دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

شپږم باب

غُلامان

۱هغوئ ټول چه غُلامان دى، هغوئ دِ خپل مالِکان پُوره دَ عزت لائق وګڼى چه دَ خُدائے نُوم اَؤ زمُونږ تعليم بدنام نۀ شى. ۲اَؤ چه دَ چا مالِکان ايمان راؤړُونکى دى، هغه دِ هغوئ دَ ورورولئ په سبب سپک ونۀ ګڼى بلکه دَ دے دَ پاره ئے زيات خدمت وکړئ چه فائده آخستُونکى، ايمان راوړُونکى اَؤ ګران دى. تۀ دَ دے خبرو تعليم ورکوه اَؤ نصيحت کوه.

دَ دروغو تعليم اَؤ حقيقى دولت

۳که څوک بل شان تعليم ورکوى اَؤ صحيح خبرے، يعنے زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح خبرے اَؤ هغه تعليم نۀ منى کوم چه دَ ديندارئ په مُطابق دے، ۴هغه مغرُور دے اَؤ په هيڅ نۀ پوهيږى، بلکه هغۀ ته دَ بحث اَؤ زبانى تکرار مرض دے چه دَ هغو په وجه کينه اَؤ جګړے اَؤ بده وينا اَؤ بد ګمانى، ۵اَؤ په هغه کسانو کښے مُدام تکرار پيدا کيږى دَ چا عقل چه خراب شوے دے، اَؤ هغوئ دَ حق نه محرُوم دى اَؤ ديندارى تش دَ ګټے ذريعه ګڼى.

۶هو ديندارى دَ قناعت سره ډيره دَ ګټے ذريعه ده. ۷ځکه چه نه خو مُونږ دُنيا ته څۀ راؤړل اَؤ نۀ دَ هغے نه څۀ وړلے شُو. ۸نو بيا که مُونږ سره دَ خوراک اَؤ دَ آغوستو څۀ وى نو په هغے دِ قناعت وکړو. ۹خو څوک چه دولتمند کيدل غواړى نو هغه دغه شان په آزميښتُونو اَؤ دَ ډيرو نورو عبثو نقصانى خواهشُونو په دام کښے ګيريږى کُوم چه خلق دَ تباهئ اَؤ هلاکت په درياب کښے غرقوى. ۱۰ځکه چه دَ زرو دوستى دَ هر قِسم بدئ يو بيخ دے، چه دَ هغے په خواهش ځنى دَ ايمان نه ګُمراه شول اَؤ خپل زړُونه ئے په قِسم قِسم غمُونو غلبيل کړل.

دَ ايمان ښۀ جنګ

۱۱اَئے خُدائى بنده! تۀ دَ دے خبرو نه وتښته اَؤ دَ صداقت، ديندارئ، ايمان، مينے، صبر اَؤ په نرم طبيعت پسے کوشِش کوه. ۱۲اَؤ دَ ايمان په جنګ کښے ښۀ وجنګيږه، اَؤ په هغه ابدى ژوندُون قبضه وکړه دَ کُوم دَ پاره چه تۀ رابللے شوے ئے اَؤ دَ ډيرو ګواهانو په وړاندے دِ ښۀ اِقرار کړے وو. ۱۳زَۀ دَ هغه خُدائے چه ټول څيزُونه ژوندى کوى، اَؤ دَ مسيح عيسىٰ په مخکښے چا چه دَ پنطوس پيلاطوس په وړاندے ښۀ اِقرار کړے وو، حُکم در کوم اَؤ تا ته په ټينګه وايم. ۱۴چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ ظاهريدو تر ورځے پورے حُکم بے داغه اَؤ بے اِلزامه ساته، ۱۵کُوم چه خُدائے په مُناسب وخت ښکاره کوى، هغه چا چه مبارک يکى يو حاکِم دَ بادشاهانو بادشاه اَؤ دَ مالِکانو مالِک دے. ۱۶هغه يواځے هغه دے چه هيڅ کله نۀ مرى اَؤ هغه په هغه نُور کښے اوسيږى چه څوک ورته رسيدلے نۀ شى، نۀ هغه هيچا اِنسان ليدلے دے اَؤ نۀ ئے ليدلے شى. دَ هغۀ عزت اَؤ بادشاهى دِ تل تر تله وى، آمين.

۱۷دَ دے موجُوده جهان دولتمندو ته حُکم ورکړه چه مغرُور کيږى دِ نۀ، اَؤ په نا اِعتبار دولت نه، بلکه په خُدائے دِ اُميد ولرى چه دَ مزو دَ پاره مُونږ له ټول څيزُونه ډير زيات راکوى، ۱۸اَؤ چه نيکى کوى اَؤ په ښو کارُونو کښے دولتمند شى، اَؤ سخاوت کولو ته تيار اَؤ مدد ته ملا تړلے اوسى. ۱۹اَؤ داسے به هغوئ ځان ته يوه داسے خزانه راټوله کړى چه په راتلوُنکى وخت کښے به دَ هغوئ دَ پاره يو مظبُوط بُنياد وى چه په هغے به هغوئ هغه ژوندُون تر لاسه کړى کُوم چه رښتينے ژوندُون دے. ۲۰اَئے تيموتيوس! دا امانت په حفاظت وساته اَؤ کُوم يو عِلم ته چه دَ سره عِلم وئيل غلط دى، دَ هغۀ په عبثو خبرو اَؤ دَ مُخالفت خيال مه ساته. ۲۱ځنو دَ هغه عِلم اِقرار وکړو اَؤ دَ ايمان نه راوګرزيدل.

په تاسو ټولو دِ فضل وى.