د بادشاهانو اول کِتاب

دريم باب

د حضرت سليمان د حِکمت دپاره دعا غوښتل

(د تاريخ دويم کِتاب ۱: ۳‏-۱۲)

۱سليمان د مِصر بادشاه فِرعون سره اِتحاد وکړو او د هغۀ لور يې وادۀ کړه. هغه يې د داؤد ښار ته راوستله او تر هغې پورې هلته اوسېدله چې تر څو پورې هغۀ خپل محل، د مالِک خُدائ کور او د يروشلم ګېرچاپېره دېوال جوړول ختم کړى نۀ وُو. ۲د مالِک خُدائ کور تر اوسه پورې نۀ وو جوړ شوې، نو ځکه خلقو د قربانۍ په بېلو بېلو ځايُونو کښې قربانۍ پېش کولے. ۳سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم د غېرو قومونو په قربان‌ګاه باندې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې. ۴يوه ورځ هغه د قربانۍ پېش کولو دپاره جبعون ته لاړو چرته چې د قربانۍ مرکزى ځائ وو. هغۀ هلته يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې. ۵په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته په خوب کښې څرګند شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې درکړم؟“ ۶سليمان ورته ووئيل، ”تا زما پلار خپل خِدمت کوُونکى داؤد ته همېشه ډېره مينه ښودلې ده او هغه په خپل تعلق کښې تا سره نېک، وفادار او صادق وو. تۀ هغۀ ته خپله لويه او نۀ بدلېدونکې مينه تر اوسه پورې ښايې چې هغۀ له دې يو زوئ ورکړو کوم چې د هغۀ په ځائ نن په تخت ناست دے. ۷مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه! تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړُوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم. ۸زۀ دلته د هغه خلقو په مينځ کښې يم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړى دى. هغه قوم دومره لوئ دے چې د شمېر نه بهر دے. ۹نو ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو باندې په اِنصاف سره بادشاهى وکړم او د ښۀ او بد په مينځ کښې فرق وپېژنم. ګنى زۀ به څنګه د دې جوګه شم چې ستا په لوئ قوم باندې بادشاهى وکړم؟“ ۱۰مالِک خُدائ د سليمان په دې غوښتنه باندې خوشحاله شو، ۱۱نو هغۀ ورته ووئيل، ”تا حِکمت غوښتلے دے چې په اِنصاف سره بادشاهى وکړې او خپل اُوږد عُمر، مالدارى او د خپل دشمن مرګ دې نۀ دے غوښتے، ۱۲نو زۀ به هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى. ۱۳زۀ به تا له هغه څۀ هم درکړم چې تا نۀ دى غوښتى: تر څو پورې چې تۀ ژوندې يې نو تۀ به دولت مند او عزتمند يې، نو داسې تۀ به د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يې. ۱۴او که تۀ د خپل پلار داؤد په شان زما تابعدارى کوې او زما قانون او حُکمونه پوره کوې، نو زۀ به تا له يو اُوږد عُمر درکړم.“ ۱۵سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.

د حضرت سليمان د يوې مشکلې لانجې فېصله کول

۱۶يوه ورځ دوه کنجرې ښځې راغلې او سليمان بادشاه په مخکښې يې خپل ځانونه پېش کړل. ۱۷هغې يوې په کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت! دا ښځه او زۀ په يو کور کښې اوسېږُو او چې دا کله هلته وه نو زما يو ماشوم پېدا شو. ۱۸زما د زوئ د پېدا کېدو په دريمه ورځه د هغې هم يو ماشوم پېدا شو. په هغه کور کښې صِرف زۀ او هغه وُو او بل هيڅ څوک هم موجود نۀ وُو. ۱۹نو يوه شپه هغه په غلطۍ سره په خپل ماشوم ورواوړېده او د هغۀ ساه يې بنده کړه. ۲۰هغه د شپې پاڅېده، چې کله زۀ اودۀ وم نو هغې زما نه ماشوم واخستلو او په خپل څنګ کښې يې واچولو، بيا هغې هغه مړ ماشوم زما په کټ کښې کېښودو. ۲۱په ورپسې سحر کله چې زۀ پاڅېدم او خپل ماشوم له مې تے ورکولو، نو ومې ليدل چې دا خو مړ دے. ما په رڼا کښې ښۀ په غور سره ورته وکتل او پته راته ولګېده چې دا خو زما ماشوم نۀ دے.“ ۲۲خو هغه بلې ښځې ووئيل، ”نه! ژوندې ماشوم زما دے او دا مړ ماشوم ستا دے!“ نو هغه وړومبۍ ښځې جواب ورکړو، ”نه! مړ ماشوم ستا دے او ژوندې ماشوم زما دے!“ نو داسې هغوئ د بادشاه په وړاندې بحث شروع کړو. ۲۳نو سليمان بادشاه ووئيل، ”تاسو دواړه دا دعوه کوئ چې ژوندې ماشوم زما دے او مړ ماشوم زما نۀ دے.“ ۲۴نو هغۀ ووئيل چې تُوره راوړه او چې کله تُوره راوړے شوه، ۲۵نو هغۀ ووئيل، ”دا ژوندې ماشوم دوه ټوټې کړه او هرې يوې له نيم نيم ورکړه.“ ۲۶د کومې مور چې زوئ ژوندے وو او زړۀ يې د زوئ د مينې نه ډک وو، نو هغې بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت! دا ماشوم مۀ وژنه او هغې له يې ورکړه!“ خو هغې بلې ښځې ووئيل، ”دا ماشوم مونږ يوې له هم مۀ راکوه او دوه ټوټې يې کړه.“ ۲۷سليمان ووئيل، ”ماشوم مۀ وژنه! او هغه ښځې له يې ورکړه چې کومه وائى چې مۀ يې وژنه. هغه يې اصلى مور ده.“ ۲۸کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.