دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

دولسم باب

رويا اَؤ کشفُونه

۱ما ته فخر کول ضرورى دى اګر که فائده من نۀ دى خو اوس به دَ مالِک دَ رويا اَؤ دَ کشف ذکر کوم. ۲زَۀ په مسيح کښے يو سړے پيژنم چه څوارلس کاله کيږى چه هغه آيا په وجُود کښے وو يا بے له وجُود نه وو، زَۀ خبر نۀ يم، خُدائے خبر دے، ناڅاپى دريم آسمان ته وخيژولے شو. ۳اَؤ زَۀ خبر نۀ يم چه دا سړے، آيا په وجُود کښے يا بے له وجُوده وو، زَۀ خبر نۀ يم خُدائے خبر دے، ۴ناڅاپى فردوس ته ورسولے شو اَؤ داسے خبرے ئے واؤريدے چه داسے مُقدسے اَؤ پاکے وے چه دَ بيانولو نۀ دى اَؤ دَ هغو بيانول اِنسان ته ناروا دى. ۵زَۀ به په داسے سړى خو فخر کوم خو په خپل ځان نه بلکه زَۀ به په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم. ۶اَؤ که فخر کول هم غواړم نو بے وقوف به نۀ يم ځکه چه رښتيا به وايم، خو بيا هم نۀ وايم ځکه چه څوک ما دَ هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى چه څنګه چه مے وينى يا له ما نه آؤرى.

۷اَؤ دَ کشفُونو دَ زياتوالى په وجه زما دَ مغرُورتيا دَ انديښنے له کبله زما په بدن کښے ازغے وسُوخولے شو، يعنے دَ شيطان فرښته چه ما په سُوکونو وهى چه زَۀ مغرور نۀ شم. ۸په دے حقله ما مالِک ته درے ځله خواست وکړو چه دا زما نه لرے شى. ۹خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا دَ پاره کافى دے ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پُوره کيږى چُنانچه زَۀ به ډير په خوشحالئ په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم تر څو چه دَ مسيح قوت په ما کښے وى. ۱۰دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ مسيح دَ خاطره په کمزورتياؤ کښے، په بے عزتئ کښے، په حاجت کښے، په عذابُونو کښے اَؤ په تنګسياؤ کښے خوشحاله يم، ځکه چه هر کله چه زَۀ کمزورے يم نو هغه وخت زورَور يم.

دَ پولوس دَ کورنتيانو دَ جماعت په حق کښے انديښنه

۱۱زَۀ بے وقوف خو جوړ شوم ځکه چه زَۀ تاسو مجبُور کړم خو تاسو ته زما ستائينه کول په کار وه په وجه دَ دے چه زَۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم دَ هغه غټو رسُولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم. ۱۲دَ رسُول نخښے ستاسو په وړاندے ما په ډير صبر سره په نخښو اَؤ په مُعجزو اَؤ عجيبه کارُونو ښکاره کړلے. ۱۳تاسو په کُومه يوه خبره کښے دَ نورو جماعتُونو نه کم يئ بے له دے چه ما په تاسو پيټے وانۀ چولو؟ زما دا بے اِنصافئ معاف کړئ!

۱۴ګورئ، په دريم ځل تاسو له راتلو ته تيار يم اَؤ په تاسو به پيټے وانۀ چوم ځکه چه زَۀ ستاسو دَ مال نه بلکه ستاسو غوښتُونکے يم، ځکه چه بچو ته دَ مور پلار دَ پاره څۀ جمع کول نۀ دى په کار بلکه مور پلار ته دَ بچو دَ پاره. ۱۵اَؤ زَۀ به ستاسو دَ پاره ډير څۀ په خوشحالئ خرڅ کړم بلکه خپل ځان به خرڅ کړم. که چرے زَۀ تاسو سره زياته مينه لرم نو آيا تاسو به ما سره کمه مينه ولرئ څۀ؟

۱۶دا ومنئ چه ما په خپله په تاسو پيټے نۀ وى اچولے خو کيدے شى چه مکار يم ځکه چه به مے تاسو په ټګئ راګير کړى يئ. ۱۷نو بيا څوک چه ما تاسو ته دروليږل نو په هغوئ کښے دَ چا په وسيله مے په ټګئ درنه واخستل څۀ؟ ۱۸ما دَ تيطوس مِنت وکړو چه هغه لاړ شى اَؤ هغۀ سره مے يو ورور دروليږلو، خو آيا تيطوس دَ تاسو نه په ټګئ واخستل څۀ؟ آيا زمونږ دَ دواړو چال چلن دَ يکى يو رُوح دَ هدايت په مُطابق نۀ وو څۀ؟ آيا مُونږ په يو بل پسے نۀ يُو روان څۀ؟

۱۹شايد چه تاسو دا ګڼئ چه تر اوسه مُونږ درته خپل ځان سپينولو نه، مُونږ خو خُدائے حاضر ناظر ګڼُو اَؤ په مسيح کښے خبرے کوُو. اَئے زما خوږو ورُوڼو! دا هر څۀ ستاسو دَ ترقئ دَ پاره دى. ۲۰ځکه چه زَۀ ويريږم، هسے نۀ وى چه زَۀ درشم اَؤ تاسو چه څنګه غواړم هغسے مو ونۀ مُومم اَؤ څنګه چه تاسو نۀ غواړم ما هغسے ومُومئ، زَۀ ويريږم چه په تاسو کښے جګړه، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، بده وينا، غيبتُوته، ډُوزے اَؤ فساد نۀ وى. ۲۱ويريږم چه زَۀ درشم نو زما خُدائے ما ستاسو په وړاندے عاجز نه کړى اَؤ زَۀ په ډيرو خلقو چه ګُناهُونه ئے کړى دى، اَفسوس ونۀ کړم ځکه چه هغوئ دَ هغے ناپاکئ، حرامکارئ اَؤ شهوت پرستئ نه چه ئے کړى دى، توبه نۀ ده کړے.