د بادشاهانو اول کِتاب

نهم باب

د خُدائ پاک حضرت سليمان ته بيا څرګندېدل

(د تاريخ دويم کِتاب ۷: ۱۱‏-۲۲)

۱کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور، خپل محل او د هغه هر څۀ جوړول ختم کړل چې څۀ يې جوړول غوښتل، ۲نو مالِک خُدائ په دويم ځل هغۀ ته راڅرګند شو، لکه څنګه چې هغه په جبعون کښې څرګند شوے وو. ۳مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”ما ستا دعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عِبادت کېږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى. ۴او که تا په صداقت او د زړۀ د اخلاصه زما خِدمت کولو لکه چې ستا پلار داؤد کولو او تا زما قانون او هغه هر څۀ منل چې ما يې حُکم درکړے دے، ۵نو زۀ به خپله هغه وعده پوره کړم چې ما ستا پلار داؤد سره کړې وه چې ما هغۀ ته ووئيل چې ستا د اولاد نه به همېشه يو کس د بنى اِسرائيل په تخت ناست وى. ۶خو که تا يا ستا اولاد زما تابعدارى پرېښوده، چې ما کوم قانون او حُکمونه درکړى دى، د هغې نافرمانى مو وکړه او د نورو خُدايانو عِبادت مو وکړو، ۷نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عِبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى. ۸دا کور به د کنډر يو ډېرے شى او چې هر څوک هم ورباندې تېرېږى نو وبه لړزېږى او حېران به شى. هغوئ به تپوس کوى چې مالِک خُدائ په دې مُلک او کور باندې داسې ولې کړى دى. ۹نو خلق به وائى چې هغوئ مالِک خُدائ پرېښے وو، چا چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل. هغوئ نور خُدايان راټينګ کړل او د هغوئ عِبادت او خِدمت يې وکړو. نو دا ځکه مالِک خُدائ ورباندې دا تباهى راوستلې ده.“

د حضرت سليمان د حيرام سره تړون

(د تاريخ دويم کِتاب ۸: ۱‏-۲)

۱۰د سليمان د مالِک خُدائ په کور او خپل محل باندې شل کاله ولګېدل. ۱۱د صور بادشاه حيرام هغۀ له دِيار او د نختر لرګو او د هغه ټولو سرو زرو بندوبست وکړو چې هغۀ د دې کار دپاره غوښتى وُو. کله چې دا کار ختم شو، نو سليمان بادشاه حيرام له د ګليل په علاقه کښې شل ښارونه ورکړل. ۱۲حيرام د هغه ښارونو ليدو له لاړو کوم چې سليمان ورکړى وُو، خو د هغۀ خوښ نۀ شول. ۱۳نو هغۀ سليمان ته ووئيل، ”زما وروره! دا څۀ رنګه ښارونه دى چې تا ما له راکړى دى؟“ نو په دې وجه تر اوسه پورې د هغه ځائ نوم کبول دے. ۱۴حيرام سليمان له د څلورو زرو کيلو نه زيات سرۀ زر لېږلى وُو.

د حضرت سليمان نورې کارنامې

(د تاريخ دويم کِتاب ۸: ۳‏-۱۸)

۱۵سليمان بادشاه په مزدورانو باندې د مالِک خُدائ کور، محل، په غرۀ باندې پټى او د يروشلم دېوال جوړ کړو. په هغوئ يې د حصور، مجدو او جزر ښارونه هم بيا جوړ کړل. ۱۶د مِصر بادشاه په جزر حمله کړې وه او دا يې قبضه کړې وو، د هغې اوسېدونکى يې ووژل او په ښار يې اور بل کړو. بيا هغۀ دا خپلې لور له د وادۀ په جهېز کښې په هغه وخت ورکړو چې سليمان ودوله، ۱۷سليمان د جزر ښار او لاندينې بيت‌حورون هم بيا جوړ کړو، ۱۸ورسره بعلات، د يهوداه په صحرا کښې تامار، ۱۹د ګودامونه والا ښارونه، د هغۀ د اسونو او جنګى ګاډو دپاره ښارونه او چې په يروشلم، لبنان او خپله ټوله بادشاهۍ کښې يې څۀ هم جوړول غوښتل نو هغه يې جوړ کړل. ۲۰‏-۲۱سليمان د کنعان خلقو د اولاد نه مزدوران جوړ کړل، کوم چې بنى اِسرائيلو د مُلک قبضه کولو په وخت نۀ وُو وژلى. په دې کښې اموريان، حِتيان، فارصيان، حِويان او يبوسيان وُو، چې د هغوئ اولاد تر اوسه پورې غلامان دى. ۲۲سليمان د بنى اِسرائيلو نه غلامان جوړ نۀ کړل، هغوئ د فوجيانو، مشرانو، فوجى آفسرانو، د ګاډو مشرانو او د اسونو والا په توګه خِدمت کولو. ۲۳په هغه مزدورانو باندې پينځۀ سوه او پنځوس آفسران مقرر کړے شوې وُو چې کومو مزدورانو د سليمان په منصُوبو باندې کار کولو. ۲۴سليمان په غرۀ باندې پټى د هغې نه پس جوړ کړل چې د هغۀ ښځه د مِصر د بادشاه لور، د داؤد د ښار نه هغه محل ته تلې وه چې د هغې دپاره يې جوړ کړے وو. ۲۵سليمان به په کال کښې درې ځل سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې په هغه قربان‌ګاه پېش کولې چې کومه يې مالِک خُدائ ته جوړه کړې وه. هغۀ مالِک خُدائ ته خوشبوئى هم سوزوله. او داسې هغۀ د مالِک خُدائ کور جوړول پوره کړل. ۲۶سليمان بادشاه په عصيون جابر کښې ډېر سمندرى جهازُونه هم جوړ کړل، عصيون جابر د ادوم په علاقه کښې د بحرِقُلزم په غاړه دے او ايلوت ته نزدې دے. ۲۷حيرام بادشاه يو څو تکړه جهاز چلوُونکى ورولېږل چې د سليمان د سړو مدد وکړى. ۲۸هغوئ د اوفير مُلک ته سفر وکړو او د هغه ځائ نه يې څوارلسو زرو کيلو نه زيات سرۀ زر سليمان له راوړل.