دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

څلورم باب

دَ خاؤرے په لوښو خزانه

۱پس هر کله چه په مُونږ داسے رحم وشو چه مُونږ ته دا خدمت وسپارلے شو نو مُونږ هِمت نۀ بائيلو، ۲بلکه مُونږ دَ شرم پټے خبرے پريښودے اَؤ دَ مکارئ چلند نۀ کوُو، نۀ دَ خُدائے په کلام کښے څۀ ګډُون کوُو بلکه حق ظاهروُو اَؤ دَ خُدائے په نزد دَ هر چا دَ ضمير په وړاندے خپل ځان ښکاره کوُو. ۳اَؤ که چرے زمُونږ په زيرى پړده پرته ده نو دا تشه دَ هلاکيدُونکو دَ پاره ده، ۴يعنے هغه به ايمان نۀ راؤړى ځکه چه دَ دے بدى دُنيا سردار يعنے شيطان دَ هغوئ عقل ړُوند کړے دے، دَ دے دَ پاره چه مسيح څوک چه دَ خُدائے په شکل دے، دَ هغۀ دَ جلال دَ زيرى رڼا په هغوئ ونۀ ځليږى. ۵ځکه چه مُونږ خپل نه، بلکه دَ عيسىٰ مسيح دَ زيرى تبليغ کوُو، ځکه چه هغه مالِک دے اَؤ دَ خپل ځان په حقله داسے وايُو چه مُونږ دَ عيسىٰ په خاطر ستاسو غُلامان يُو. ۶اَؤ خُدائے چه دا ئے وئيلى دى چه ”دَ تيارے نه دِ رڼا وځليږى“ نو هغه زمُونږ په زړُونو کښے وځلوله چه دَ خُدائے جلال وپيژنُو چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مخ نه ځليږى.

۷دَ زيرى دا کلام چه مُونږ سره دے دَ يوے خزانے په شان دے چه دَ خاوُرو په لوښو کښے وى. خو داسے کيدل ضرورى دى چه دا ښکاره شى چه دَ حده هورته قُدرت دَ خُدائے له طرف نه دے، نه چه زمُونږ له طرف نه. ۸مُونږ دَ هر طرف نه مُصيبتُونه خو اُوچتوُو خو زپلے کيږو نه، پريشان کيږُو ضرور خو نا اُميد نۀ يُو، ۹تنګولے کيږو خو يواځے پريښولے کيږُو نه، غورزولے کيږُو خو هلاکيږُو نه. ۱۰زمُونږ په وجود کښے هر وخت دَ مسيح دَ مرګ نخښه ده چه دَ عيسىٰ ژوندُون هم زمُونږ په وجُود کښے څرګند شى. ۱۱ځکه چه مُونږ په ژوندانۀ دَ عيسىٰ دَ خاطره هميشه مرګ ته سپارلے کيږُو چه دَ عيسىٰ ژوند هم زمُونږ په فانى جسم کښے څرګند شى. ۱۲پس مرګ خو په مُونږ کښے اثر کوى اَؤ ژوندُون په تاسو کښے. ۱۳اَؤ چه پاک کلام کښے ليکلى دى چه :  ”ما ايمان راوړو اَؤ ځکه مے خبرے کولے،“ نو په مُونږ کښے هم دَ ايمان هغه رُوح دے، پس مُونږ هم ايمان راوړے دے اَؤ ځکه خبرے کوُو. ۱۴ځکه چه مُونږ پوهيږُو چه چا چه مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مُونږ هم دَ هغۀ سره ژوندى کړى اَؤ تاسو سره به مو په خپل مخکښے حاضر کړى. ۱۵څۀ چه مُونږ په ځان تيروُو هغه ستاسو دَ خاطره تيروُو اَؤ څنګه چه دَ خُدائے فضل په خلقو زياتيږى نو دَ خلقو شکر ګذارئ هم زياتيږى چه دَ خُدائے جلال څرګند شى.

دَ ايمان په وسيله ژوندُون

۱۶دَ دے دَ پاره مُونږ هِمت نۀ بائيلو اَؤ سره دَ دے چه زمُونږ بدن ورو ورو ختميږي خو بيا هم زمُونږ رُوح ورځ تر ورځ نوے کيږى. ۱۷نو دغه شان زمُونږ دَ يو ساعت لږ مُصيبت زمُونږ دَ پاره بے کچه درُوند اَؤ آبدى جلال پيدا کوى. ۱۸اَؤ په کُوم حال کښے چه مُونږ په ليدلو څيزُونو نه، بلکه په ناليدلو څيزُونو نظر لرُو ځکه چه ليدلى څيزُونه فانى دى اَؤ ناليدلى څيزُونه آبدى دى.