د تاريخ دويم کِتاب

لسم باب

د شمالى قبيلو بغاوت کول

(د بادشاهانو اول کِتاب ۱۲:_۱‏-۲۰)

۱رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې د شمالى بنى اِسرائيل ټول خلق د دې دپاره راغونډ وُو چې هغه بادشاه جوړ کړى. ۲کله چې د نباط زوئ يربعام څوک چې د سليمان بادشاه نه مِصر ته تښتېدلے وو، دا خبر واورېدو نو هغه کور ته واپس راغلو. ۳د شمالى قبيلو خلقو هغه راوغوښتلو او هغوئ ټول په يو ځائ رحُبعام له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، ۴”ستا پلار په مونږ باندې درانۀ بوجونه ايښى دى. که تۀ دا بوجونه سپک کړې او زمونږ دپاره ژوند آسان کړې، نو مونږ به ستا وفادار خلق شو.“ ۵رحُبعام ورته ووئيل، ”ما له په دې مسئله باندې د سوچ کولو دپاره درې ورځې راکړئ. او بيا راشئ.“ نو خلق لاړل. ۶رحُبعام بادشاه د هغه بوډاګانو سړو سره مشوره وکړه کومو چې د هغۀ د پلار سليمان د مشيرانو په توګه خِدمت کړے وو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له څۀ مشوره راکوئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“ ۷هغوئ ورته ووئيل، ”که ته په دې خلقو باندې مِهربانه يې او د عقل مندۍ جواب ورکولو په ذريعه د هغوئ خوشحالولو کوشش وکړې، نو هغوئ به په وفادارۍ سره همېشه ستا خِدمت کوى.“ ۸خو هغۀ د بوډاګانو سړو مشورې ته غوږ ونۀ نيولو او د هغې په ځائ دے ځلمو له لاړو کوم چې ورسره لوئ شوى وُو او اوس هم ورسره وُو. ۹هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له د څۀ کولو مشوره راکوئ؟ زۀ هغه خلقو ته څۀ ووايم چې هغوئ ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم؟“ ۱۰هغوئ جواب ورکړو، ”تا له په کار دى چې هغوئ ته داسې ووايې چې زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه مضبوطه ده. ۱۱هغوئ ته ووايه چې زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه ايښى دى، زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى!“ ۱۲درې ورځې وروستو يربعام او نور ټول خلق رحُبعام بادشاه له راواپس شول، لکه څنګه چې هغۀ هغوئ له حُکم ورکړے وو. ۱۳بادشاه د بوډاګانو سړو نصيحت ته غوږ ونۀ نيولو او خلقو ته يې سختې خبرې وکړې، ۱۴هم هغه شان چې څنګه هغه ځلمو مشوره ورکړې وه. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه کېښودل او زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى!“ ۱۵دا د مالِک خُدائ، خُدائ پاک مرضى وه چې هغه څۀ وکړى چې څۀ يې د نباط زوئ يربعام ته د شيلو د اخياه پېغمبر په ذريعه وئيلى وُو. نو دا ځکه بادشاه خلقو ته هيڅ غوږ ونۀ نيولو. ۱۶کله چې خلقو ته پته ولګېده چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ چغه ووهله، ”داؤد او د هغۀ کورنۍ مرده باد! هغوئ زمونږ دپاره څۀ کړى دى؟ اے بنى اِسرائيلو! راځئ چې کورونو ته لاړ شو! رحُبعام پرېږدئ چې د خپل ځان خيال وساتى!“ نو داسې بنى اِسرائيلو بغاوت وکړو، ۱۷او رحُبعام يې صِرف د هغه خلقو بادشاه پرېښودو کوم چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدل. ۱۸رحُبعام بادشاه ادونرام راوغوښتو، کوم چې د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور ترې نه کار اخستے شو، چې هغه بنى اِسرائيلو له لاړ شى، خو هغوئ دے په سنګسارولو مړ کړو. نو په دې باندې رحُبعام سمدستى په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يروشلم ته وتښتېدو. ۱۹نو هم د هغه وخت نه واخله د بنى اِسرائيل مُلک د شمالى بادشاهۍ خلق د داؤد د شاهى کورنۍ خِلاف بغاوت کوى.