د سموئيل اول کِتاب

نهم باب

د ساول سموئيل سره مِلاوېدل

۱د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابى اېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د کورنۍ وو، چې د افيخ د ډلې يوه برخه ده. ۲د ساول په نامه د هغۀ يو زوئ وو چې يو ښائسته ځلمے وو. ساول په بنى اِسرائيلو کښې د ټولو نه ښائسته سړ‌ے وو او داسې د ټولو نه زيات لوړ هم وو. ۳د قيس يو څو خرونه ورک شول، نو هغۀ ساول ته ووئيل، ”د ځان سره يو نوکر بوځه او هغه خرونه ولټوه.“ ۴هغوئ د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې او سليسه په علاقه کښې وګرځېدل، خو پېدا يې نۀ کړل، هغوئ د سعليم په علاقه کښې ورپسې وګرځېدل، خو خرونه هلته هم نۀ وو. بيا هغوئ د بنيامين په علاقه کښې وګرځېدل، خو بيا يې هم ونۀ موندل. ۵کله چې هغوئ د صُوف علاقې ته لاړل، نو ساول خپل نوکر ته ووئيل، ”راځه چې واپس کور ته لاړ شو، کېدے شى زما پلار د خرونو خيال پرېښے وى او زمونږ په باره کښې پرېشانه وى.“ ۶نوکر ورته ووئيل، ”ګوره! په دې ښار کښې د خُدائ پاک يو خِدمتګار دے چې ډېر زيات عزتمند دے ځکه چې هغه څۀ هم وائى نو هغه رښتيا کېږى. راځئ چې هغۀ له ورشو، کېدے شى چې هغه مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته موندلے شو.“ ۷ساول ترې نه تپوس وکړو، ”که مونږ هغۀ له ورشو، نو مونږ به څۀ ورکوُو؟ زمونږ په بوجو کښې خوراک نۀ دے پاتې او زمونږ سره هيڅ هم نشته چې هغۀ له يې ورکړو.“ ۸نوکر ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما سره د سپينو زرو يوه وړه سيکه ده. زۀ هغۀ له دا ورکولے شم، نو هغه به مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته پېدا کولے شو.“ ۹‏-۱۱ساول ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوُونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوُونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوُونکى له لاړ شو.“ ۱۲‏-۱۳هغه جينکو ووئيل، ”او، هغه شته. ګورئ، هغه ستاسو نه لږ وړاندې دے. که تاسو تېز شئ، نو هغۀ ته به ورسېږئ. چې څنګه تاسو ښار ته لاړ شئ، نو هغه به ووينئ. هغه ښار ته هم نن رسېدلے دے نو ځکه خلق په غرۀ کښې په قربان‌ګاه باندې نذرانه پېش کوى. کوم خلق چې راغوښتلے شوى دى هغوئ به تر هغې پورې خوراک نۀ شروع کوى چې هغه هلته تلے نۀ وى، ځکه چې هغه اول قربانۍ له برکت ورکوى. اوس بره لاړ شئ، نو هغه به سمدستى ووينئ.“ ۱۴نو ساول او د هغۀ نوکر هغه ښار ته وختل او کله چې هغوئ ورننوتل نو هغوئ سموئيل وليدو چې په لاره باندې د عِبادت ځائ ته د هغوئ په طرف راروان وو. ۱۵يوه ورځ مخکښې مالِک خُدائ سموئيل ته وئيلى وُو، ۱۶”سبا تقريباً په دې وخت به زۀ د بنيامين د قبيلې يو سړے تا له درولېږم، د هغۀ سر په تيلو غوړ کړه چې هغه زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شى. او هغه به هغوئ د فلستيانو نه خلاص کړى. ما د خپلو خلقو تکليف لېدلے دے او د هغوئ فرياد مې اورېدلے دے.“ ۱۷کله چې د سموئيل نظر په ساول پرېوتو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”دا هغه سړے دے چې د هغۀ په باره کښې ما درته وئيلى وُو. هغه به زما په خلقو بادشاهى کوى.“ ۱۸بيا ساول سموئيل له ورَغلو، چې د دروازې په خولهٔ کښې وو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”مِهربانى وکړه او ما ته ووايه چې هغه پېشګوئې ورکوُونکے چرته اوسېږى؟“ ۱۹سموئيل ورته ووئيل، ”زۀ پېشګوئې ورکوُونکے يم. زما نه وړاندې د عِبادت ځائ ته روان شئ. تاسو دواړه به نن ما سره روټۍ خورئ. سبا سحر به زۀ تا ته هغه څۀ وښايم چې ستا په زړۀ کښې وى او تاسو به رخصت کړم. ۲۰چې کوم خرونه درې ورځې مخکښې ورک شوى وُو، د هغې فکر مۀ کوئ، هغه پېدا شوى دى. خو دا تۀ او ستا د پلار کورنۍ ده، چې د ټولو بنى اِسرائيلو زړۀ‌ورپورې تړلے دے.“ ۲۱ساول ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د بنيامين د قبيلې يم، کومه چې د بنى اِسرائيلو د ټولو نه وړه قبيله وه او په قبيله کښې زما د کورنۍ اهميت د ټولو نه کم دے. نو بيا، تۀ زما سره داسې خبرې ولې کوې؟“ ۲۲بيا سموئيل ساول او د هغۀ نوکر يې يوې غټې کوټې ته بوتلل او هغوئ له يې د دسترخوان په سر کښې ځائ ورکړو چرته چې تقريباً ټول دېرش کسان ناست وُو. ۲۳سموئيل د اخلى پخلى والا ته ووئيل، ”د غوښې هغه ټُکړه راوړه چې ما درکړې وه او درته مې وئيلى وُو چې جدا يې کېږده.“ ۲۴نو د اخلى پخلى والا د ټولو نه ښۀ غوښه راوړه او د ساول په مخکښې يې کېښوده. سموئيل ورته ووئيل، ”ګوره! دا هغه ټُکړه ده چې ستا دپاره ساتلے شوې وه. دا وخوره. د دې خلقو د رابللو نه مخکښې دا ما ستا دپاره ايښې وه.“ نو ساول په هغه ورځ د سموئيل سره روټۍ وخوړه. ۲۵کله چې هغوئ د عِبادت ځائ نه ښار ته کُوز شول، نو هغوئ په چت باندې د ساول دپاره د څملاستو ځائ تيار کړو، ۲۶او هغه هلته اُودۀ شو.

د ساول د بادشاه په توګه مقرر کيدل

په سحر کښې سموئيل ساول ته په چت باندې آواز وکړو، ”پاڅه او زۀ به تا رخصت کړم.“ ساول پاڅېدو او هغه او سموئيل دواړه يو ځائ بهر کُوڅې ته لاړل. ۲۷کله چې هغوئ د ښار سر ته ورسېدل، نو سموئيل ساول ته ووئيل، ”نوکر ته ووايه چې زمونږ نه مخکښې روان شى.“ نوکر لاړو او سموئيل خپله خبره جارى وساتله، ”لږ وخت دلته ايسار شه، نو زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طرف نه يوه خبره وکړم.“