د بادشاهانو اول کِتاب

اوؤم باب

د حضرت سليمان محل

۱سليمان د خپل ځان دپاره هم يو محل جوړ کړو او په دې باندې ديارلس کاله ولګېدل. ۲‏-۳هغه محل چې ”د لبنان ځنګل“ بللے شو تقريباً پنځوس ګزه اُوږد، پينځۀ‌ويشت ګزه پلن او پينځلس ګزه اُوچت وو. د دې څلور قطاره د دِيار ستنې وې چې په هر قطار کښې پينځلس وې، چې د دِيار تيرونه پرې پراتۀ وُو. چت يې د دِيار وو، چې هغه تيرونه په ستنو باندې ولاړ وُو. ۴دواړو طرفُونو ته په دېوالونو باندې درې قطاره کړکۍ وې. ۵د دروازو او کړکو څلور ګوټه چوکاټُونه وُو او په درې قطارونو کښې يو بل ته مخامخ وُو. ۶سليمان د ستنو يو دربار جوړ کړو، چې پينځۀ اويا فټه اُوږد او پينځۀ څلوېښت فټه پلن وو. د دې مخامخ يوه د ستنو برانډه او مخې ته يې يو دلان وو. ۷هغۀ د تخت کوټه هم جوړه کړه چې د اِنصاف دربار هم بللے شو، چرته چې سليمان لانجې هوارولې، چې د فرش نه تر سره پورې يې د دِيار تختې لرلې. ۸د اِنصاف د دربار نه وروستو په يو بل دربار کښې، د سليمان خپلې کوټې هم د نورو کوټو په شان وې. هغۀ د خپلې ښځې، د فِرعون د لور دپاره هم هغه شان کور جوړ کړو. ۹ټول عمارتونه او لوئ دربار د بېخ نه د چت لاندې حِصې پورې د ښو کاڼو نه جوړ وو. کاڼى په ناپ پرې کړے شوى وُو، بهرنى او دنننى مخُونه يې په آرا برابر کړے شوى وُو. ۱۰بنيادونه يې د غټو او ښو کاڼو نه جوړ وُو، چې څۀ په کښې پينځۀ ګزه او څۀ څلور ګزه اُوږدۀ وُو. ۱۱د دې دپاسه نور ښۀ کاڼى وُو چې په ناپ پرې کړے شوى وُو او د دِيار تيرونه وُو. ۱۲د محل دربار، د خُدائ پاک د کور دنننے دربار او دې ته د ننوتو کوټې داسې دېوالونه لرل چې د پرې کړے شوو کاڼو د هرې دريمې ردې نه پس د دِيار يو تير په کښې لګېدلے وو.

د حيرام ذِمه وارى

۱۳سليمان بادشاه يو سړے راوغوښتو چې نوم يې حيرام وو، هغه کاريګر د صور په ښار کښې اوسېدو، چې د زيړو په کار کښې ماهِر وو. ۱۴د هغۀ پلار د صور د علاقې د زيړو ماهِر وو، او مور يې د نفتالى قبيلې يوه کُنډه وه. حيرام يو تکړه او تجربه‌کار ماهِر وو. هغۀ د سليمان دعوت قبول کړو چې د زيړو د ټول کار مشر شى.

د زيړو دوه قطارونه

(د تاريخ دويم کِتاب ۳: ۱۵‏-۱۷)

۱۵حيرام دوه د زيړو ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً نهۀ ګزه لوړه او شپږ ګزه ګېرچاپېره غټه وه او دا يې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په ځائ کښې ولګولې. ۱۶هغۀ د ستنو دپاره دوه د زيړو سرونه هم جوړ کړل، چې هر يو اووۀ نيم فټه لوړ وو. ۱۷د هرې ستنې سر د تړلى شوى زنځيرونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوے وو، ۱۸او دوه قطاره د انارو هم. ۱۹د ستنې پاسنۍ برخه د نيلوفر د ګل په شان وه چې دوه ګزه لوړه وه، ۲۰او په يوه ګول حِصه کښې لګولې شوې وه چې دا د زنځير د شکل دپاسه وه. د ستنو په سرونو کښې ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې دوه سوه انار وُو. ۲۱حيرام د زېړو دوه ستنې د خُدائ پاک د کور د ننوتو ځائ په مخکښې ولګولې: د جنوب په طرف باندې د هغې نوم يکين وو او چې د شمال په طرف باندې وه د هغې نوم بوعز وو. ۲۲د ستنو سرونه د نيلوفر د ګلونو په شان وُو. نو داسې د ستنو کار مکمل شوو.

د زېړو ډيګۍ

(د تاريخ دويم کِتاب ٤: ۲‏-۵)

۲۳بيا حيرام د زېړو يوه ګول ډيګۍ جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او ګېرچاپېره غټ والے يې پينځلس ګزه وو. ۲۴د ډيګۍ ګېرچاپېره په بهرنۍ ټوله څنډه باندې دوه قطاره په هر فُټ کښې شپږ شپږ د زيړو کدوان وُو، چې د ټولې ډېګۍ سره يوه ټُکړه جوړ شوى وُو. ۲۵ډيګۍ د زيړو دولسو غوَيانو په شا باندې پراته وه چې مخُونه يې بهر وُو، چې په څلورو واړو طرفُونو باندې درې درې وُو. ۲۶د ډيګۍ دېوالونه درې اِنچئ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګلونو پاڼو په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً څلوېښت زره ليټره اوبۀ راتلې.

