د بادشاهانو اول کِتاب

شپږم باب

د حضرت سليمان د مالِک خُدائ د کور جوړول

۱د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دويمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو. ۲دننه دا تقريباً دېرش ګزه اُوږده، لس ګزه پلنه او پينځلس ګزه اُوچته وه. ۳د ننوتو کوټه تقريباً پينځۀ ګزه پلنه او لس ګزه اُوږده وه، هغه مقدس ځائ هم دغه هومره پلن وو. ۴د هغه کور په دېوالونو باندې تنګې کړکۍ لګېدلې وې. ۵هغۀ د خُدائ پاک د کور په دوو طرفُونو او شاته نورې کوټې جوړې کړې. ۶د دې کوټو درې درې منزلونه وُو. لاندينۍ کوټه تقريباً دوه نيمه ګزه پلنه، دويمه کوټه درې ګزه پلنه او آخرى کوټه درې نيم ګزه پلنه وه. د مالِک خُدائ د کور په دېوالونو کښې سورى نۀ وُو جوړ کړے شوى، څۀ کاڼى بهر راوتلى شوى وُو چې د چت تيرونه ورباندې پراتۀ وُو. ۷د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د سټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے. ۸د لاندينى منزل دروازه د مالِک خُدائ د کور جنوبى طرف ته وه، چې دويم او دريم چت ته يې پوړۍ ختلې وې. ۹نو سليمان بادشاه د هغه کور جوړول ختم کړل. هغۀ ورله يو چت جوړ کړو چې د تيرونو او د دِيار د تختو نه جوړ وو. ۱۰هغۀ د کور په درې طرفُونو باندې کوټې جوړې کړې، چې د کور د دېوالونو سره د دِيار په تيرونو باندې مِلاو وې. هره يوه کوټه دوه نيمه ګزه اُوچته وه. ۱۱مالِک خُدائ سليمان ته ووئيل، ۱۲”چې تۀ د مالِک خُدائ کور جوړوې نو ياد ساته چې زما په ټول قانون او حُکمونو باندې بهعمل کوې، نو زۀ به ستا دپاره هغه څۀ وکړم چې ما ستا د پلار داؤد سره د هغې وعده کړې ده. ۱۳زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو سره په دې کور کښې اوسېږم او زۀ به هيڅ کله هغوئ پرې نۀ ږدم.“ ۱۴نو سليمان د هغه کور جوړول پوره کړل.

د مالِک خُدائ د کور دننه ښائسته کېدل

(د تاريخ دويم کِتاب ۳: ۸‏-۱٤)

۱۵دننه دېوالونه د بېخ نه واخله تر چته پورې د دِيار په تختو پټ کړے شوى وُو او فرش يې د نختر نه جوړ وو. ۱۶دننه کوټه چې زيات مقدس ځائ بللے شو هغه د مالِک خُدائ د کور شاته جوړه وه. هغه تقريباً لس ګزه اُوږده وه او د دِيار په تختو باندې په مينځ دوه ځائ بېله شوې وه چې د فرش نه تر چت پورې رسېدلې وې. ۱۷د زيات مقدس ځائ په مخکښې لويه کوټه تقريباً شل ګزه اُوږده وه. ۱۸د دِيار تختې د کدو او د ګلونو په ګلګارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، دنننۍ ټوله حِصه په دِيار پټه وه او د دېوال کاڼى نۀ ښکارېدل. ۱۹د هغه کور شاته يوه دنننۍ کوټه جوړه شوې وه، چرته چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اېښودے شو. ۲۰دنننۍ کوټه لس ګزه اُوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اُوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربان‌ګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه. ۲۱د مالِک خُدائ د کور دنننۍ برخه په سرو زرو باندې پټه وه او د زيات مقدس ځائ د ننوتلو دروازې د حِفاظت دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه لګولى شوى وُو. ۲۲د هغه کور ټوله دنننۍ حِصه په سرو زرو پټه وه او په ډېر مقدس ځا‌ئ کښې قربان‌ګاه هم په سرو زور پټه وه. ۲۳د وزرو والا دوه مخلوق د زيتُونو لرګى نه جوړ وُو او په زيات مقدس ځائ کښې ايښى شوى وُو، چې هر يو تقريباً پينځۀ ګزه لوړ وو. ۲۴‏-۲۶دواړه يو هومره او په يو شکل وُو. د هر يو تقريباً درې ګزه اُوږدۀ وزر وُو، نو د يو وزر د يو سر نه د بل وزر د سر پورې فاصله پينځه ګزه وه. ۲۷دا په زيات مقدس ځائ کښې څنګ په څنګ ايښے شوى وُو، نو داسې د دې خوارۀ وزر د يو بل سره د کوټې په مينځ کښې لګېدل او هغه نور دوه وزر د دېوالونو سره لګېدل. ۲۸د وزرو والا دواړه مخلوق په سرو زرو باندې پټ وُو. ۲۹د مينځنۍ کوټې او دنننۍ کوټې ټول دېوالونه د وزرو والا مخلوق، د کهجورو ونو او د ګلونو په ګلګارۍ ښائسته کړے شوى وُو. ۳۰او دننے او بهرنے فرش هم په سرو زرو باندې پټ وو. ۳۱د زيتُونو لرګى نه جوړې دوه دروازې د زيات مقدس ځائ په خولهٔ کښې لګولے شوې وې، د دروازې د چوکاټ بازوګان پينځۀ مخيز وُو. ۳۲دروازې د وزرو والا مخلوق باندې، د کهجورو ونو او د غړېدلو شوو د ګلونو په ګلکارۍ باندې ښائسته کړې شوې وې. دا ټول څيزُونه په سرو زرو باندې پټ کړے شوى وُو. ۳۳مينځنۍ کوټې ته ننوتو دروازې د چوکاټ دپاره د زيتُونو د لرګى نه څلور مخيز بازوګان جوړ کړے شوى وُو. ۳۴د نختر د لرګى نه دوه دروازې هم جوړې کړے شوې وې چې دې دروازو به په مينځ کښې هم د کولاوېدو او بندېدو قبضې لرلې. ۳۵او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کهجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې. ۳۶د مالِک خُدائ د کور په مخکښې يو دنننے دربار جوړ کړے شوے وو چې د کاڼى هرې دريمې ردې نه پس يې د دِيار د لرګى تېرونه وُو. ۳۷د مالِک خُدائ د کور بُنياد د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال په دويمه يعنې د زيو په مياشت کښې ايښے شوے وو. ۳۸په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شوو، چې څنګه د دې منصُوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.