د سموئيل اول کِتاب

لسم باب

۱بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساول په سر واړول، ساول يې ښُکل کړو او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې، ۲چې تاسو نن زما نه لاړ شئ، نو د بنيامين په علاقه ضلضع کښې د راحيل د قبر سره نزدې به تاسو د دوو سړو سره مِلاو شئ. هغوئ به تاسو ته ووائى چې تاسو کوم خرونه لټوئ هغه پېدا شوى دى، نو داسې ستاسو پلار به د خرونو په حقله پرېشان نۀ وى خو ستاسو په باره کښې به پرېشان وى او بيا بيا به تپوسونه کوى چې زما زوئ چرته دے؟ ۳کله چې تاسو په تبور کښې پاکې ونې ته ورسېږئ، نو هلته به تاسو د دريو سړو سره مِلاو شئ چې په بيت‌اېل کښې خُدائ پاک ته يوه نذرانه پېش کولو له روان وى. يو به د چېلۍ درې بچى روان کړى وى، بل به درې روټۍ روانې کړې وى او دريم سره به د شرابو نه ډکه مشکيزه وى. ۴هغوئ به په تاسو سلام واچوى او دوه روټۍ به درته پېش کړى، هغه تاسو قبولې کړئ. ۵بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې ډلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربان‌ګاه نه راکُوزېږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى. ۶د مالِک خُدائ روح به ناڅاپه په تاسو باندې راشى او تاسو به د هغوئ سره پېشګوئې ورکړئ. او تاسو به هغه شان نۀ يئ لکه چې څنګه مخکښې وئ. ۷کله چې دا نښې وشى نو تاسو هغه څۀ وکړئ چې څۀ مناسب وى، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو مل دے. ۸تاسو به زما نه مخکښې لاندې جِلجال ته لاړ شئ، هلته به زۀ ستاسو سره ملګرے شم او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې به پېش کړم. اووه ورځې هلته اِنتظار وکړئ تر دې پورې چې زۀ درشم او درته ووايم چې څۀ به کوئ.“ ۹کله چې ساول د سموئيل نه روان شو، نو خُدائ پاک ساول بېخى بدل کړو. او په هغه ورځ هغه هر څۀ وشول چې څۀ ورته سموئيل وئيلى وُو. ۱۰کله چې ساول او د هغۀ نوکر جبعه ته ورسېدل، نو د پېغمبرانو يوه ډله ورسره مِلاو شوه، د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغۀ د هغوئ سره پېشګوئې ورکول شروع کړل. ۱۱کومو خلقو چې هغه د مخکښې نه پېژندلو او چې هغوئ وليدلو چې دا هر څۀ يې کول نو هغوئ د يو بل نه تپوس وکړو، ”د قيس په زوئ باندې څۀ شوى دى؟ ساول پېغمبر شوے دے څۀ؟“ ۱۲يو مقامى سړى ووئيل، کۀ د چا پلار څۀ هم وى نو ولې د هغۀ زوئ پېغمبر جوړيدے شى څۀ؟ نو بيا دا يو متل جوړ شو آيا ساؤل هم په نبيانو کښې شميرلے شى؟ ۱۳کله چې ساول خپله پېشګوئې ختمه کړه نو هغه د عِبادت ځائ ته وختلو. ۱۴د ساول ترۀ هغه او نوکر وليدل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تاسو چرته وئ؟“ ساول ورته په جواب کښې ووئيل، ”خرونه مو لټول. کله چې مونږ خرونه پېدا نۀ کړل نو د سموئيل سره مِلاوېدو له لاړُو.“ ۱۵د ساول ترۀ ترې نه تپوس وکړو، ”او هغۀ تاسو ته څۀ ووئيل؟“ ۱۶ساول جواب ورکړو، ”هغۀ مونږ ته ووئيل چې خرونه پېدا شوى دى.“ خو هغۀ خپل ترۀ ته د بادشاه کېدو په حقله ونۀ وئيل چې سموئيل ورته څۀ وئيلى وُو.

د ساول د بادشاهۍ اِعلان کېدل

۱۷سموئيل په مصفاه کښې خلق د مالِک خُدائ په حضُور کښې راغونډ کړل ۱۸او هغوئ ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک وائى چې ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او د مِصريانو او هغه نورو ټولو خلقو نه مې بچ کړئ چې کومو په تاسو باندې سختى کوله. ۱۹زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفُونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده! نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“ ۲۰بيا سموئيل هره قبيله وړاندې راوستله او د بنيامين قبيله د پچې په ذريعه خوښه کړے شوه. ۲۱بيا سموئيل د بنيامين د قبيلې کورنۍ وړاندې راوستلې او د مِطرى کورنۍ خوښه کړے شوه. بيا د مِطرى د کورنۍ سړى وړاندې راغلل او د قيس زوئ ساول خوښ کړے شو. هغوئ هغه ولټولو، خو چې کله يې هغه ونۀ موندلو، ۲۲نو هغوئ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”هغه سړے تر اوسه پورې دلته راغلے دے څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”ګورئ! هغه د بوجو په مينځ کښې پټ شوے دے.“ ۲۳نو هغوئ منډه کړه او ساول يې بهر خلقو ته راوويستلو او هغه د خلقو په مينځ کښې ودرېدو هغه د ټولو نه لوړ سړے وو. ۲۴سموئيل خلقو ته ووئيل، ”هغه سړے دا دے کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے! زمونږ په مينځ کښې د هغۀ په شان بل هيڅ څوک هم نشته.“ نو ټولو خلقو چغه کړه، ”بادشاه زِنده‌باد!“ ۲۵سموئيل خلقو ته د بادشاه حقُونه او ذِمه وارۍ بيان کړې او بيا يې په يو کِتاب کښې وليکلې او کِتاب يې د مالِک خُدائ په حضُور کښې کېښودو. بيا هغۀ ټول خلق کورونو ته ولېږل. ۲۶ساول هم واپس په جبعه کښې خپل کور ته لاړو. يو څو تکړه سړى هم ورسره لاړل چې د هغوئ زړونه خُدائ پاک بدل کړى وُو. ۲۷خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساول سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساول هيڅ جواب ورنۀ کړو.