د سموئيل اول کِتاب

دويم باب

د حنه دعا

۱حنه دعا وکړه او وې وئيل،

”مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے،

هغۀ چې څۀ کړې دى په هغې باندې زۀ څومره خوشحاله يم!

زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم

زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے!

۲د مالِک خُدائ په شان هيڅ څوک مقدس نشته،

د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته،

د هغۀ په شان بل څوک نشته،

زمونږ د خُدائ پاک په شان حِفاظت کوُونکے نشته.

۳لوئې لافې وهل بس کړئ،

د غرور خبرې د خولې نه مۀ راوباسئ.

ځکه چې مالِک خُدائ يو داسې خُدائ پاک دے چې هغه پوهېږى،

او هغه د خلقو د هر عمل عدالت کوى.

۴د تکړه فوجيانو ليندې ماتې شوې دى،

خو کمزورى تکړه کېږى.

۵کومو خلقو له چې يو ځل خوراک ورکړے شوے وو

نو هغوئ اوس د خوراک دپاره خپل ځانونه مزدوران کړل،

خو چې څوک اوږى وُو د هغوئ لوږه ختمه شوه.

د شنډې ښځې اووۀ بچى شوى دى،

خو د ډېرو بچو مور غمژنه ده.

۶مالِک خُدائ مړۀ کول او ژوندى کول کوى،

هغه خلق قبر ته لېږى

او واپس يې راولى.

۷هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى،

هغه څوک لاندې کوى او څوک اُوچتوى.

۸هغه غريب د خاورې نه رااُوچتوى

او ضرورت مند د ايرو د ډېرى نه اُوچتوى.

او د شهزادګانو مرتبه ورکوى

او د عزت په ځايُونو کښې يې کښېنوى.

د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى،

په دې باندې هغۀ دنيا ودرولې ده.

۹هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى،

خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکېږى،

سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کېږى.

۱۰د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى،

هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى.

مالِک خُدائ به د ټولې دنيا عدالت کوى،

هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى،

هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“

۱۱بيا القنه واپس په راما کښې کور ته لاړو، خو سموئيل په شيلو کښې پاتې شو او د عيلى اِمام د مشرۍ لاندې يې د مالِک خُدائ خِدمت کولو.

د عيلى زامن

۱۲د عيلى زامن بې‌کاره کسان وُو. هغوئ مالِک خُدائ ته هيڅ توجو ورنۀ کړه ۱۳او نۀ يې د هغه اصُولو خيال وساتلو چې د اِمامانو د برخې په باره کښې وُو. او کله به چې چا يوه نذرانه پېش کوله او چې غوښه به لا پخېدله نو د اِمام نوکر به د يو درې غاښى سره راغلو، ۱۴هغۀ به درې غاښے د پخلى لوښى ته ور ننويستلو او چې درې غاښى به څۀ هم راوويستل نو هغه به د اِمام وُو. د هغه ټولو بنى اِسرائيلو سره هم داسې سلوک وشو چې د قربانۍ پېش کولو دپاره شيلو ته راغلى وُو. ۱۵د دې نه علاوه، وازګه به هم لا نۀ وه لرې کړے شوې او نۀ به سوزولے شوې وه چې د اِمام نوکر به راغلو او چې چا به نذرانه پېش کوله نو هغۀ ته به يې وئيل، ”ما له لږه غوښه راکړه چې اِمام له يې وريته کړم، هغه به ستاسو پخه شوې غوښه نۀ قبلوى، صِرف کچه غوښه قبلوى.“ ۱۶که هغه کس به ورته ووئيل، ”راځئ چې هغه وکړُو چې څۀ صحيح وى او اول وازګه وسوزوُو، بيا چې دې څۀ خوښ وى نو هغه واخله.“ خو د اِمام نوکر به ورته ووئيل، ”نه! اوس دا ما له راکړه، که نۀ راکوې، نو زۀ به يې په زور اخلم!“ ۱۷د عيلى د زامنو دا ګناه د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېره لويه وه، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د نذرانو دومره بې‌عزتى کوله.

