|
|
||
دَ تِسالونيکانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خطاول بابسلام١ دَ پولوس،سيلوانوس اَؤ دَ تيموتيوس له طرف نه،دَ تِسالونکيانو دَ جماعت په نُوم چه دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ دے،فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو ته حاصله وى. دَ تِسالونيکيانو دَ ايمان نمُونه٢ ستاسو ټولو په حقله مُونږ هميشه دَ خُدائے شُکر کوُو اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے تاسو يادوُو، ٣ اَؤ دَ خپل خُدائے پلار په حضُور کښے هر وخت ياد ګيرنه کوُو چه څنګه ستاسو دَ ايمان دَ کار،دَ مينے دَ خوارئ،اَؤ دَ اُميد په صبر کښے زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے مضبُوطيږئ. ٤ اَئے ورُوڼو! مُونږ ته دا معلُومه ده چه خُدائے تاسو سره مينه لرى اَؤ هغۀ تاسو دَ خپل ځان دَ پاره غوره کړى يئ. ٥ ځکه چه زمُونږ زيرے نۀ يواځے تاسو ته په لفظى طور در رسيدلے دے بلکه دَ قُدرت اَؤ رُوحُ القُدس اَؤ په پُوره يقين سره. نو تاسو ته معلُومه ده چه هر کله چه مُونږ تاسو سره وُو نو مُونږ ستاسو دَ خاطره څنګه ژوندُون تير کړے وُو. ٦ اَؤ تاسو په ډير تکليف دَ رُوحُ القُدس په خوشحالئ کښے کلام قبُول کړو اَؤ زمُونږ اَؤ دَ مالِک پيروى مو وکړله، ٧ بلکه تر دے چه دَ مِکدونيه اَؤ اخيه ټولو ايماندارانو له په طور دَ نمُونے شوئ. ٨ ځکه چه ستاسو له طرفه نۀ يواځے په مِکدونيه اَؤ په اخيه کښے دَ مالِک کلام خور شو بلکه ستاسو ايمان چه په خُدائے دے په هر ځائے داسے مشهُور شوے دے چه زمُونږ دَ وينا څۀ حاجت په کښے نِشته. ٩ ځکه چه هغوئ په خپله زمُونږ ذکر کوى چه ستاسو په طرف زمُونږ راتلل څنګه وُو،تاسو دَ بُتانو نه راواؤړيدئ اَؤ خُدائے ته راوګرزيدئ، دَ دے دَ پاره چه دَ ژوندى اَؤ حقيقى خُدائے عبادت وکړئ، ١٠ اَؤ دَ هغۀ دَ زوئے دَ آسمان نه دَ راتلو په اِنتظار اوسئ چه هغه ئے له مړو نه ژوندے کړے دے،يعنے عيسىٰ چه مُونږ به دَ راتلُونکى غضب نه بچ کړى. |
||