|
|
||
دَ پطروس رسُول اول خطپنځم بابدَ خُدائے دَ رمے شپُونتوب١ په تاسو کښے چه څوک مشران دى،زَۀ دَ هغوئ په شان مشر اَؤ دَ مسيح دَ مُصيبتُونو ګواه اَؤ په ښکاره کيدُونکى جلال کښے شريک هم يم،تاسو ته دا خواست کوم، ٢ چه دَ خُدائے دَ هغه رمے شپُونتوب کوئ چه خُدائے تاسو ته درکړے ده.په زور سره ئے مه څرَوئ بلکه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق په خوشحالئ سره،اَؤ ناجائزے ګټے دَ پاره نه،بلکه دَ زړۀ په شوق. ٣ اَؤ کُوم خلق چه ستاسو په حواله شوى دى،په هغوئ حُکومت مه چلوئ بلکه دَ رمے دَ پاره نمُونه شئ. ٤ اَؤ هر کله چه مشر شپُونکے ظاهر شى نو تاسو ته به دَ جلال داسے سهره درکړے شى چه دَ مړاوے کيدو نۀ ده، ٥ اَئے ځوانانو! هم دغه شان تاسو هم دَ مشرانو تابعدار اوسئ،بلکه دَ يو بل دَ خدمت دَ پاره ټول په حليمئ ملا وتړئ ځکه چه ((خُدائے دَ کبرژنو مُقابله کوى اَؤ حليمانو ته فضل وربخښى.)) ٦ نو بيا دَ خُدائے دَ مضبُوط لاس دَ لاندے په حليمئ اوسيږئ چه هغه تاسو په وخت باندے سربلند کړى. ٧ اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى. ٨ تاسو ځان ساتئ اَؤ بيدار اوسئ ځکه چه ستاسو مُخالف اِبليس دَ غړمبيدُونکى مزرى په شان په دے لټون کښے دے چه څوک ونغرى. ٩ تاسو په ايمان کښے مضبُوط شئ اَؤ دَ هغۀ مُقابله وکړئ ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه ستاسو ورُوڼه چه په دُنيا کښے دى،هم دغه شان مُصبتُونه زغمى. ١٠ اوس دَ هر قِسم فضل ور کوُونکے خُدائے چه تاسو دَ مسيح په يووالى کښے دَ خپل آبدى جلال دَ شامليدو دَ پاره راوبللئ چه تاسو به دَ لږ وخت دَ مُصيبت زغملو نه پس په خپله کاملان،قائم اَؤ مضبُوط کړى. ١١ دَ هغۀ قدرت دِ تل تر تله وى! آمين. آخرى سلامُونه١٢ ما په سيلوانس چه زما په خيال کښے ديانتدار ورور دے په لږ شان وليکل،اَؤ تاسو ته مے نصيحت وکړو اَؤ دا کواهى مے ورکړه چه دَ خُدائے رښتُونے فضل دغه دے،په دے قائم پاتے شئ. ١٣ هغه جماعت چه په بابل کښے ستاسو په شان غوره دے،هغه اَؤ زما زوئے مرقوس تاسو ته سلام وائى.١٤ يو بل په مينه کښلوئ اَؤ په خپلو کښے سلام وايئ. تاسو ټول چه دَ مسيح يئ،تاسو ته دِ سلامتى حاصله وى. |
||