د تاريخ دويم کِتاب

نهم باب

د مَلِکه شيبا ملاقات

(د بادشاهانو اول کِتاب ۱۰:_۱‏-۱۳)

۱د شيبا مُلک مَلِکه د سليمان شهرت نه خبر شوه او هغه يروشلم ته راغله چې په مشکلو سوالونو د هغۀ اِمتحان واخلى. هغې د ځان سره يوه لويه ډله راوستله او داسې اُوښان يې هم راوستل چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او په لوئ مِقدار کښې په سرو زرو باندې بار وُو. هغه سليمان له راغله او چې د هغې په ذهن کښې څۀ هم وُو نو د سليمان سره يې د هغې په باره کښې خبرې وکړې. ۲سليمان هغې له د ټولو سوالونو جوابونه ورکړل. د هغۀ دپاره داسې يو سوال هم مشکل نۀ وو چې د هغې وضاحت يې ورته نۀ شو کولے. ۳د شيبا مَلِکه د سليمان په حِکمت باندې پوهه شوه او چې هغۀ کوم محل جوړ کړے وو هغه يې وليدو. ۴د هغۀ په دسترخوان چې کوم خوراک پروت وو، د هغۀ د آفسرانو د اوسېدو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او د هغوئ لِباس، د هغۀ ساقيان د هغوئ لِباس او هغه سوزېدونکې نذرانې يې وليدې چې هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ حقه حېرانه شوه. ۵نو هغې بادشاه ته ووئيل، ”ما چې په خپل مُلک کښې ستا او ستا د حِکمت په باره کښې څۀ اورېدلى دى هغه رښتيا دى! ۶هغوئ چې ما ته څۀ وئيل نو ما په هغې باندې تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې راغلم او په خپله مې وليدل. زۀ ستا د نيم حِکمت هم خبره نۀ وم. چې خلق څۀ وائى تۀ د هغې نه هم ډېر زيات هوښيار يې. ۷هغوئ څومره بختور دى چې څوک ستا خِدمت کوى، هغوئ هر وخت ستا په حضُور کښې وى او د دې حقدار دى چې ستا د حِکمت خبرې واورى! ۸د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى! هغۀ دا ښکاره کړې ده چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې بادشاه جوړ کړے يې چې د هغۀ په نوم باندې حکومت وکړې. ځکه چې هغه د خپلو خلقو يعنې بنى اِسرائيلو سره مينه کوى او د همېشه دپاره د هغوئ حِفاظت کول غواړى، هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې صحيح فيصلې وکړې او اِنصاف وکړې.“ ۹هغې چې کومې تُحفې راوړې وې نو هغه يې سليمان بادشاه ته پېش کړې: د څلورو زرو کيلو نه زيات سرۀ زر او په يو لوئ مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى. د هغې نه نورې ښې مصالحې نۀ وې کومې چې مَلِکه شيبا سليمان بادشاه له ورکړې. ۱۰د حيرام بادشاه او د سليمان بادشاه سړو چې د اوفير نه سرۀ زر راوړل نو هغوئ د صُندل لرګى او کالى هم راوړل. ۱۱سليمان دا لرګے د خُدائ پاک د کور او د خپل محل د پوړو جوړلو دپاره اِستعمال کړو او موسيقارانو له يې ترې نه بينجو او ربابونه جوړ کړل. د يهوداه په مُلک کښې د دې نه مخکښې د دې په شان هيڅ هم نۀ وُو ليدلے شوى. ۱۲مَلِکه شيبا چې څۀ هم غوښتل نو سليمان بادشاه هغه ورکړل. دا د هغې نه علاوه وُو چې د هغه تُحفو په بدل کښې يې ورکړل کومې چې هغې راوړې وې. بيا هغه او د هغې ډله واپس خپل مُلک ته لاړل.

