د تاريخ دويم کِتاب

اول باب

د حضرت سليمان د حِکمت دپاره دعا غوښتل

(د بادشاهانو اول کِتاب ۳:_۱‏-۱۵)

۱د داؤد بادشاه زوئ سليمان خپله بادشاهى ښۀ مضبوطه کړه او مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د هغۀ مل وو او هغه يې ډېر طاقتور کړو. ۲سليمان بادشاه هغه ټولو آفسرانو له چې د زرو سړو او سلو سړو د ډلو مشران وُو، د حکومت ټولو آفسرانو او کورَنو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو، ۳هغوئ ته يې دا ووئيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عِبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضُور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوُونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه. ۴داؤد د لوظ صندوق د مخکښې نه د قريت يعريم نه هغه خېمې ته راوړے وو چې کومه يې د دې دپاره په يروشلم کښې جوړه کړې وه. ۵خو د زېړو کومه قربان‌ګاه چې د حُور نمسى او د اورى زوئ بضلى‌اېل جوړه کړې وه هغه هلته په جبعون کښې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه. سليمان بادشاه او ټولو خلقو هلته مالِک خُدائ ته سوال وکړو. ۶سليمان د مالِک خُدائ په حضُور کښې قربان‌ګاه ته وختلو، کومه چې د مالِک خُدائ د حضُور په خېمه کښې وه او په هغې باندې يې يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې. ۷په هغه شپه خُدائ پاک سليمان ته څرګند شو او ورته يې ووئيل، ”چې څۀ غواړې نو وې غواړه چې زۀ يې درکړم.“ ۸سليمان ورته ووئيل، ”تا زما پلار داؤد ته همېشه لويه مينه ښودلې ده او اوس دې زۀ د هغۀ نه پس بادشاه جوړ کړے يم. ۹اے مالِکه خُدايه پاکه! هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى، ۱۰نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم. څوک داسې شته چې ستا په دې لوئ قوم باندې حکومت وکړى؟“ ۱۱خُدائ پاک سليمان ته ووئيل، ”تا جائيداد، دولت، عزت، يا د هغه خلقو مرګ نۀ دے غوښتلے چې ستا نه نفرت کوى او د اُوږد عُمر سوال دې هم نۀ دے کړې، خو تا د حِکمت او پوهې سوال کړے دے چې زما په هغه خلقو باندې حکومت وکړې چې په چا باندې ما بادشاه جوړ کړے يې، ۱۲نو ځکه زۀ به تا له حِکمت او پوهه درکړم. او د دې نه علاوه، زۀ به تا له دومره دولت، خزانې او عزت درکړم چې نۀ به د دې نه مخکښې يو بادشاه ته مِلاو شوى وى او نۀ به وروستو چا ته مِلاو شى.“

د حضرت سليمان بادشاه طاقت او دولت

(د بادشاهانو اول کِتاب ۱۰:_۲٦‏-۲۹)

۱۳نو سليمان په جبعون کښې د عِبادت د ځائ نه لاړو، چرته چې د مالِک خُدائ د حضُور خېمه وه او يروشلم ته راواپس شو. هلته هغۀ په بنى اِسرائيلو حکومت کولو. ۱۴هغۀ هلته د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولس زرو په اسونو سوارو کسانو يو لښکر جوړ کړو، د هغوئ څۀ کسان يې په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې کښېنول. ۱۵د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر او سرۀ زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام شول او دِيار دومره زيات وُو لکه چې د غرونو په لمنو کښې بې شمېره چنارونه وى. ۱۶‏-۱۷د سليمان سوداګرو د هغۀ اسونه او جنګى ګاډۍ د مِصر او قوعى په علاقو کښې اخستلې، هغوئ يوه جنګى ګاډۍ په شپږ سوه د سپينو زرو سيکو باندې او يو اس د سپينو زرو په يو نيم سل سيکو باندې اخستلو. هغوئ په حِتى او شامى بادشاهانو باندې هم اسونه او جنګى ګاډۍ خرڅولې.