د سموئيل اول کِتاب

دريم باب

د مالِک خُدائ سموئيل ته راڅرګندېدل

۱په هغه ورځو کښې، کله چې سموئيل هلک د عيلى د لارښودنې لاندې د مالِک خُدائ خِدمت کولو، د مالِک خُدائ وحى نازېدل کم شوى وُو او د هغۀ پېغام څرګندېدل بېخى کم شوى وُو. ۲يوه شپه عيلى په خپله کوټه کښې ملاست وو او د هغۀ نظر ډېر کمزورے شوے وو، ۳د سحر نه مخکښې، چې ډيوه تر اوسه پورې بلېدله او سموئيل د مالِک خُدائ په کور کښې ملاست وو، چرته چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق وو، ۴مالِک خُدائ سموئيل ته آواز وکړو. سموئيل ووئيل، ”زۀ دا يم!“ ۵او عيلې له يې منډه کړه او ورته يې ووئيل، ”زۀ راغلمه، تا ما ته آواز وکړو.“ خو عيلى ورته ووئيل، ”ما خو تا ته آواز نۀ دے کړے، لاړ شه او څمله.“ نو سموئيل لاړو او څملاستو. ۶مالِک خُدائ سموئيل ته بيا آواز وکړو، ”سموئيله!“ نو سموئيل پاڅېدو عيلى له لاړو او ورته يې ووئيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ خو عيلى ورته ووئيل، ”زما زويه! ما خو تا ته آواز نۀ دے کړے بيا لاړ شه او څمله.“ ۷خو هلک ته پته ونۀ لږېده چې دا مالِک خُدائ وو، ځکه چې د دې نه مخکښې مالِک خُدائ هيڅ کله هم د هغۀ سره خبرې نۀ وې کړې. ۸مالِک خُدائ سموئيل ته په دريم ځل آواز وکړو، هغه پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې ووئيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ نو عيلى ته پته ولګېده چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې هلک ته آواز کولو، ۹نو هغۀ سموئيل ته ووئيل، ”لاړ شه او څمله، او که هغۀ تا ته بيا آواز وکړو، نو ورته ووايه، وايه، مالِکه خُدايه! ستا بنده يې اورى.“ نو سموئيل لاړو او په خپل ځائ کښې څملاستو. ۱۰نو مالِک خُدائ راغلو او هلته ودرېدو او د مخکښې په شان يې ورته آواز وکړو، ”سموئيله! سموئيله!“ سموئيل ورته ووئيل، ”وايه، ستا بنده يې اورى.“ ۱۱مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”ګوره! زۀ په بنى اِسرائيلو کښې داسې څۀ کوم چې هغه به دومره سخت وى چې څوک يې واورى نو حېران به شى. ۱۲تر اوسه پورې چې ما د عيلى او د هغۀ د کورنۍ خِلاف څۀ هم وئيل نو په هغه ورځ به هغه هر څۀ وکړم. ۱۳ما هغۀ ته مخکښې وئيلى دى چې زۀ د هغۀ کورنۍ له د همېشه دپاره سزا ورکوم ځکه چې د هغۀ زامنو زما خِلاف خرابې خبرې کړې دى. عيلى ته پته وه چې هغوئ داسې کول، خو هغوئ يې نۀ منع کول. ۱۴نو ما دا قسم کړے دے چې هيڅ قربانى او نذرانه به هم د دې سختې ګناه د سزا لرې کولو دپاره کافى نۀ وى.“ ۱۵سموئيل تر سحره پورې ملاست وو، بيا هغه پاڅېدو او د مالِک خُدائ د کور دروازې يې کولاو کړې. هغه د دې نه يرېدلو چې عيلى ته د دې پېغام د څرګندېدو په باره کښې ووائى. ۱۶عيلى ورته آواز وکړو، ”زما زويه، سموئيله!“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ حاضر يم!“ ۱۷عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”مالِک خُدائ تا ته څۀ ووئيل؟ زما نه يوه خبره هم مۀ پټوه. خُدائ پاک به تا له سخته سزا درکړى که تا ما ته هغه هر څۀ ونۀ وئيل چې څۀ درته هغۀ وئيلى دى.“ ۱۸نو سموئيل ورته هغه هر څۀ ووئيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى ووئيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“ ۱۹چې سموئيل غټېدو، مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او د مالِک خُدائ هغه ټولې پېشن ګويۍ پورې کېدې کومې چې سموئيل کړې وې. ۲۰نو د هغه مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې، ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې سموئيل په حقيقت کښې د مالِک خُدائ پېغمبر وو. ۲۱مالِک خُدائ به په خپله په شيلو کښې راڅرګندېدو، چرته چې هغه سموئيل ته څرګند شوے وو او د هغۀ سره يې خبرې کړې وې.