|
|
||
دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول اول خطڅلورم بابدَ دروغو تعليم په حق کښے تعليم١ رُوحُ القُدس صفا وائى چه په آخرو زمانُو کښے به ځنى خلق دَ بے لارے کوُونکو رُوحونو اَؤ شيطانى تعليم ته پام وکړى اَؤ دَ ايمان نه به وګرزى. ٢ دا به دَ هغه دروغژنو خلقو دَ رياکارئ په سبب وى،دَ چا زړۀ چه لکه په ګرمه اوسپنه داغلے شوے دے.٣ هغوئ به خلق دَ وادۀ کولو نه منع کوى،اَؤ هغوئ ته به دَ خاصو خوراکُونو نه دَ پرهيز کولو حُکم ورکوى چه خُدائے دَ دے دَ پاره پيدا کړى دى چه ايمان راوړوُنکى اَؤ حق پيژندُونکى دِ په شُکر ګزارئ سره وخورى. ٤ ځکه چه د خُدائے هر پيدا کړے څيز ښۀ دے اَؤ هيڅ څيز دَ اِنکار لائق نۀ دے،خو په دے شرط چه دَ شُکر ګزارئ سره وخوړے شى. ٥ دَ دے دَ پاره چه هغه دَ خُدائے په کلام اَؤ په دُعا پاک شى. دَ مسيح عيسىٰ ښۀ خادم٦ که چرے تۀ ورُوڼو ته دا خبرے وريادوے نو دَ مسيح عيسىٰ ښۀ خادم به جوړ شے اَؤ دَ ايمان اَؤ دَ هغه ښۀ تعليم دَ خبرو په وسيله دَ کُومو چه تۀ پيروى کوے لګيا يئے پرورش به ومُومے. ٧ خو دَ بے دينئ اَؤ دَ زړو ښځو په شان دَ قِصو نه ځان ساته اَؤ دَ ديندارئ دَ پاره تربيت کوه. ٨ ځکه چه دَ جسمانى تربيت فائده کمه ده خو ديندارى د ټولو خبرو دَ پاره فائده منه ده،ځکه چه په دے کښے دَ اوسنى اَؤ دَ راتلُونکى ژوندُون وعده شته. ٩ دا خبره رښتيا ده اَؤ په هر شان دَ قبلولو لائقه ده. ١٠ مُونږ محنت اَؤ خوارى ځکه کوُو چه زمُونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائے دے چه دَ ټولو خلقو اَؤ خاص دَ ايمان راؤړُونکو خلاصوُونکے دے. ١١ دَ دے خبرو حُکم کوه اَؤ تعليم ورکوه. ١٢ هيڅوک دِ ستا ځوانئ ته سپک ونۀ ګورى،بلکه تۀ دَ ايمان راوړُونکو دَ پاره په خبرو کولو،چال چلن،مينه،ايمان اَؤ پاکئ کښے نمُونه جوړ شه. ١٣ تر څو چه زَۀ نۀ يم راغلے،دَ کلام په لوستو اَؤ نصيحت کولو اَؤ په تعليم ورکولو کښے بوخت اوسه. ١٤ دَ هغه نعمت نه غافل کيږه مه کُوم چه تا ته حاصل دے،اَؤ دَ نبوت په وسيله دَ بزرګانو دَ لاس کيښولو په وخت تا ته درکړے شو. ١٥ دَ دے خبرو فکر ساته اَؤ په دے کښے مشغُول اوسه چه ستا ترقى ټولو ته ښکاره شى. ١٦ دَ خپل ځان اَؤ دَ خپل تعليم ساتنه کوه اَؤ په دے خبرو کښے قائم پاتے شه ځکه چه په داسے کولو به تۀ دَ خپل ځان اَؤ دَ خپلو آؤريدُونکو دَ خلاصُون باعث شے. |
||