د بادشاهانو اول کِتاب

دويم باب

د حضرت داؤد حضرت سليمان ته وصيت

۱کله چې داؤد د مرګ په حالت کښې وو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او وصيت يې ورته وکړو، ۲”زما وخت پوره دے، تکړه سړے شه او حوصله مضبوطه کړه. ۳او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلى شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې. ۴که تۀ د هغۀ فرمانبردارى کوې نو مالِک خُدائ به هغه لوظ پوره کړى چې ما ته يې وئيلى وُو چې زما اولاد به تر هغې پورې په بنى اِسرائيلو بادشاهى کوى چې هغوئ په وفادارۍ سره د زړۀ د اِخلاصه د هغۀ حُکمونه منى. ۵د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د آمن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بې ګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذِمه وارى يې په خپل سر ده. ۶د خپل عقل نه کار واخله، هغه مۀ پريږده چې سپين ګيرې شى او په خپل مرګ مړ شى. ۷خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابى‌سلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربان وُو. ۸په بنيامين کښې د بحوريم ښار د جيرا زوئ سِمعى هم دے. کله چې زۀ محنايم ته تلم نو هغۀ ما ته سختې ښېرې کولې، خو چې کله هغه د اُردن سيند سره زما سره مِلاو شو، نو ما د مالِک خُدائ په نوم د سِمعى سره پوخ لوظ وکړو چې زۀ به هغه نۀ وژنم. ۹خو هغه چې پرې نۀ ږدې چې سزا دې نۀ وى ورکړې. ځکه چې تۀ د حِکمت خاوند يې او تا ته به پته ولګى چې څۀ کول په کار دى او تۀ به دا خبره يقينى کوې چې هغه په سخت مرګ مړ شى.“

د حضرت داؤد مرګ

۱۰نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو. ۱۱څلوېښت کاله هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه وو، اووۀ کاله يې په حبرون کښې او درې دېرش کاله يې په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. ۱۲سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه شو او د هغۀ بادشاهى مضبوطه قائمه شوه. د ادونياه مرګ ۱۳بيا ادونياه چې د هغۀ مور حجيت وه، بت‌سبع ته لاړو چې هغه د سليمان مور وه. هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د خېر دپاره راغلې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”او!“ ۱۴هغۀ بيا دا هم ووئيل، ”زۀ تا ته يو عرض کوم.“ هغې ورته ووئيل، ”څۀ دى ووايه؟“ ۱۵هغۀ ورته ووئيل، ”تا ته پته ده چې بادشاهى زما حق وو او ټولو بنى اِسرائيلو غوښتل چې زۀ بادشاه جوړ شم. خو خبره بدله شوه او زما ورور بادشاه شو، ځکه چې دا د مالِک خُدائ مرضى وه. ۱۶او اوس زۀ يو عرض کول غواړم، مِهربانى وکړه چې اِنکار ونۀ کړې.“ بت‌سبع ورته ووئيل، ”ووايه.“ ۱۷هغۀ ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه چې سليمان بادشاه ته ووايه، ما ته پته ده چې هغه به تا ته اِنکار نۀ کوى، چې هغه ما پرېږدى چې شونيمى ښځه ابى‌شاګ وادۀ کړم.“ ۱۸هغې ورته ووئيل، ”ټيک ده، زۀ به د بادشاه سره ستا دپاره خبره وکړم.“ ۱۹نو بت‌سبع بادشاه له لاړه چې د هغۀ سره د ادونياه دپاره خبره وکړى. بادشاه پاڅېدو چې خپلې مور ته ستړى مشى وکړى او د هغې په مخکښې ټيټ شو. بيا هغه په خپل تخت باندې کښېناستو او د هغې دپاره يې بل تخت راوړو چې د هغۀ په ښى طرف باندې پرې هغه کښېنى. ۲۰هغې ورته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما سره يوه معمولى شان نيکى وکړې، مِهربانى وکړه چې ما ته اِنکار ونۀ کړې.“ هغۀ ورته ووئيل، ”زما مورې، څۀ وئيل غواړې، زۀ به تا ته اِنکار نۀ کوم.“ ۲۱هغې ورته ووئيل، ”خپل ورور ادونياه پرېږده چې د ابى‌شاګ سره وادۀ وکړى.“ ۲۲بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ما ته دا څنګه وايې چې ابى‌شاګ ادونياه له ورکړم؟ کېدے شى دا هم راته ووايې چې هغۀ له تخت هم ورکړه، ځکه چې هغه خو زما مشر ورور دے او ابياتار اِمام او يوآب د هغۀ په طرف دى!“ ۲۳بيا سليمان د مالِک خُدائ په نوم يو پوخ لوظ وکړو، ”که ما ادونياه ژوندې پرېښودو نو خُدائ پاک دې ما ووژنى! ۲۴مالِک خُدائ زۀ د خپل پلار داؤد په تخت باندې کښېنولے يم، هغۀ خپله وعده پوره کړې ده او ما او زما اولاد له يې بادشاهى راکړې ده. زۀ په مالِک خُدائ قسم کوم چې نن به ادونياه وژلے شى!“ ۲۵نو سليمان بناياه له حُکم ورکړو، هغه لاړو او ادونياه يې ووژلو.

