د سموئيل اول کِتاب

اتم باب

د خلقو بادشاه غوښتل

۱کله چې سموئيل بوډا شو، هغۀ خپل زامن د بنى اِسرائيلو قاضيان جوړ کړل. ۲د مشر زوئ يې يوئيل او د کشر يې ابياه نوم وو، هغوئ په بير سبع کښې قاضيان وُو. ۳خو هغوئ د خپل پلار په لاره نۀ وُو روان، د هغوئ شوق صِرف پېسې پېدا کول وُو، هغوئ به رشوت اخستو او د اِنصاف تباهى به يې کوله. ۴نو بيا د بنى اِسرائيلو ټول مشران راغونډ شول او په راما کښې سموئيل له لاړل، ۵او هغۀ ته يې ووئيل، ”ګوره! تۀ بوډا کېږې او زامن دې ستا په لاره نۀ دى روان. نو يو بادشاه مقرر کړه چې په مونږ باندې بادشاهى کوى، نو داسې د نورو قومونو په شان به زمونږ هم يو بادشاه وى.“ ۶سموئيل د هغوئ بادشاه غوښتلو باندې خوشحاله نۀ وو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، ۷او مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم. ۸چې د کوم وخت نه ما هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، نو هغوئ زما نه اوړېدلى دى او د نورو معبودانو عِبادت يې کړے دے، او اوس هغوئ تا سره هغه څۀ کوى چې همېشه يې زما سره کړى دى. ۹نو بيا هغوئ ته غوږ خو کېږده، خو سخت خبردارے هم ورکړه او هغوئ ته ووايه چې خپل بادشاهان به ورسره څۀ سلوک کوى.“ ۱۰نو سموئيل هغه خلقو ته چا چې بادشاه غوښتو هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې مالِک خُدائ هغۀ ته وئيلى وُو. ۱۱سموئيل ورته ووئيل، ”ستاسو بادشاه به ستاسو سره داسې سلوک کوى، هغه به ستاسو زامنو نه فوجيان جوړ کړى، څۀ به د هغۀ د جنګى ګاډو خِدمت کوى، څۀ به د هغۀ د اسونو والا وى او څۀ به د هغۀ د ګاډو نه مخکښې منډې وهى. ۱۲هغه به ستاسو څۀ زامن د زرګونو سړو او نور د پنځوسو سړو مشران آفسران جوړ کړى. ستاسو زامن به د هغۀ په پټو کښې يوې کوى، د هغۀ فصلونه به رېبى، وسلحه او د هغۀ د جنګى ګاډو دپاره به نور سامان جوړوى. ۱۳ستاسو لوڼه به دې ته جوړې کړى چې د هغۀ دپاره عطر جوړوى او د هغۀ دپاره به د اخلى پخلى والا او نانبايانو په توګه کار کوى. ۱۴هغه به ستاسو ښۀ پټى، د انګورو او د زيتُونو باغونه ونيسى او خپلو آفسرانو له به يې ورکړى. ۱۵هغه به د ستاسو د غلې او انګورو لسمه حِصه د خپل دربار د آفسرانو دپاره او د نورو آفسرانو دپاره اخلى. ۱۶هغه به ستاسو نوکران او ستاسو ښۀ څاروى او خرونه واخلى او کار به ترې نه اخلى. ۱۷هغه به ستاسو د رَمې لسمه برخه اخلى. او تاسو به په خپله د هغۀ نوکران شئ. ۱۸کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو به د دې بادشاه نه د خلاصُون دپاره فرياد وکړئ، کوم چې تاسو په خپله خوښ کړے وى، خو په هغه وخت کښې به مالِک خُدائ ستاسو شکايتُونه نۀ اورى.“ ۱۹خو خلقو د سموئيل خبره ونۀ منله او وې وئيل، ”نه! مونږ د ځان دپاره يو بادشاه غواړُو، ۲۰نو داسې مونږ به د نورو قومونو په شان شو، چې په مونږ باندې خپل بادشاه حکومت کوى او په جنګ کښې مو مشرى کوى او زمونږ جنګونه به کوى.“ ۲۱هغوئ چې څۀ هم وئيل نو سموئيل ورته غوږ نيولے وو او بيا لاړو او مالِک خُدائ ته يې ووئيل. ۲۲مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”هغوئ چې څۀ وائى نو هم هغه شان وکړه او هغوئ له يو بادشاه ورکړه.“ بيا سموئيل د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته ووئيل چې واپس کور ته لاړ شئ.