د تاريخ دويم کِتاب

پينځم باب

۱کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د خُدائ پاک د کور په خزانو کښې هغه ټول څيزُونه کېښودل کوم چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.

د لوظ صندوق د مالِک خُدائ کور ته راوړلے کېدل

(د بادشاهانو اول کِتاب ۸:_۱‏-۹)

۲بيا سليمان بادشاه د قبيلو او د بنى اِسرائيلو د ډلو ټول مشران راغوښتل چې په يروشلم کښې راغونډ شى، او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د داؤد د ښار صِيون نه يوسى. ۳نو هغوئ ټول د جونګړو د اختر په وخت کښې راغونډ شول. ۴کله چې ټول مشران راغونډ شول، نو بيا ليويانو د لوظ صندوق اُوچت کړو. ۵هغوئ دا د خُدائ پاک کور ته راوړو. اِمامانو او ليويانو هم د مالِک خُدائ د حضُور خېمه او د دې ټول سامان د خُدائ پاک کور ته يوړو. ۶سليمان بادشاه او ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق په مخکښې راغونډ شول او دومره ډېر ګډان او څاروى يې حلال کړل چې هغه د شمېر نه بهر وُو. ۷بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د خپل خاص ځائ يعنې د خُدائ پاک د کور دنننى زيات مقدس ځائ ته راوړو او د وزرو والا مخلوق لاندې يې کېښودو. ۸د هغوى خورو ورو وزرو د لوظ صندوق او د وړولو بازوګان پټ کړل. ۹که څوک د زيات مقدس ځائ په مخکښې ولاړ وو نو هغوى دا بازوګان ليدلے شول ځکه چې دا اوږدۀ وو، خو د بل يو ځائ نه هم نۀ ښکارېدل. هغه بازوګان تر ننه پورې هلته دى. ۱۰د لوظ صندوق دننه د کاڼو د هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو کومې چې موسىٰ د سينا د غر سره په کښې ايښې وې، دا په هغه وخت کښې شوى وُو چې کله بنى اِسرائيليان د مِصر نه راروان وُو او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو.

د مالِک خُدائ جلال

۱۱‏-۱۳که د اِمامانو د خِدمت وار وو او که نه، خو چې کوم اِمامان هلته موجود وو هغوى خپل ځانونه پاک کړل او د مقدس ترين ځائ نه لاړل. ټولو ليويانو موسيقارانو، آسف، هيمان او يدوتون او د هغوئ ټولو خپلوانو د لټې جامې اغوستې وې. ليويان د چمټو او بينجو سره د قربان‌ګاه سره نزدې نَمرخاتۀ طرف ته ولاړ وُو او د هغوئ سره يو سل او شل اِمامان وُو چې بيګلې يې غږولې. د سندرغاړو او بيګلو غوږوُونکو آواز او ساز به په يو ځائ اُوچتېدو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او شکر ادا کړى. ورسره يې بيګل، چمټې او نور څيزُونه غږول، هغوئ به آواز اُوچتولو او د مالِک خُدائ يې داسې صِفت کولو، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ، ځکه چې هغه مهربان دے، او د هغۀ مينه ابدى ده.“ بيا د مالِک خُدائ کور د وريځې نه ډک شو. ۱۴نو اِمامانو د وريځې په وجه خِدمت نۀ شو تر سره کولے، ځکه چې د مالِک خُدائ جلال د خُدائ پاک کور ډک کړے وو.