د ابياتار شړلے کېدل او د يوآب مرګ

۲۶بيا سليمان ابياتار اِمام ته ووئيل، ”تۀ په عنتوت کښې خپل مُلک ته لاړ شه. تۀ د مرګ حقدار يې، خو زۀ به تا اوس نۀ وژنم، ځکه چې تۀ کله زما د پلار داؤد سره وې نو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ذِمه وار وې او تۀ د هغۀ سره په ټولو تکليفُونو کښې شريک وې.“ ۲۷بيا سليمان ابياتار د مالِک خُدائ د اِمامت د خِدمت نه لرې کړو، نو داسې چې مالِک خُدائ په شيلو کښې د عيلى اِمام او د هغۀ د اولاد په باره کښې څۀ وئيلى وُو هغه يې رښتيا کړل. ۲۸يوآب په مخکښينى بغاوت کښې د ابى‌سلوم ملګرتيا نۀ وه کړې، خو د ادونياه د بغاوت ملګرتيا يې کړې وه. کله چې يوآب د ادونياه د مرګ نه خبر شو، نو يوآب د مالِک خُدائ د حضُور خېمې ته وتښتېدو او د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول. ۲۹کله چې سليمان خبر شو چې يوآب قربان‌ګاه تښتېدلے دے نو سليمان يو پېغام‌وړُونکے ورولېږلو چې تپوس ترې نه وکړى چې قربان‌ګاه ته ولې تښتېدلے يې، يوآب ورته ووئيل چې زۀ مالِک خُدائ له ځکه راتښتېدلے يم چې زۀ د سليمان نه يرېدم. نو سليمان بادشاه بناياه ورولېږلو چې يوآب ووژنى. ۳۰بناياه د مالِک خُدائ د حضُور خېمې ته لاړو او يوآب ته يې ووئيل، ”بادشاه تا ته حُکم کوى چې بهر راووځه.“ يوآب ورته ووئيل، ”نۀ، زۀ به دلته مرم.“ بناياه واپس بادشاه له لاړو او چې يوآب څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل. ۳۱”هم هغه شان وکړه چې څنګه هغه وائى. هغه ووژنه او ښخ يې کړه، نو داسې ما او زما د پلار کور د هغه ګناه نه پاک کړه چې کومه بې ګناه وينه يوآب توئ کړې وه ۳۲او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بې ګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو: ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو. ۳۳د هغوئ د قتل ټوله سزا به په يوآب او د هغۀ د اولاد په غاړه د همېشه دپاره وى. خو مالِک خُدائ به داؤد، د هغۀ اولاد، کورنۍ او د هغۀ بادشاهۍ له همېشه خېر ورکوى.“ ۳۴نو بناياه د مالِک خُدائ د حضُور خېمې له لاړو او يوآب يې ووژلو او هغه په صحرا کښې د خپل کور سره ښخ کړے شو. ۳۵نو بادشاه د يوآب په ځائ بناياه د فوج مشر جوړ کړو او صدوق يې د ابياتار په ځائ مشر جوړ کړو.

د سِمعى وژلے کېدل

۳۶نو بادشاه سِمعى راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”دلته په يروشلم کښې د ځان دپاره کور جوړ کړه. په هغې کښې اوسېږه او د دې ښار نه هم چرته مۀ ځه. ۳۷که تۀ کله هم لاړ شې او د قِدرون ولې نه واوړې نو دا پخه خبره ده چې تۀ به خامخا مړ شې او خُون به ستا په خپله غاړه وى.“ ۳۸سِمعى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت! تا ډېره ښۀ خبره وکړه، تۀ چې څۀ غواړې نو زۀ به هم هغه کوم.“ نو هغه تر ډېر وخت پورې په يروشلم کښې اوسېدو. ۳۹درې کاله وروستو، د سِمعى دوه غلامان د جات بادشاه د معکه زوئ اکيس له وتښتېدل. نو چې سِمعى خبر شو چې هغوئ په جات کښې دى، ۴۰نو هغۀ خپل خر کته کړو او په جات کښې اکيس بادشاه له لاړو، چې خپل غلامان ولټوى. هغوئ يې پېدا کړل او واپس يې خپل کور ته راوستل. ۴۱کله چې سليمان خبر شو چې سِمعى څۀ کړى وُو، ۴۲نو سِمعى يې راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”ستا نه ما د مالِک خُدائ په نوم لوظ نۀ وو اخستے چې تۀ به د يروشلم نه نۀ ووځې؟ او ما خبردارے درکړو که تا کله هم داسې وکړل نو خامخا به مړ شې. ولې تۀ په دې باندې زما سره راضى شوے نۀ وې څۀ چې زما حُکم به منې؟ ۴۳نو بيا تا ولې د مالِک خُدائ سره خپله وعده ماته کړې ده او زما د حُکم نافرمانى دې کړې ده؟ ۴۴تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړې دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى. ۴۵خو هغه به ما له برکت راکړى او د داؤد بادشاهى به د همېشه دپاره په آمن کښې کړى.“ ۴۶بيا بادشاه بناياه له حُکم ورکړو او بناياه لاړو او سِمعى يې ووژلو. بادشاهى اوس په پوره توګه د سليمان په قابو کښې وه.