د حضرت سليمان بادشاه دولت

(د بادشاهانو اول کِتاب ۱۰:_۱٤‏-۲۵)

۱۳سليمان ته هر کال تقريباً درويشت زره کيلو سرۀ زر مِلاوېدل، ۱۴د دې نه علاوه تاجِرانو او سوداګرو به هغۀ له محصُول هم ورکولو. د عربو بادشاهانو او د بنى اِسرائيلو د ضِلعو حُکمرانانو به هم هغۀ له سرۀ زر او سپين زر راوړل. ۱۵سليمان دوه سوه لوئ ډالونه جوړ کړل، چې هر يو تقريباً په اوو کيلو ټکېدلے شوو سرو زرو باندې پټ وو، ۱۶درې سوه يې واړۀ ډالونه جوړ کړل، چې هر يو تقريباً په دريو کيلو ټکېدلے شوو سرو زرو باندې پټ وو. هغۀ دا ټول د لبنان د ځنګل په محل کښې کېښودلى وُو. ۱۷بادشاه يو لوئ تخت هم جوړ کړے وو چې يوه حِصه يې د هاتى په غاښُونو باندې پټه وه او باقى په سوچه سرو زرو باندې پټ وو. ۱۸د دې تخت شپږ پوړۍ وې چې بره ورختلې وې او يو د پښو کېښودلو چوکۍ ورسره تړلے شوې وه چې په سرو زرو باندې پټ وو. د تخت په هر طرف باندې بازوګان وُو او په هر طرف باندې د ولاړو زمرو بُتان وُو. ۱۹په پوړو باندې د دولسو زمرو بُتان وُو، چې شپږ يو طرف ته وُو او شپږ بل طرف ته وُو. په بله يوه بادشاهۍ کښې هيڅ کله هم داسې تخت موجود نۀ وو. ۲۰د سليمان ټولې پيالۍ د سرو زرو نه جوړې وې او د لبنان د ځنګل د دربار ټول لوښى د سوچه سرو زرو وُو. د سليمان په وخت کښې سپين زر اهم نۀ شول ګڼلے. ۲۱بادشاه د تجارت دپاره سمندرى جهازُونه لرل دا جهازُونه د حيرام بادشاه سړو چلول. هر درې کاله پس به د هغۀ جهازُونه راواپس کېدل چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښُونه، شادوګان او طاوسان يې راوړل. ۲۲سليمان بادشاه په دنيا کښې د نورو ټولو بادشاهانو نه زيات هوښيار او مالدار وو. ۲۳خُدائ پاک چې هغۀ له کوم حِکمت ورکړے وو د هغې د اورېدو دپاره به ټولو بادشاهانو د هغۀ سره مشوره کوله. ۲۴سليمان له به هر يو ميلمه دا تُحفې راوړلې: د سرو زرو او سپينو زرو څيزُونه، چُوغې، وسلحې، مصالحې، اسونه او کچر. هغوئ تر کالونو پورى داسې کول. ۲۵د سليمان بادشاه د خپلو جنګى ګاډو او اسونو دپاره څلور زره د ودرېدو ځايُونه هم وُو او دولس زره يې اسونه وُو. څۀ يې په يروشلم کښې ساتلى وُو او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې مقرر کړى وُو. ۲۶هغه د فرات سيند د علاقې نه واخله د فلستيانو مُلک او د مِصرى سرحد پورې د ټولو بادشاهانو نه عظيم بادشاه وو. ۲۷د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه د غرونو په لمن کښې د عام چِنار په شان ډېر تېر وُو. ۲۸سليمان د مِصر او د نورو ډېرو مُلکونو نه اسونه راوستل.

د حضرت سليمان د بادشاهۍ خلاصه

(د بادشاهانو اول کِتاب ۱۱:_٤۱‏-٤۳)

۲۹د سليمان د اول نه واخله تر آخره پورې باقى پاتې تاريخ د ناتن پېغمبر په تاريخ کښې، د شيلو د اخياه په پېشګويۍ کښې او د عدو پېغمبر په پېشګويۍ کښې ليکلے شوى دى، چې هغه د يربعام زوئ د نباط په حقله هم خبرې کوى. ۳۰سليمان په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې څلوېښت کاله بادشاهى وکړه. ۳۱هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يربعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.