د سموئيل اول کِتاب

پينځم باب

فلستيانو سره د لوظ صندوق

۱کله چې فلستيانو د لوظ صندوق قبضه کړو نو هغوئ د اِبن عزر نه خپل ښار اشدود ته راوړو، ۲د خپل معبود دجون کور ته يې يوړو او د هغۀ د بُت په خوا کښې يې کېښودو. ۳سحر وختى د اشدود خلقو وليدل چې د دجون بُت د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړ مخې په زمکه غورزېدلے دے. نو هغوئ رااُوچت کړو او واپس يې په خپل ځائ کښې کېښودو. ۴په ورپسې سحر وختى هغوئ وليدل چې بُت بيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړ مخې په زمکه غورزېدلے وو. دې ځل يې سر او دواړه لاسونه مات شوى وُو او د دروازې د درشل سره پراتۀ وُو، صِرف ډهانچه يې پاتې وه. ۵نو ځکه تر نن پورې د دجون اِمامان او د هغۀ ټول عِبادت کوُونکى په اشدود کښې د دجون په درشل باندې قدم نۀ ږدى. ۶مالِک خُدائ د اشدود خلقو له سخته سزا ورکړه او په هغوئ او د ګېرچاپېره علاقې په خلقو باندې يې د پړثوب مرض راوستلو. ۷کله چې هغوئ وکتل چې دا څۀ کېږى نو وې وئيل، ”د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک مونږ او زمونږ معبود دجون له سزا راکوى. مونږ د لوظ صندوق نور دلته نۀ شو پرېښودلے.“ ۸نو هغوئ پېغام وړُونکى ولېږل او فلستى پينځۀ واړه بادشاهان يې راغونډ کړل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق سره مو څۀ چل وکړُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”دا جات ته يوسئ.“ نو هغوئ دا د فلستى بل ښار جات ته يوړو. ۹کله چې هغه هلته ورسېدو، مالِک خُدائ هغه ښار له هم سزا ورکړه او په يوه لويه وارخطايۍ يې آخته کړو. هغۀ هغوئ له داسې سزا ورکړه چې په لويو او وړو ټولو باندې د پړثوب مرض راغلو. ۱۰نو هغوئ د لوظ صندوق يو بل فلستى ښار عقرون ته ولېږلو، خو چې هغه هلته ورسېدو، نو خلقو چغې کړې او وې وئيل، ”هغوئ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق دلته راوړو، د دې دپاره چې مونږ ټول ووژنى!“ ۱۱نو هغوئ بيا د فلستيه ټول بادشاهان راغوښتل او ورته يې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو د لوظ صندوق واپس خپل ځائ ته ولېږئ، نو داسې به دا مونږ او زمونږ کورنۍ ونۀ وژنى.“ ټول ښار په وارخطايۍ آخته وو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ له ډيره سخته سزا ورکوله. ۱۲چې څوک لا مړۀ شوى نۀ وُو نو په هغوئ باندې د پړثوب مرض راغلو، او خلقو خپلو معبودانو ته د مدد دپاره چغې کړې.