د سموئيل اول کِتاب

څلورم باب

د لوظ د صندوق قبضه کېدل

۱ټول بنى اِسرائيليان د سموئيل د خبرو نه خبر شول. نو فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ دپاره راغونډ شول او بنى اِسرائيليان هم د هغوئ سره جنګېدو دپاره راووتل. بنى اِسرائيلو په اِبن عزر کښې او فلستيانو په افيق کښې خپلې خېمې ولګولې. ۲فلستيانو حمله وکړه او د يوې لوئې جګړې نه پس هغوئ بنى اِسرائيلو له شکست ورکړو او تقريباً څلور زره سړى يې د جنګ په مېدان کښې ووژل. ۳کله چې هغه ژوندى پاتې شوى کسان واپس خېمو ته راغلل، نو د بنى اِسرائيلو مشرانو ووئيل، ”مالِک خُدائ فلستيان ولې پرېښودل چې مونږ له شکست راکړى؟ ځئ چې لاړ شو او د شيلو نه د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوړُو، نو دا به زمونږ سره ځى او مونږ به د خپلو دشمنانو نه بچ کوى.“ ۴نو هغوئ شيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل او د رب‌الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چرته چې خُدائ پاک د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل. ۵کله چې د لوظ صندوق راورسېدو، نو بنى اِسرائيلو د خوشحالۍ نه دومره لويه چغه ووهله چې زمکه وښوزېدله. ۶فلستيانو دا چغه واورېدله او وې وئيل، ”د عبرانيانو په کېمپ کښې دا چغې واورئ! د دې څۀ مطلب دے؟“ کله چې هغوئ ته پته ولګېده چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د عبرانيانو کېمپ ته رارسېدلے دے، ۷هغوئ ويرېدل او وې وئيل، ”د هغوئ کېمپ ته خُدائ راغلے دے! مونږ غرق شوُو! په مونږ باندې هيڅ کله مخکښې داسې څۀ نۀ دى شوى! ۸زمونږ مدد وکړه، مونږ به د هغه طاقتورو معبودانو نه څوک بچ کړى؟ دا هغه معبودان دى چا چې په صحرا کښې مِصريان هلاک کړل! ۹فلستيانو تکړه شئ! د سړو په شان وجنګېږئ، ګنى مونږ به د عبرانيانو غلامان شو، لکه څنګه چې هغوئ زمونږ غلامان وُو. نو د سړو په شان جنګ وکړئ!“ ۱۰فلستيان سخت وجنګېدل او بنى اِسرائيلو له يې شکست ورکړو، چې هغوئ په منډه خپلو کورونو ته لاړل. دا يو لوئ قتلِ عام وو! او دېرش زره بنى اِسرائيلى فوجيان ووژلے شول. ۱۱د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو او د عيلى دواړه زامن، حُفنى او فينحاس ووژلے شول.

د عيلى مرګ

۱۲د بنيامين قبيلې يو سړى د جنګ ميدان نه تر شيلو پورې منډه ووهله او هم په هغه ورځ ورسېدو. د خپل تکليف ښودلو دپاره هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر باندې يې خاورې اچولې وې. ۱۳عيلى د لوظ صندوق په باره کښې ډېر پرېشانه وو، هغه د لارې په غاړه په يوه کُرسۍ باندې ناست وو او انتظار يې کولو. هغه سړى دا خبر په ټول ښار کښې خور کړو او هر يو کس د يرې نه وژړل. ۱۴عيلى شور واورېدو او تپوس يې وکړو، ”دا شور د څۀ شى دے؟“ هغه سړے عيلى له په منډه لاړو او هغه يې خبر کړو. ۱۵عيلى اوس د دوه کم سلو کالو وو او بېخى ړُوند وو. ۱۶سړى ورته ووئيل، ”زۀ نن د جنګ نه راتښتېدلے يم.“ عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”زما زويه! څۀ شوى دى؟“ ۱۷هغه پېغام وړُونکى ورته په جواب کښې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه وتښتېدل، دا زمونږ دپاره ډېر خراب شکست وو، د دې نه علاوه، ستا زامن، حُفنى او فينحاس هم ووژلے شول او د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو!“ ۱۸کله چې هغه سړى د لوظ صندوق ذِکر وکړو، نو عيلى د دروازې سره د کُرسۍ نه په شا وغورزېدو. هغه ډېر بوډا او غټ وو او په غورزېدو سره يې څټ مات شو او مړ شو. هغه څلوېښت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.

د فينحاس د کُنډې مرګ

۱۹د عيلى اِنږور، د فينحاس ښځه اُميدواره وه او تقريباً دا د هغې د بچى د پېدا کېدو وخت وو. کله چې هغه خبره شوه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے او سخر او خاوند يې مړۀ شوى دى، نو ناڅاپه په هغې باندې د ماشوم د پېدا کېدو سخت درد راغلو. ۲۰او کله چې هغه د مرګ په حالت کښې وه، نو چې کومو ښځو د هغې مدد کولو هغوئ ورته ووئيل چې، ”تکړه شه! ستا زوئ پېدا شوے دے!“ خو هغې هيڅ توجو ورنۀ کړه او نۀ يې جواب ورکړو. ۲۱هغې په ماشوم باندې يکبود نوم کېښودو او وې وئيل چې، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے.“ دا ځکه چې د لوظ صندوق قبضه شوے وو او د هغې سخر او خاوند مړۀ شوى وُو. ۲۲هغې ووئيل، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے، ځکه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے.“