حضرت سموئيل په شيلو کښې

۱۸په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو. ۱۹د هغۀ مور به هر کال يوه وړه چُوغه جوړوله او چې هغه د خپل خاوند سره کالنۍ نذرانه پېش کولو له تله نو چُوغه به يې وروړله. ۲۰نو عيلى به د القنه او د هغۀ د ښځې دپاره برکت غوښتو او القنه ته به يې وئيل، ”مالِک خُدائ دې تا له د دې ښځې نه نور بچى درکړى چې د هغۀ ځائ ونيسى چې کوم تا مالِک خُدائ ته وقف کړے دے.“ د هغې نه پس به هغوئ واپس کور ته تلل. ۲۱مالِک خُدائ حنه له برکت ورکړو او د هغې نور درې زامن او دوه لوڼه پېدا شوې. سموئيل هلک د مالِک خُدائ په خِدمت کښې لوئ شو.

عيلى او د هغۀ زامن

۲۲عيلى اوس ډېر بوډا شوے وو. هغۀ د هغه هر څۀ په باره کښې اورېدل چې د هغۀ زامنو د بنى اِسرائيلو سره کول او دا چې هغوئ د هغه ښځو سره هم څملاستل چا چې د مالِک خُدائ د حضُور خېمې د دروازې په خولهٔ کښې کار کولو. ۲۳نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو دا کارونه ولې کوئ؟ تاسو چې کوم بد کوئ هر سړے د هغې په باره کښې ما ته وائى. ۲۴بس کړئ! زما زامنو، زۀ خبر شوے يم چې د مالِک خُدائ د خلقو په مينځ کښې يو خراب خبر خورېږى. ۲۵که يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو که يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، نو په دې وجه مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه. ۲۶سموئيل هلک غټېدو او د مالِک خُدائ او د خلقو عزت يې وموندو.

د عيلى د خاندان خِلاف پېشګوئې

۲۷عيلى ته د دې پېغام سره د مالِک خُدائ نه يو پېغمبر راغلو، ”کله چې ستا پلار نيکۀ هارون او د هغۀ کورنۍ د مِصر د فِرعون غلامان وُو، نو ما خپل ځان هارون ته څرګند کړو. ۲۸ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ کورنۍ خوښه کړه چې زما اِمامان شى، چې د قربان‌ګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضُور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربان‌ګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو. ۲۹نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى! تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟ ۳۰ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو کورنۍ او ډله به د ټولو وختُونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکه د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم. ۳۱واوره! هغه وخت راروان دے چې زۀ به ستا د کورنۍ او ډلې ټول ځلمى ووژنم، نو ستا په کورنۍ کښې به داسې يو سړے هم ژوندې نۀ وى چې بوډاتوب ته ورسېږى. ۳۲تۀ به په تکليف کړے شې او هغه ټولو برکتُونو ته به د آرمان سره ګورې چې زۀ يې نورو بنى اِسرائيلو له ورکوم، خو ستا په کورنۍ کښې به هيڅ څوک هم تر بوډاتوب پورې ژوندې نۀ وى. ۳۳خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړ شى. ۳۴کله چې ستا دوه زامن حُفى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول. ۳۵زۀ به يو اِمام خوښ کړم چې هغه به زما وفادار وى او چې څۀ زۀ غواړم نو هغه هر څۀ به کوى. زۀ به هغۀ له اولاد ورکړم، چې هغوئ به همېشه زما د خوښ شوى بادشاه په حضُور کښې خِدمت کوى. ۳۶ستا د اولاد چې کوم کس هم ژوندې پاتې وى نو هغه به هغه اِمام له ځى او د هغۀ نه به پېسې او خوراک غواړى او دا سوال به ورته کوى چې ما د اِمامانو سره منظُور کړه، نو چې ما ته يوه نوړۍ روټۍ مِلاو شى.“