دَ پطروس رسُول اول خط

څلورم باب

دَ خُدائے دَ فضل ښۀ مُختار

۱نو بيا چه مسيح په جِسمانى طور مُصيبت وزغملو نو ځکه تاسو هم دغه شان دَ مسيح غوندے مزاج ولرئ، دَ دے دَ پاره چه چا چه درد اَؤ مُصيبت وزغملو هغه دَ ګُناه دَ قبضے نه آزاد شو، ۲دَ پاره دَ دے چه آئنده خپل باقى جسمانى ژوندُون دَ اِنسانى خواهشُونو په طور نۀ تيروى بلکه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق. ۳ځکه چه دَ غيرو قومُونو دَ مرضئ په مُطابق په کار کولو اَؤ شهوت پرستئ، بدو خواهشُونو، شرابو، نڅا ګډا، نشه بازئ اَؤ بُت پرستئ کښے چه تاسو اول څومره وخت تير کړو، هغه کافى دے، چه دَ هغۀ ذکر کول هم دَ شرم خبره ده. ۴هغوئ په دے حيران دى چه تاسو په سخته بدچلنئ کښے دَ هغوئ ملګرتيا نۀ کوئ اَؤ تاسو ته بدرد وائى. ۵خو هغوئ به دَ دے حساب خُدائے ته ورکوى چه دَ ژوندو اَؤ دَ مړو عدالت کولو ته تيار دے. ۶ځکه چه مړو ته هم زيرے ځکه آؤرولے شوے وو چه په جِسم کښے خو دِ دَ خلقو په مُطابق دَ هغو اِنصاف وشى خو په رُوحانى طور دِ دَ خُدائے په شان ژوندى اوسى.

۷دَ ټولو څيزُونو خاتمه کيدُونکے ده، نو ځان ساتئ اَؤ دَ دُعا کولو دَ پاره بيدار اوسئ. ۸دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه په خپلو کښے مينه ساتئ ځکه چه مينه په ډيرو ګُناهُونو پړده اچوى. ۹بے له ګُوريدلو په خپلو کښے دَ يو بل ميلمستيا کوئ. ۱۰هر چا ته چه هر څومره نعمت ورکړے شوے دے، هغه دِ دَ خُدائے دَ مختلفو نعمتُونو دَ ښو مُختارانو په شان دَ يو بل په خدمت کښے ولګوئ. ۱۱که څوک څۀ وائى نو داسے دِ وائى لکه چه دَ خُدائے کلام دے، که څوک خدمت کوى نو دَ هغه طاقت په مُطابق دِ ئے کوى کُوم چه خُدائے ورکړے وى، دَ پاره دَ دے چه په ټولو خبرو کښے دَ عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائے جلال ظاهروى. جلال اَؤ بادشاهى تل تر تله دَ هغۀ ده! آمين

دَ ايماندار زغم

۱۲زما خوږو ملګرو! کُوم دَ مُصيبت اور چه ستاسو دَ آزميښت دَ پاره په تاسو کښے بل دے، نو دا مه ګڼئ اَؤ په هغه حيرانيږئ مه چه په مُونږ دا يوه عجيبه خبره راغلے ده. ۱۳بلکه دَ مسيح په مُصيبتُونو کښے چه هر څومره شريکيږئ، خوشحالئ کوئ، دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ دَ جلال دَ ظاهريدو په وخت هم ډير خوشحاله يئ. ۱۴که چرے دَ مسيح دَ نُوم په سبب تاسو ته بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چه دَ جلال رُوح، يعنے دَ خُدائے رُوح په تاسو سورے کوى. ۱۵په تاسو کښے دِ څوک خُونى، غل، بدکاره يا دَ نورو په کار کښے دَ لاس وهلو په سبب مُصيبت ونۀ زغمى. ۱۶خو که څوک په دے وجه چه هغه ايماندار دے مُصيبت بيا مُومى نو شرميږى دِ نه، بلکه دَ دے نُوم په وجه دِ دَ خُدائے ثنا ووائى.

۱۷ځکه چه هغه وخت راغلے دے چه دَ خُدائے له کوره دِ عدالت شروع شى، اَؤ هر کله چه زمُونږ نه شروع کيږى نو دَ هغوئ به څۀ حال وى څوک چه دَ خُدائے زيرے نۀ منى؟ ۱۸اَؤ

”هر کله چه صادِق به په مُشکل سره خلاصُون مُومى

نو دَ بے دينه اَؤ ګناه ګار به څۀ حال وى؟“

۱۹نو بيا چه څوک دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق مُصيبتُونه زغمى، هغوئ دِ خپل ځانُونه وفادار خالق ته په حواله کړى اَؤ هميشه دِ نيکى کوى.