دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

دويم باب

دَ دُعا په حق کښے نصيحتُونه

۱نو بيا زَۀ دَ ټولو نه اول دا نصيحت کوم چه غوښتنه، دُعاګانے، شفاعت اَؤ شکرُونه دِ دَ ټولو خلقو دَ پاره کولے شى ۲دَ بادشاهانو اَؤ دَ ټولو لويو مرتبو دَ خاوندانو دَ پاره چه مُونږ پُوره په ديندارئ اَؤ سنجيدګئ سره په قلاره ژوند تيرول غواړُو. ۳دا زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے په نزد بهتره اَؤ غوره ده. ۴هغه غواړى چه ټول خلق خلاصون ومُومى اَؤ دَ حقيقت تر پيژندګلو ورسى. ۵ځکه چه يو خُدائے دے اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ اِنسان په مينځ کښے مينځګړے هم يو، يعنے مسيح عيسىٰ چه اِنسان دے، ۶چا چه خپل ځان دَ ټولو دَ پاره په فديه کښے ورکړلو چه په مناسبو وختُونو دَ هغۀ شهادت وشى. ۷زَۀ په دے غرض پيغام آؤروُونکے اَؤ رسُول اَؤ غيرو قومُونو ته دَ ايمان اَؤ صداقت خبرے ښوُونکے وټاکلے شوم، دروغ نۀ وايم بلکه رښتيا وايم.

۸نو بيا زَۀ غواړم چه خلق په هر ځائے کښے بغير دَ غُصے اَؤ تکرار نه پاک لاسُونه پورته کوى اَؤ دُعا غواړى.

۹هم دغه شان ښځے دِ هم په حياداره جامه کښے دَ شرم اَؤ پرهيزګارئ سره خپل ځانُونه سمبالوى، نۀ په کونڅو اَؤ سرو زرو اَؤ ملغلرو اَؤ قيمتى جامو سره، ۱۰بلکه په نيکو کارُونو څنګه چه دَ ديندارئ اِقرار کوُونکو ښځو ته مُناسب دى. ۱۱ښځے دِ په خاموشئ په پُوره تابعدارئ سره زده کوى. ۱۲اَؤ زَۀ اجازت نۀ ورکوم چه ښځے دِ تعليم ورکړى يا دِ په خاوندانو حُکم چلوى، بلکه خاموشه دِ پاتے شى. ۱۳ځکه چه اول آدم پيدا کړے شو دَ هغۀ نه پس حوا. ۱۴اَؤ په آدم دوکه ونۀ شوه بلکه ښځه په دوکه کښے پريوتله اَؤ ګُناه ګاره شوه. ۱۵خو دَ اَؤلاد په زيږيدو به خلاصُون بيا مُومى، په شرط دَ دے چه هغه په ايمان، مينه اَؤ پاګيزګئ کښے سره دَ پرهيزګارئ پاتے شى.