دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

دريم باب

دَ رهبرانو قابليت

١ دا خبره رښتيا ده چه څوک چه دَ جماعت دَ مشر جوړيدلو خواهش لرى نو هغه ښۀ کار غواړى. ٢ نو ځکه دِ زمُونږ دَ جماعت مشر دَ اِلزام نه پاک،دَ يوے ښځے خاوند،بيدار،شريف،.سم ميلمه دوست اَؤ دَ تعليم ورکولو لائق وى، ٣ نۀ نشئ،نۀ جګړه مار،بلکه نرم مِزاج دِ وى اَؤ نۀ تکرارى اَؤ نۀ دَ دولت طلبه، ٤ چه دَ خپل کور په ښۀ شان بندوبست کوى اَؤ خپل بچى په ښے سنجيدګئ سره تابعدار ساتى. ٥ که چرے سړے دَ خپل کور په بندوبست کولو نۀ پوهيږى نو دَ خُدائے دَ جماعت به څۀ ساتنه وکړى؟ ٦ هغه دِ هيڅ کله هم نوے ايماندار نۀ وى،چه ونۀ پړسيږى،هسے نۀ چه دَ ابليس په شان سزا ومُومى. ٧ اَؤ په کار دى چه دَ جماعت نه په بهر خلقو کښے دِ هم نيکنام وى،هسے نۀ چه په ملامتيا اَؤ دَ اِبليس په جال کښے پريوزى

دَ جماعت دَ خادمانو قابليت

٨ هم دغه شان خادِمان دِ هم ادب ناک وى. دوه ژبى اَؤ شرابيان اَؤ نا جائزے ګټے لالچيان دِ نۀ وى. ٩ اَؤ دَ ايمان راز دِ په پاک زړۀ کښے قائم ساتى. ١٠ اَؤ دوئ دِ هم اول و آزمائيلے شى،دَ هغے نه پس که چرے بے اِلزامه ثابت شو نو دَ خدمت کار دِ وکړى ١١ دغه شان دَ هغوئ ښځے دِ هم ادب ناکے وى،غيبت کووُونکے دِ نۀ وى بلکه بيدارے اَؤ په ټولو خبرو کښے دِ ايماندارے وى. ١٢ يو خادم دِ تش دَ خپلے يوے ښځے خاوند وى،اَؤ دَ خپلو بچو اَؤ دَ خپل کور دِ په ښۀ شان بندوبست کوى. ١٣ ځکه چه څوک چه دَ خدمت کار په ښۀ شان کوى،هغه دَ خپل ځان دَ پاره ښه مرتبه اَؤ په هغه ايمان کښے چه په مسيح عيسىٰ باندے دے،ډيره زړۀ ورتيا لرى.

زمُونږ دَ مذهب راز

١٤ سره دَ دے چه زَۀ تا ته زر دَ درتلو اُميد لرم خو بيا هم دا خبرے ځکه درته ليکم، ١٥ چه که زما په درتلو کښے ډيل وشى نو چه تا ته معلُومه شى چه دَ خُدائے په کور کښے،يعنے دَ ژوندى خُدائے په جماعت کښے کُوم چه دَ حق ستن اَؤ بنياد دے،څنګه سلُوک کول په کار دى. ١٦ په دے کښے هيڅ شک نِشته چه دَ ديندارئ راز لوئے دے،يعنے:

هغه چه دَ اِنسان په شکل کښے ظاهر شو ،

اَؤ دَ رُوح په وسيله رښتُونے پاتے شو

اَؤ فرښتو هغه وليدو ،

اَؤ په قومونو کښے دَ هغۀ پيغام خور شو،

اَؤ په دُنيا کښے خلقو په هغۀ ايمان راؤړو،

اَؤ په جلال کښے پاس اُوچت کړے شو.