپل آسمانى کور کښے داخل شُو، ۳اَؤ په هغۀ کښے لکه په جامه بربنډ ځان پټ کړُو. ۴ځکه چه په دے تمبُو کښے په اوسيدو مُونږ دَ بوج دَ زوره په زبيرګو يُو دَ دے دَ پاره نه چه مونږ دا جامه ويستل غواړو بلکه په دے باندے بله اغوستل غواړُو، دَ دے دَ پاره چه کُومه چه فنا کيدُونکى ده هغه په غير فانى کښے بدله شى. ۵اَؤ چا چه مُونږ دَ دے کار دَ پاره تيار کړُو هغه خُدائے دے اَؤ هغۀ مُونږ ته په بيعانه کښے خپل رُوح راکړو. ۶ځکه چه مُونږ تل تر تله تسلى لرُو اَؤ په دے پوهيږُو چه تر څو چه مُونږ دَ وجُود په کور کښے يُو نو دَ مالِک په کور کښے نۀ يُو. ۷ځکه چه مُونږ په ايمان ژوندُون تيرَوُو، نۀ چه دَ سترګو په ليدلو. ۸غرض دا چه زمُونږ تسلى ده چه مُونږ دَ وجُود غوندے کور به پريږدُو اَؤ دَ مالِک سره اوسيدل زيات خوښوُو. ۹که مُونږ دَ وجُود په کور کښے يُو يا دَ مالِک سره، خو زمُونږ دَ ټولو نه لوئے مقصد دا دے چه مالِک خوشحاله کړُو. ۱۰ځکه چه دا ضرورى ده چه دَ مسيح دَ عدالت دَ تخت په وړاندے چه مُونږ حاضر شُو نو چه زمُونږ دَ ټولو حال څرګند کړے شى نو هر څوک به دَ خپلو هغو کارُونو بدل ومُومى کُوم چه هغوئ دَ وجُود په وسيله کړى دى که بد وى اَؤ که ښۀ.

دَ پُخلا خادم

۱۱نو مُونږ دَ خُدائے دَ ويرے په مطلب پوهيږُو نو ځکه مُونږ دَ اِنسان دَ قانع کولو کوشِش کوُو. په خُدائے باندے زمُونږ حال ظاهر دے اَؤ دا اُميد دے چه زمُونږ حال به ستاسو په ضمير هم صفا ظاهر شوے وى. ۱۲نو مُونږ خپله نيکنامى په تاسو نۀ زياتوُو بلکه مُونږ په خپله تاسو له موقعه درکوُو چه په مُونږ فخر وکړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو هغوئ له جواب ورکړئ شئ څوک چه په ظاهر فخر کوى خو په باطن نه. ۱۳که چرے مُونږ په خود کښے نۀ يُو نو دَ خُدائے دَ پاره يُو اَؤ که په خود کښے يُو نو ستاسو دَ پاره يُو. ۱۴دَ مسيح مينه مُونږ مجبوروى ځکه چه مُونږ پوهيږُو چه که يو دَ ټولو دَ پاره مړ شو نو ټول مړۀ شول. ۱۵اَؤ هغه دَ دے خاطره دَ ټولو دَ پاره مړ شو چه څوک چه ژوندى دى هغه دِ بيا دَ ځان دَ پاره نۀ وى ژوندى بلکه دَ هغۀ دَ خاطره دِ ژوندى وى څوک چه دَ هغوئ دَ پاره مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو. ۱۶نو اوس به مُونږ دَ چا په باب کښے اِنسانى رائے نۀ لرُو اګر که مُونږ دَ مسيح په باب کښے يو وخت اِنسانى رائے لرله خو اوس به داسے نۀ کوُو. ۱۷دَ دے دَ پاره که څوک په مسيح کښے وى نو هغه نوے مخلُوق دے، زاړۀ څيزُونه تير شول، وګورئ هغه اوس نوى شول. ۱۸ټول څيزُونه دَ خُدائے له طرفه دى چا چه دَ مسيح په وسيله دَ خپل ځان سره مُونږ پُخلا کړلُو اَؤ دَ پُخلا کولو پيغام ئے مُونږ ته سپارلے دے. ۱۹مطلب دا چه خُدائے دَ مسيح په وسيله دُنيا دَ خپل ځان سره پُخلا کوله اَؤ دَ هغوئ ګُناهُونه ئے دَ هغوئ په ذمه وانۀ چول اَؤ دَ پُخلا کولو پيغام ئے زمُونږ په حواله کړو.

۲۰نو اوس مُونږ دَ مسيح اَستازى يُو ګويا زمُونږ په وسيله خُدائے دا خواست کوى، مُونږ دَ مسيح دَ طرف نه منت کوُو چه دَ خُدائے سره پُخلا شئ. ۲۱هغه چا چه ګُناه نۀ پيژنده خو خُدائے هم هغه زمُونږ دَ پاره ګُناه وګڼلو چه مُونږ په هغۀ کښے دَ خُدائے صداقت شُو.