د زيړو ګاډۍ

۲۷حيرام د زيړو لس ګاډۍ هم جوړې کړې، چې هره يوه تقريباً دوه ګزه اُوږده، دوه ګزه پلنه او يو نيم ګز اُوچته وه. ۲۸دا د څلور ګوټه تختو نه جوړې وې چې په چوکاټُونو کښې لګولے شوې وې، ۲۹چې په دې تختو باندې د زمرو، غوَيانو او د وزرو والا مخلوق بُتُونه جوړ وُو، په چوکاټُونو باندې بره او لاندې ګول ګلکارى شوې وه. ۳۰د هرې ګاډۍ څلور پايې او د زېړو سيخُونه وُو. په هره ګاډۍ کښې يو ښانک د زيړو په څلورو تختو باندې لګېدلے وو، دا چوکۍ په ګول ګلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. ۳۱د هرې ګاډۍ په سر د ښانک دپاره يو ګول چوکاټ وو. دا د ګاډۍ په سر اتلس اِنچې بره او اووۀ اِنچې لاندې تلے وو او ګېرچاپېره ګلکارى ورباندې شوې وه. د ګاډو تختې ګول نه بلکه څلور ګوټه وې. ۳۲څلور پايې شپږ ويشت اِنچې اُوچتې وې، دا د تختو لاندې وې او سيخُونه د ګاډو سره د يوه ټُکړه شوى وُو. ۳۳د دې پايې د جنګى ګاډو د پايو په شان وې، د دې سيخُونه، ريمونه، د ريمونو مزى او مينځنۍ حِصې هر څۀ د زيړو وُو. ۳۴د هرې ګاډۍ په څلورو ګوټُونو کښې څلور ستنې وې، چې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې. ۳۵د هرې ګاډۍ دپاسه ګېرچاپېره نهۀ اِنچې پلنې پټۍ وې، د دې ستنې او تختې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې. ۳۶ستنې او تختې د وزرو والا مخلوق، زمرو او د کهجورو ونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوې وې، چې چرته هم خالى ځائ وو نو ګول ګلکارى ورباندې شوې وه. ۳۷لس واړه ګاډۍ داسې جوړې کړے شوې وې چې ټولې يو شان، په يو ناپ او يو شکل وې. ۳۸حيرام د لسو ګاډو دپاره يو يو ښانک جوړ کړو. چې د هر يو مينځ تقريباً دوه ګزه وو او اتۀ سوه ليټره اوبۀ په کښې راتلې. ۳۹هغۀ پينځۀ ګاډۍ د خُدائ پاک د کور جنوبى طرف ته ودرولې او نورې پينځۀ يې شمالى طرف ته ودرولې، هغه ډيګۍ يې نَمرخاتۀ جنوبى طرف ته کېښودله.

د مالِک خُدائ د کور د سامان تفصيل

(د تاريخ دويم کِتاب ٤: ۱۱‏-۵‏:۱)

۴۰‏-۴۵حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ د مالِک خُدائ د کور هغه ټول کار پوره کړو چې د سليمان دپاره يې کولو. هغۀ دا څيزُونه جوړ کړل: دوه ستنې، د ستنو دپاره دوه د جامونو په شان سرونه، په هر يو باندې تړلى شوى زنځيرونه. څلور سوه د زيړو انار، چې د زنځيرونو نه ګېرچاپېره هر طرف سل سل په دوه قطاره کښې وُو. لس ګاډۍ، لس ښانکُونه، ډيګۍ، دولس غوَيان چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او جامونه، حيرام چې سليمان بادشاه له د مالِک خُدائ د کور دپاره کوم سامان جوړ کړو هغه ټول د ځلېدونکى زيړو وو. ۴۶سليمان بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان، د سکات او د ضرتان په مينځ کښې د خټې په قالب کښې جوړ کړل. ۴۷سليمان د زيړو دا څيزُونه تللى نۀ وُو، ځکه چې دا ډېر زيات وُو، نو ددې وزن هيڅ کله معلوم نۀ کړے شو. ۴۸سليمان د مالِک خُدائ د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړو: قربان‌ګاه، خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز، ۴۹لس ډيوټ چې د زيات مقدس ځائ په مخکښې لګېدلى وُو، چې پينځۀ په جنوبى طرف او پينځۀ په شمالى طرف باندې وُو، ګلونه، ډېوې او چمټې، ۵۰پيالۍ، د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو د وړلو دپاره لوښى، او د زيات مقدس ځائ د دروازو دپاره قبضې او د هغه کور بهرنۍ دروازې. دا ټول سامان د سوچه سرو زرو نه جوړ وو. ۵۱کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د کور په خزانو کښې هغه ټول څيزُونه کېښودل چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو. يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.